د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
د سمندر حساسیت کښتي په نامه کښتۍ ددنيا ترټولو لویه مسافرې کښتۍ ده

ټوريزم يا سيلانيانيتوب په (انګريزي:Tourism) ياپه بل عبارت دتفريح او خوند اخيستلو هغه سفر ته ويل کېږي چې انسان ديوې ځانګړې سيمې دليدلو په نيت دخپل ټاټوبي څخه دسفر قصد وکړي . همدارنګه په زياتو ختيځو ادبياتو، قاموسونو او ډکشنريو کې ټوريزم دنړۍ په مخ ديون په مانا هم ياد سوي دي. د پښتو ويکيسفر پخواني نوم هم ويکييون نومول سوي وو.

نظريات[سمول]

د پي لاروس د نظره ټوريزم هغه عمل دی چې د لذت او خوند اخيستلو او ځان خوښولو په نېت د يوې نامعلومي سيمې ته د تللو تابيه وکړي. او دټوريزم په تعريف کې درې مهمو ټکو ته اشاره سوېده.
١. دسفر هدف او موخه بايد معلومه وي
٢. دوخت او زمان عنصر
٣. موقعيت او ټاټوبی

ټوريسټ يا سيلاني چاته وايي[سمول]

اروپايان وايي ټوريسټ هغه چاته وايي چې دخپل توان دنوي کولو او دځان بيااماده کولو همداراز دستړتيا د رفع کولو لپاره نويو سيمو ، نويو وګړو اوټولنو اونويو منظرو دپېژندلو لپاره مسافرت کوي.

د کيل په نامه يو ښکلي موسمه سيمه په کشمير کې

د ټوريست يا سېلاني اصطلاح لپاره په دري کې د جهان ګرد کلمه کارول کېږي همدارنګه د سېلانيتوب نړيوال سازمان په باور هغه څوک چې د يوې شپې څخه زيات او تر يو کال لږ وخت له پاره د اوسېدو ټاټوبی د سېلانيتوب ،خوند اخيستلو او استراحت په منظور د نويو سيمو ،نويو منظرو ،تاريحي اثارو او همدارنګه د سپورتي مسابقو د ليدلو لپاره مسافرت کوي سېلاني بلل کېږي.

د سيلانيتوب تاريخ[سمول]

د سيلانيتوب يا ټوريزم اصطلاح د لمړي ځل لپاره په ۱۸۱۱ م کال کې د سپورټ په يوه مجله کې مطرح سوه هغه مهال دغه اصطلاح د يو شمېر تاريخي سيمو او ابداتو د ليدو لپاره او همدارنګه د ښکلي منظرو اوټاټوبو د ليدو لپاره د خوند او لذت اخيستلو په نېت يې سفر کاوه استعمال سوه. په نړۍ کې هر کال په لسګونو مليونه خلګ د سېلانيانو په توګه ګرځي راګرځي ،د هغه خپرو سويو شمېر څخه چې د بېلا بېلو موسسو له لورې وړاندې سوي دي چې په ۲۰۰۴ م کال کې د نړۍ د سېلانيانو شمېر ۷۶۳ مليونه تنو ته رسيدلی وو . د نړيوالې ګرځندوي ادارې په وړاندوينه ښايي له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې د د سېلانيانو شمېر په هر کال کې د يو مليارد او شپږ سوه ميليونه تنو ته ورسيږي زيات سېلانيان هغه هېوادونو ته تللي دي چې د ټوريزم او ګرځندوې لپاره ځانګړي اسانتياوې او اړيني هوساينې لکه د ويزو او پاسپورت ،د تللو راتلو ترانسپورت ،هوټلونو او مېشت ځايونه برابر کړي وي.

ځيني خلک د ارامۍ لپاره دا ډول ځايونو ته ځي

هغه لس هېوادونه چې په ۲۰۰۴ م کال کې يې تر ټولو زيات سېلانيان منلي او د دغه سېلانيانو د راتلو څخه يې زياته مالي ګټه تر لاسه کړې ده په لاندې ډول دي :فرانسه ،اسپانيا ،امريکا،چين ،ايتاليا ، انګلستان ،ترکيه ،مکسيکو، جرمني او اتريش هېوادونو څخه عبارت دي. چې د پورته هېوادونو د جملې څخه د ترکې هېواد په ٢٠١٧ کال د ۱۳مليونه او دوه سوه زره تنو سېلانيانو په منلو سره ۱۵ مليارده او ۹۰۰ مليونه امريکايې ډالره تر لاسه کړي دي همدارنګه د ايران هېواد هم په ۲۰۰۴ م کال کې يو مليون او شپږ سوه زره تنه سېلانيان منلي وو چې ددوي څخه ترلاسه سوی عايد يو مليارد او ۷۴ زره امريکايې ډالره وو. پداسې حال کې چې په تېر ۲۰۰۵م کال کې افغانستان ته د يوې اوږدې مودې تړلتيا وروسته د څه نا څه درې زرو تنو سېلانيانو د رسېدلو او منلو خبر ورکړل سوی وو.

د ټوريزم مسلکي تعريفونه[سمول]

۱ . د ارتور بورمن (Arthur B roman) په باور تو ريزم د سفرونو هغه ټولګه ده چې يو تن سېلاني لپاره د استراحت ،تفريح ،تجارت او نورو بوختي چارو يا يو شمېر مراسمو کې د ګډون تلوسه ددې لامل سي چې خپل دايمي ټاټوبی د موقت وخت لپاره پرېږدي. ۲ . د ټولنپوهنې د اساساتو پر بنسټ سېلانيتوب هغه ټولنيزي اړيکي دي چي سېلاني يې د نوي ټاټوبي او وګړو سره په موقتي ډول جوړوي. ۳. د توريزو نړيوالې ټولنې په يو ځانګړې سيالۍ کې د سېلاني او سېلانيتوب د تعريف لپاره هڅې وکړې او يو جامع او هر اړخيزه تعريف يې لاسته راوړه چې په لاندې ډول دی: ټوريزم د ځايي بدلونونو او اوښتونو هغه ټولګه ده چې پر بنسټ يې د انسانانو له لورې ځانګړي فغاليتونه تر سره کېږي.
۴. نړيوال ټوريستي سازمان(UNWTO)له نظره :
هغه يون ا و سفر دی چې يو څوک د خپل اصلي ټاټوبي او هميشني چاپېريال څخه دبل چاپېريال په لور لاړ سي چې دغه سفر يي د۲۴ ساعتونو څخه زيات او ديوکال څخه په لږ مهال دورځني کارونو خلاف دتفرېح اونورو ځانګړو بوختياوو لپاره وي. ۵. دټوريزم يوبل عام تعريف په دې ډول هم دی. ټوريزم دانساني ژوند دهرې لحظې او شېبې څخه دګټې اخيستلو لاره چاره ده چې په مختلفو منظره لرونکو ځايونو کې ترسره کېږي. ۶ . دټوريزم يو بل اقتصادي تعريف دمورګن روټ (Morgan Roth) لخوا وړاندې سويدی. دنوموړي په باور ټوريزم هغه مفهوم دی چې يوتن سېلانې خپلې فرهنګي ، شخصي اودژوندانه اړتياوې دمصرف په کولو دهغه لنډ سفر په ترڅ کې پوره کړي چې په موقت ډول خپل اصلي ټاټوبی دبل موقت ټاټوبي په نيت پريږدي .

د ټوريزم اهميت[سمول]

په اوسني وخت کې سياحت په ټوله نړۍ کې يو مهم صنعت بلل کېږي. اوهرکال په زياته اندازه سيلانيان دنړۍ په بېلابېلوسيموکې خپلوسفرونوته دوام ورکوي اودنړۍ د ارزښت لرونکو او ښکلو سيموڅخه ليدنه ترسره کوي، اوپه دې ترڅ کې کوربه هېوادونو ته مختلف وجوهات او اهميتونه ورپه برخه کيږي.

دټورېزم اقتصادي او فرهنګې اهميتونه[سمول]

اول. د ټوريزم فرهنګي اهميت: ټوريزم د ګاونډيو هېوادونو تر منځ د سيمې او منطقې ثبات تامينوي، ځکه ټولنې او کوربه هېوادونه ددې لارې کولای سي چې د ژبې فرهنګ او اجتماعي عنعنات سره شريک کړي.
مثلا: که چېري يوسيلاني د خپل ټاټوبي څخه بل ټاټوبي ته ځي نه يوازې دا چې سيلاني ددغه سيمي د خلکو څخه فرهنګ، رسم رواج او عنعنات زده کوي، بلکې د سيمي خلک هم ددغه سيلاني څخه ډېر عنعنات زده کوي.
دوهم. د ټوريزم اقتصادي اهميت: د ټوريزم صنعت اوس د نړيوال اقتصاد يوه درنه برخه جوړوي،د نړۍ زيات شمېر هېوادونه د خپل ملي عايد پوره اوزياته برخه د ګرځندوی صنعت او په هغې پورې تړلو چارو له برکته تر لاسه کوي.ګرځندویي يوه داسې سوداګري ده چې نه يوازې د دولت مالي توان زياتوي ،بلکې په هېوادونو کې مېشتو اولسونو ته هم د عايد او ګټې وسيله ده، زيات شمېر اقتصاد پوهان په دې باور دي چې تر ټولو ښه او ارزانه ګټه د اوسنۍ نړۍ په ټوريستي او ګرځندوی صنعت کې پرته ده. همدارنګه د سېلانيانو په راتګ سره سېمه ايز مارکيټونه، محلي پيداوار، لاسي صنايع او اقتصادي پياوړتيا په پرله پسې توګه وده کوي. او ددې تر څنګ د توريستي سېمو اوسيدونکو ته د کار زمينه برابرېږي. ټوريزم د سياسي او اقتصادي امنيت سره تړلې اړيکې لري. د نړۍ يو شمېر هېوادونو کې د سېلانيتوب صنعت په خورا چټکه توګه پر مخ ځي او وده کوي، ددې ودې سره يې مالي توان هم مخ پر لوړه تللی دی، په دې برخه کې د ۱۳۷۸ ل کال اړونده ارقام د بېلګې په توګه يادوو:

  • د نړۍ ۹ــ۱۰ په سلو کې ناخالص توليد د ټوريزم په چارو کې منل سوي دي.
په کوريا کي د ښه امنیت او امکاناتو له امله د ٢٠١٨ کال د اولمپيک سيالي ددي هيواد په پيونګيانګ ښار مطلب پلازمینه کې ترسره کېږي
  • د نړۍ د ۷ــ۱۰ په سلو کې د کار ځواک (۲۰۰مليونه وګړي)د سېلانيتوب کې په کار بوخت دي.
  • د نړۍ د ۴ــ۱۱ په سلو کې د سرمايه ګذارۍ برخه په سېلانيتوب کې په کار لويدله ده.
  • د نړۍ ۱۱ په سلو کې مالياتي عايدات د سېلانيتوب له لارې تر لاسه کېږي.
  • همدارنګه په دې ډول سېلانيتوب د نړۍ د کلني عوايدو ډير لوړ رقم د (۳ ــ۴ تريلونه امريکايې ډالر )په خپلو اړونده چارو کې رانغښتې دي. هر څومره چې زيات سياحت کوونکي يو هېواد ته راځي نو په هغومره اندازه باندې خلکو ته زيات کارونه پيدا کېږي، مثلا د هالنډ هېواد د ټوريزم په برخه کې د کال(۶۸،۳) مليارده يورو عايد تر لاسه کوي، او په دغه هېواد کې ټوريزم هر کال تر ۶۰۰۰۰۰ زيات وګړو ته کار پيدا کوي.

دريم. دټوريزم تفريحي اهميت: دا چې ټوريزم يو پر مصرفه صنعت دی، نو په همدې اساس هغه خلک چې اقتصادي اړخ يې پياوړی وي نوموړي صنعت ته دوام ورکوي، د ذهني ستړتيا له منځه وړلو کې مهم رول لري. د عيش او عشرت په خاطر سياحت کول. د کاري مصروفيتونو د ستړتيا د لرې کولو په منظور سياحت کول. د ټوريزم بېلابېلو اړخونو ته په پام کې نيولو سره مختلف ډولونه لري، او دهر ډول ټوريزم لپاره عوامل او انګېزي بېلې بېلې دي چې ځينې مهم ډولونه په لاندې ډول معرفي کيږي:
۱: انګېزه يي ټوريزم: داهم بېل بېل ډولونه او شکلونه لري لکه:تفرېحي،،مذهبي،زيارتي،تاريخي،کلتوري او ورزشي سېلانيتوبونه دي.
۲: تفرېحي ټوريزم: دا ډول ټوريزم د هغو کسانو لپاره پلي کېږي چې په پرله پسې توګه په کاري مصروفيتونو بوخت وي ،او د کال ټاکلي تعطيلات په هغو سيمو کې تېروي چې مينه ورسره لري.

د کوريا په پلازمینه کې يو موډرن هوايي ډګر


۳: روعتيايي ټوريزم: دا ډول سېلانيان ځانګړو سيمو او ټاټوبو ته ځي،چې يو شمېر يې د ګرمو سيمو مينه وال دي چې د روعتيا لپاره ګټور تمامېږي.
۴: مذهبي او زيارتي ټوريزم: يو شمېر وګړي د عقيدې پر بنسټ مختلفو سيموته تګ راتګ کوي.
۵: تاريخي اوکلتوري ټوريزم: يو شمېر وګړي د خپل هېواد دننه او او يا نوروهېوادونو د تاريخي ابداتواو د لرغونو توکو سره مينه او د ليدلو ليوالتيا لري.
۶: سپورتي ټوريزم: دا ډول سېلانيان د بېلابېلو سپورتي لوبو د پلويانو اومينه والو په توګه ديوې سيمې څخه بلې سيمې ته سفر کوي او دا سفر د لنډې مودې لپاره وي

د توريزم بيلګي[سمول]

په هالنډ هېواد کې (توريستي چارو انسيتيوت)د ټوريزم ډولونه په خپل کريکولم کې په دې ډول معرفي کړي دي:
١- صوتي ټوريزم (Audio tourism): داډول نوی ټوريزم دي چې ځينې خلک دخپلي ليوالتياپر بنسټ د يوه موزيم په د بېلابېلو معلوماتو اوريدل خوښ ګني همدارنګه دنړۍ يو شمېر مشهور موزيمونه اړين معلومات د نړۍپه بېلابېلو ژبو تهيه کوي او مينه والو ته يې وړاندې کوي.
٢- ماجراجوي ټوريزم (Aventura tourism): دا ډول ټوريزم د ناپېژندل سويو ،خطرناکو سيمو او ستونزمنو لارو ته د رسېدلو سياحت دي، رضايت او هوساينې لپاره وي چې يو شمېر کسان د مذهبي مراسمو د اجراکولو په نېت د خپلې سيمې څخه نورو متبرکو او باور وړ سيمو ته ځي.

صوتي ټوريزم په ۵ جولای ٢٠٠۵ کال کې


٣- ورځنی ټوريزم (dagtourism): داډول ټوريزم غالبآ د يو سيمې د ليدو لپاره د يوې ورځي لپاره ليدل وي.
۴- د مخدره توکو ټوريزم(drugs tourism): دا ډول ټوريزم د مخدره توکو د پيداکولو او د هغې څخه د خوند اخيستلو په موخه کېږي.
۵- واين ټوريزم (wijntourism): داډول ټوريزم د شرابو د بېلابېلو ډولونو د خوند اخيستلو او هغه سيمو ته ورتګ چې شرابو جوړولو کې مشهوره وي.
'۶- بکس په شاه ټوريزم (Rugzak tourism): هغه ټوريزم ته وايې چې يو شخص د سفر ټول اړين توکي په يو بکس کې ځاي پر ځاي کوي او د زياتو مصارفو پرته د نويو سيمو کتلو ته ځي. همدارنګه ځينې نو ر ډولونه يې هم شته لکه:
د لامبو ټوريزم، چاپېريالي ټوريزم، فرهنګي ميراثونو ټوريزم اوسپورتي ټوريزم او داسي نور دي.

ټوريزم او حيرانونکي طبيعی منظرې[سمول]

سيلانيان د بېلابېلو موخو لپاره د يوې سيمې څخه بلې ته ځي راځي، د ا بېلا بېلي موخې د ټوريزم ډولـــــونه جوړوي، او ددې تر څنګ د سـېلانيانو د خوښې وړ ټاټوبي واضحه کوي. لاندې د هغه سيمو څخه يادونه کيږی چې سيلانيان يې د ليدلو هيله مند دي، او د هغو د ټاټوبو څخه د ورتللو دپاره لېوال دي:

  • د بحري اوبو په منځ کې ځنګل:
د کاندې په نوم سيمه په قزاقستان کې

په قزاقستان کې د کاندې (Lake Kaindy) په نوم سيمه چې د اوبو لاندې ځنګل په نوم يادېږي، ويل کېږي چې په ۱۹۱۱ م کال کې د يوې زلزلې له امله دغه سيمه د اوبو څخه لاندې سوه چې د دغه سيمې ځنګلونه هم پکې لاندې سول ،چې دا ۴۰۰ متره عرض او ۹ متر ژوروالی لري.

  • د چين هېواد د بيجين حيرانونکې وريځې: دا ويرونکې او حيرانونکې وريځې چې ډېرې سترې اوزياتې دي او د چاودنو او انفجاراتو سره ورته والی لري چې دا ورېځې په حقيقت کې طبيعي ورېځې نه دي بلکې د تودوخې له امله د ځمکې پر سر راپيدا سوي دي.
  • په ماسکو کې د لمرينو وړانګو باران: د مسکو د وړانګو باران په ايدا هو نومې سيمه کې ليدل کېږي، ښکلې منظره لکه د وړانګو يو لښکر چې پر يو لورې روان وي.
  • سره نښتې او اوبه اييزې بړبکۍ:
د ابهام په نامه سيند په کاناډا کې

په کاناډا هېواد کې د ابرهام په نوم يو سيند سته چې په ۱۹۷۲ م کال کې د جوړښت زمينه برابره سوې ده ،ددغه سيند څخه په هر موسم کې د متان ګاز پورته کېږي د همدې ګاز د اوبو په منځ کې د بړبکيو پرله پسې لړۍ جوړېږي او د سېلانيانو د ليدلو وړ ګرځي.

  • د بولويا مالګينه دښته: د بولويا هېواد جنوب لويديځ د اندېز غرونو ته څېرمه يوه دښته ده چې(۱۰۵۸۲) کيلو متره پراخوالی لري په دې ځاي کې اسمان هم د خپل ځان انځور ګوري د زياتو سېلانيانو د خوښي وړ ګرځېدلې ده.

د ټوريزم اغېزې:
ټوريزم د انساني هيلو او اړتياوو يوه خورا مهمه برخه ده ،ټوريزم که ديوې خوا وده او پراختيا ده خو د بلې خوا ځينې ذاتي اغېزې هم لري چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
۱ـ دټوريزم اقتصادې اغېزې:
ټوريزم که د يوې خوا د يو هېواد د اقتصادې پياوړتيا سبب ګرځي خو د بلې خوا د يو سيلاني لپاره مالې او اقتصادي زيان دی مثلا يو سېلاني د خپل اصلي ټاټوبي څخه دنوي يا موقتي ټاټوبي ته د ليدلو په خاطر د خپلو شخصي امکاناتو او مالي توان په مرسته ځي نو دغه د يو سېلاني لپاره يو اقتصادي اغېزه سوه.
۲ـ د ټوريزم کلتوري او ټولنيزې اغېزې: د سېلاني بلدتياد نوې چاپېريال ، وګړو او د هغي د کلتور سره يو اړخيزه چاره نه ده ،مثلا يو سېلاني نوی ځای او نوی کلتور پېژني همدارنګه د سېلاني څخه د سيمې وګړي هم په زړه پوري کړه وړه زده کوي.خو ځينې خلک دغه د ټوريزم اغېزه په ټولنيز چاپېريال او هغو سيمو باندې ناوړه ګڼي ځکه چې د بعضي سيمو د خلکو څخه خراب رسم رواج پېژني.
۳ـ د ټوريزم سياسي اغېزې: په نړيواله توګه د ټوريزم يوه سياسي اغېزه داده چې د نړۍ سياسيون يې دې ته وهڅول چې په ۱۹۶۷م کال کې د لومړي ځل لپاره يوه ورځ د ټوريزم لپاره ځانګړې ونمانځي ، چې ددې څخه وروسته هر کال د دسپتامبر ۲۹ ورځ د ټوريزم په نوم په يو شمېر هېوادونو کې ملي جشنونه او لمانځل کېږي.
۴ـ د ټوريزم چاپېريالي اغېزې: د ټوريزم يوه ناوړه اغېزه د چاپيريال ککړتيا ده چې دا ککړتياد هغه کړو وړو زېږنده وي چې د سېلانيانو له لورې ترسره کېږي،مثلا په کومه سيمه کې چې سېلانيان اوسيږي هلته خوراک ،څښاک ،پلاستکي بوتلونه ،څيشه يي پارچې او تيکه يې ټوټې او داسي نور غورځوي.

د ټوريزم پر وړاندې څرګندې ستونزې[سمول]

په ۲۱ پيړۍ کې د ټوريزم پر وړاندې ځينې ستونزې په لاندې ډول دي :
۱: امنيتي ستونزې:
مخکې ددې څخه چې پر امنيت باندې بحث وکړو نو د سېلانيانو په کټه ګورۍ څخه يادونه کوو سېلانيان هغه کسانو ته وايي چې د نړۍ له يوې خوا بلې خوا ته په ګرځېدو راګرځېدو بوخت دي لکه سوداګر سېلانيان ،څېړونکي سېلانيان ،عقيدتي سېلانيان او تفريحي سېلانيان تر ټولو زيات شمېر جوړوي. هغه امنيتي ستونزې چې سېلانيان وروسره مخ دي په لاندې ډول دي:په سيمه کې د سياسي ثبات محدوديت ،په سيمه کې د ناوړه کسانو واکمني ، په سيمه کې د فقر او خوارۍ شتون ،ناپوهي او بيسوادي ټولې هغه ستونزې دي چې توريست ورسره مخ دی.
۲: اداري او لوژستکي ستونزې:
لا تر اوسه د نړۍ په زياتو هېوادونوکې د توريست لپاره اداري او لوژستکي اسانتياوې نه دي برابرې سوې لکه: د هېوادونو تر منځ د تلو راتلو لپاره د ويزو اسانتياوې ،د تلو راتلو لپاره د ډاډمنو ايجنسيو او ادارو نستوالی ، بانکي اسانتياوې ،وړ او مناسبو هوټلونو او مېلمستونونو نستوالی ټولې هغه ستونزې دي چې سېلانيان ورسره مخ دي. په نړۍ کې تر نورو لويو وچو يوازي د اروپا لويه وچه ده چې تر ټولو ښه او هر اړخيزه اسانتياوي د سېلانيانو لپاره برابري سوي دي، چې د همدې اسانتياوو له برکته په ۲۰۰۴م کال کې د ټو لې نړۍد سېلانيانو د جملي څخه په سلو کې پنځوس فيصده سېلانيان منلي وو،او په دغه کال باندې داسيا لويې وچې ته يوازې ديارلس فيصده سېلانيانو تګ راتګ کړی وو.
۳: کلتوري او عقيدتي ستونزې:
دا هغه ستونزې دي چې زياتي واقع کېدونکي دي لکه:د پردي کلتور سپکاوی ،د وروسته پاتې ناوړه دودونو پايښت او نورې ټولې هغه ستونزې دي چي سېلانيان ورسره مخ دي.

دسېلانيانو د پام اړولو لارې چارې[سمول]

دسېلانيانو د پام اړولو لارې چاری سېلانيان د ډيرو هېوادونو او سيمو د شونتياوو او توانمديو خبر نه وي، ددې لپاره چې په يو کلي، سيمه او هېواد کې سېلانيتوب وده وکړي تر ټولو لومړۍ هڅه د هغه کلي ،سيمې او هېواد په اړه د اړينو تبليغاتو او خپرونو ته اړتيا ده . يو شمېر هېوادونه په خپلو کې د ګرځندوي صنعت او زياتو سېلانيانو د منلو ګډې هڅي پيل کړي دي او په خپلو هېوادونو کې ددې صنعت د ودې او پراختيا لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي لکه په يو شمېر اروپايي هېوادونو په خپل منځ کې د سېلانيانو لپاره د ويزو او پاسپورت، تلو راتلو ترانسپورت او هوټلونو ځانګړې اسانتياوې برابرې کړي، او همدارنګه په يو شمېر هېوادونو کې د سېلانيانو د منلو او پام اړولو لپاره تبليغاتي شبکې، تلويزونونه، راډيو ګانې، ورځپاڼې او اونيزې او مهالنۍ خپرونې لري چې د يوهېواد لپاره نه بلکې د يوې سيمې لپاره دسېلانيانو راخپلو هڅې کوي .

د هرات ولایت په سيمه کې يو هوټل انځور په ٢٠٠٩ کي کي، که تاسو وګورئ نودا هوټل به تاسو ته د افغانستان د ځينو هوټلونو امنیت دروښيي

يو څرګنده بيلګه يې د عرب ټوريزم په نوم د يوه نړيوال تلويزون خپرونې دي چې ۲۲ عربي هېوادونو ايران او ترکي په ګډون د (ATC) په نوم په سيمه کې د ګرځندوي صنعت د لا پراختيا په نېت د ۱۳۸۳ل کال راهيسې په پرله پسې ډول ۲۴ ساعته خپرونې لري.
نتيجه ګيري: توريستي صنعت بي زيانه ګټه ده ،دې ګټې ته بايد اړينه زمينه برابره سي او د هېواد راتلونکي لپاره د کارموندلو اوکار کولو د مهم سکتور په سترګه ورته وکتل سي ،دا به هم د هېواد د ملي اقتصاد پر پياوړي کېدلو اغېزمن وي او هم به په توريستي چارو کې د بوختو افرادو پر عايداتو د اغېزمن عنصر په توګه مثبت اثر ولري. ددې تر څنګ نړۍ سره د اړيکو يوه مهمه وسيله هم ده ،ويل کېږي چې سياح د سولي سفير دي ددې صنعت د ودې لپاره هغه دولتي ادارې چې د توريستي چارو سره تړاوو لري مخامخ مسوليت لري چې د ودې او پراختيا زمينه يې برابره کړي. ددې تر څنګ خصوصي پانګوالو وجيبه ده چې په دې صنعت کې پانګونه وکړي او د ودي لپاره يې اړين اقدامات ترسره کړي.

  • توريستي صنعت وده او پراختيا د هېواد يوې لوي ستونزې ته چې بې کاري ده منطقي حل دی.
  • د ملي عايد د زياتوالي يوه اغېزمنه لار د ټوريزم وده او پراختيا ده. ددې لپاره چې هر مصرف کېږي په حقيقت کې د هېواد د پرمختګ لپاره مصرف دی نه د توريستي صنعت لپاره.
  • د لاسي صنايعو او سيمه ايزو محصولاتو د پېر او پلور تر ټولو لنډه او اسانه لار د توريستي صنعت وده او پراختيا ده .
  • توريستي صنعت وده به د هېواد تاريخي او فرهنګي اثارو د ساتلو او پاللو اړينه زمينه برابره کړي .
  • نړيوالو ته د خپل هېواد تاريخ،فرهنګ او د ژوندانه نور مثبت اړخونه د همدې توريستي صنعت له لارې په خورا ښه توګه وړاندې کېدلاي سي.

سپارښتنې:[سمول]

ددې لپاره چې په افغانستان کې توريستي چارې سمون ومومي او د ودې او پراختيا لاره ووهي ،لاندې مشخص وړانديزونه اړين دي :
۱. په ټول هېواد کې دموزيمونو بېلابېلو توريستي سيمو د نومونو بشپړ ليک لړ ترتيب او د توريستي معيارونو سره سم دې د هغو بيا جوړونه او روغونه وکړي.

۲.د هېواد د نامتو توريستي سيمو او ځايونو هر اړخيزه پېژندنه او په پرله پسې توګه د هغو سيمو په اړه د انځوريزو بلاکارتونو خپرول نه هيرودونکې دنده وګرځوي.

۳. د ډله ايزو خبري موسسو ( اخبار ،راډيو ،تلويزون ،بريښنايي اعلان او نورو )له لارې د کورنيو او بهرنيو سېلانيانو د پام اړولو په نېت په اغېزمنه توګه، پرله پسې خپرونې وکړي.

۴. د ګرځندوي صنعت لپاره د مسلکي پرسونل د روزنې تر څنګ د هېواد عام ولس ته د ګرځندوي صنعت د ګټو په تړاوو هر اړخيزه معلومات ورکول .

۵. توريستي سيمو ته دې د سېلانيانو دتلو راتلو لازمي اسانتياوي( ترانسپورتي،هوټلونه ا و د اوسېدو ځايونه او نور ) برابر کړي.

۶. په توريستي سيمو او ځايونو کې د اړينو توکو لپاره د مارکيټونو او سوداګريزو مرکزونو جوړول.

۷. په توريستي سيمو کې د بريښنا ،سټلايټ،انټرنېت او دا ډول نورو اړتياوو زمينه برابرول.

۸. د توريستي چارو په اړونده برخو کې د اداري او قانوني سهولتونو ته پاملرنه .

۹. د توريستي چارو د ښه تنظيم ،پالنې لپاره د مسلکي کادرونو روزنه. ماخذونه

سياحت په افغانستان کې[سمول]

د افغانستان هغه عوايد چې په تيروڅو کلونو کې يې د ګرځندوي له سيمو څخه تر لاسه سوي او په ميليون ډالر محاسبه سوي په لاندې جدول کې ښودل کېږي:
۱۹۷۳
۱۹۷۵
۱۹۷۶
۱۹۷۷
۱۹۹۵
۱۹۹۶
۱۹۹۸
۱۱
۱۲
۲۸
۷
۱
۱
۱
حال داچې په ۲۰۰٣م کال کې يوازې ۲۰۰ نفر او په ۲۰۱١م کال کې افغانستان ته د بهرنيو سېلانيانو شمېر ۴۰۰۰ زره تنه ښودل سوي، چې ددغه سېلانيانو څخه افغان دولت ډير کم عايد تر لاسه کړي.

د افغانستان توريستي هڅې[سمول]

د باميانو بودا په ١٩٨٢ کې، دا په وروستيو کې د طالبانو لخوا له منځه ولاړ

د افغانستان دولت په ۱۳۳۷ه ل کال کې د ګرځندوي موسسه (اوسنی افغان تور) په دې برخه کې د اسانتياوو د رامنځته کېدو په خاطر جوړه او په ۱۳۴۴ه ل کال کې يې د ګرځندوي نړيوال سازمان غړيتوب تر لاسه کړ، او دغه اداره د ۱۳۳۷هجري-لمريز کال راهيسې په هڅو او کوښښونو بوخته ده، کله يې د سياسي چاپېريال په وړ شرايطو کې د ودې لار وهلي او کله يې د ودې لار ټکنۍ سوې ده خو د هغه خپرونو له مخې چې ددې اداري يه تړاوو سوي دي دا څرګنده سوې ده چې د پرانستلو وروسته يې په لومړۍ لسيزو کې په پرله پسې توګه د ودې لار وهلې ده د،د بېلګي په توګه: په ۱۳۳۷ه ل کال دهمدې ادارې په مرسته ۲۰۰ تنه سېلانيان او زيارت کوونکی افغانستان ته راغلي دي او د هېواد د موزيمونو او بېلابېلو تاريخي اوعقيدتي سيمو ليدنه يې کړي په ۱۳۴۰هجري-لمريز کال کې يې شمېر ۲۳۴۱۳ تنو ته ورسيده او په ۱۳۴۷ه ل کال کې ۶۳۰۸۹ تنه او د ۱۳۵۲ ه ل کال وروسته به هر کال تر ۱۰۰۰۰۰ زره زيات سېلانيانو د افغانستان څخه ليدنه کوله او ان تر دې چې په ۱۳۵۵ ه ل کال کې ۱۵۰۰۰۰ سېلانيان راغلي وو. خو دې وروستۍ څو لسيزو جنګ جګړو نه يوازې دا چې افغانستان د بربادۍ سره مخ کړ بلکې د ټوريزم په زړه پوری صنعت يې هم د لاسه ورکړ، چې دغه شمېره په ۱۳۸۱ ه ل کال کې يوازې۲۰۰ تنو ته راټيټه سوه . ددې لپاره چې افغانستان خپل توريستي صنعت ته بېرته پراختيا ورکړي، او د ټوريزم صنعت وغوړيږي نو درې اړخيزه هڅو ته اړتيا لري:
١. لومړی بايد د ټوريزم ډولونو ته په پام نيولو سره بايد د هېواد جغرافيايي حوزو کې توريستي شونتياوې برجسته ،څرګندې او صنف بندي سي مثلا په بلخ ولايت کې زيارتي او تاريخي ټوريزم ته زياته پاملرنه وسي په بدخشان کې سپورتي ځايونه .
٢. د هرې جغرافيايي حوزې شرايطو ته په پام اړين امکانات برابرول مثلا بدخشان او باميانو ته په ژمي کې دتګ راتګ هوايي ترانسپورت برابرول.
٣. د توريستي صنعت د ودې او پرمختګ لپاره په اړونده چاروکې متخصص کدرونه ګمارلي.

په افغانستان کې توريستي امکانات:[سمول]

سره ددې چې افغانستان يو غرني او په وچه کې پروت هېواد دي خو بيا هم افغانستان د منځنۍ اسيا په زړه کې د ګرځندوي صنعت په اړه ارزښتمن دريځ لري، دا هېواد که د يوې خوا شتمن لرغونی تاريخ او د پخوانيو مدنيتونو سترې نښانې لري له بله پلوه ښکلی طبيعي چاپيريال (ښايسته شرشري، د سيندونو په زړه پوري غاړي )د موسمونو څرګند مهالونه ،ولاړې اوبه ،غرونه،کلتوري سيمې ،موزيمونه ،مذهبي او تاريخي ودانۍ او لاسي صنايع يې هم هغه ځانګړتياوې دي چې د سېلانيانو د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي.

په افغانستان کې د سيلانيانو ځايونه[سمول]

د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې زيات تاريخي ځايونه او لرغوني سيمې شته چې په لږ سمون سره د زياتو لېدونکو او سېلانيانو پام ځان ته راړوي د څو بيلګو يادونه کوو:

  • په کابل کې دشېر دروازي
  • اسمايي غره لرغوني ديوالونه
  • د مرجان لرغوني غونډۍ او موزيمونه
  • په کندهار کې د ۴۰ زينو تاريخي ډبرينه ودانۍ او د نارنج تاريخي ماڼۍ
  • په لرغوني بلخ کې د بلخ ښار او د ابو نصرپارسا جومات
  • په هرات کې د مصلا برجونه
  • په ننګرهار کې د هډې لرغوني زيرمتون
  • د بساول سمڅې
  • د درونټې غرنۍ ګارې
  • په باميانو کې د ورانوسويو سترو مجسمو نښانې


او پدې ډول د هېواد يو شمېرنور تاريخي ابدات او لرغوني سيمې لکه:

  • د جام څلی
  • د بست کلا
  • د عزني منارونه
  • د جوزجان د بابا خاتم زيارت

او په لسګونو نور ځايونه شته چې د سېلانيانو لپاره پوره د پاملرنې وړ ګرځېدلی سي.

سرچینې[سمول]

ددې city travel guide to ټوريزم is an outline and needs more content. It has a template, but there is not enough information present. Please plunge forward and help it grow!