د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

استنبول د ترکيې تر ټولو لوی ښار او د دې هېواد يو ډير اقتصادي ښار دي. استنبول يو ډير امنیتي ښار وو، خو په ٢٠١٦ کال کې يو روسي جيټ تياره چي په غير قانوني توګه د ترکیې پر اسماني سيمه پرواز کاوه، د اردوغان په امر په ترکي سيمه کې وويشل سول، نو ځکه دا ښار د مختلفو جګړه مارانو لخواه په نښه سو، او په دي ښار کي په بيلا بيلو سيمو کې چاودنې تر سره سوي. ددي ښار د سمندر غاړې ډيري ښکلې دي، او استنبول يو ډير ژر لوړيدونکي نفوس لري چي هره ورځ يي په شمير کې په سلګونو اظافه کيږي

هغه څه چی باید پرۍ وپوهیږو[سمول]

ګرنډ بازار ٢٠٠٧ کال

په استنبول کي بايد انټرنېټ او پيسې بايد ولري، او ددوستانو يا کورنۍ شماره يا پته هم بايد ولري. دلته د خپل سامان سره ډير احتياط کوي، که چيرې يو سي ورک سي پيداکول به يي ډير ستونزمن وي. د استنبول ښار یو اقتصادي ښار دی ځکه چه سرحدي، ځمکني او بحري نړیوالې لارې سره نښلوي. د استنبول ښار ناخالص ملی عواید تر ۱۹۸۰ کال پوری په منځنۍ ډول پنځه وو. زراعتی پیداوار یی کتان، میوه، زیتون غوړ، وریښم، او تنباکو دی. په صنعت کې هم ډیر پرمختللي دي منسوجات، پلاستیکي او فلزی مواد، کیمیاوي مواد، الیکترونکی اسباب، ښیښه یی شیان، ماشیني اسباب، کاغذ او نور ددي ښار مهم صنعتی تولیدات دي
تاریخي ځایونه:

  • ایاصوفیا
  • د سلطان احمد جومات
  • کیزکوله سی (دجلی برج)
  • مینیا تورک
  • استانبول بوغازی
  • روملی حصار
  • یدی کوله (۷ برج)
  • گالاتا کوله سی (بگالاتا برج)
  • توپکاپی ماڼۍ
  • بیلر بی ماڼۍ
  • چیراغان ماڼۍ
  • دلما باهچا ماڼۍ
  • استانبول بام (چاملیجا تپي)
  • بیوک آدا جزیره
  • ترکیی د اسلامي هنرونو موزیم
  • ترکیی د فرش موزیم
  • میسیر چارشیسی

ننوتل[سمول]

د الوتکۍ پوسیله

استنبول ددنيا دريم لوي توريستي ښار، دلت د هر ډول خلګو لپاره د ساتيري زميني برابرې کړل سوي دي
ترکيش ايرلاينز طياره په سينګاپور کې
  • د استنبول او کندهار تر منځ الوتنې: (په هفته کې ٣ ورځې)
  • د استنبول او کابل تر منځ الوتنې: (په هفته کې ۵ ورځې)

د ريل ګاډي پوسیله

  • په استنبول کي ريل ګاډي، ميترو، او برقي بسونو سره سره په کښتۍکي هم سفر کولای سي
  • په استنبول کي ډير لوي او په زړه پورې سړکونه سته چي د هر ډول موټر د تيريدو توان لري
د استنبول سیمه
  • په استنبول کي د بس شاوخوا ٣ لويي اډي سته چي صوفیا او تهران او شاوخوا ۵۰ نورو ښارونو ته تري سفرونه کيږي
  • دي ښار ته هر کال په لکونو خلک د ګرځيلاو په خاطر راځي

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د استنبول په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.