د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

تونس د فرانسې مستمره پاته سوی هيواد دي، چې په شمالي افريقا کي موقعیت لري. او د دې خاورې اصل اوسيدونکي بربر قبايل دي چې په اروپايي ژبو کې ترې د باربېريان يعنې وحشي تورې جوړ سو. ټيونس په بربري ژبې کې د غځيدو يا د کېږدۍ د ودرولو مانا ورکوي. بربر قبايل لکه د کوچيانو اوسيدل او ځان يې نمد بللو چې وروستو نامېډ (کوچيان) تورې يې اروپايي ژبو ته ورکړو. بربر خلک، تور پوستي نه دي بلکه ځينې پکې سپين او ډېر يې غنم رنګي دي. د عيسا له زيږېدو نهه سوه کاله پخوا، د لبنان د صور د ښار نه يوه ډله فونيشيان د خپلې ملکې سره د سمندر د لارې وتښتيدل او د کرتاژ (کارتېج) ښار يې اباد کړو. دوي له ځانه سره خپل کلتور او دين هم راوړې و. هغه غونډۍ چې برسا نومېږي ورباندې د دوي د کورونو او ماڼيو کنډوالې ليدو ته ورغلو. هلته ليکلي و چې کرتاژ د روم نه اويا کاله پخوا اباد شوې و.

ميوزيم او سيمييز ژوند[سمول]

د فونيشيا خلکو د اوسنيو اروپايي ژبو ابجد په لومړي ځل وليکل. خو پخپله د دوي به اړه څه ليکنه نه ده پاتې. که د دوي د استوګن ځايونه نه وی کيندل شوی نو ممکن دا لږ معلومات به هم اوس نه وی.

تونسينه صحرا
تونيس ميوزيم

په ميوزيم کې د کرتاژ لرغوني اثار خوندي شوي دي. په ليدو يې دوه خبرې راته په زړه پورې وې. يوه هغه خاورين بوتلونه چې ماشومانو به پکې شودې رودلې. دا بوتلونه په بېلا بېلو ډولونو جوړ شوي دي چې يو ډول يې د مرغانو په څېر و. د بوتل د سر پوښ به يو نرې هډوکې و. دوېم هغه مرتبانونه وو چې پکې د مړو ايرې ايښودل کيدې. د ميوزيم نه مې يو کتاب اخيستې و چې پکې ليکلي وو، فونيشيانو به د خطر په وخت خپل درې کلن ماشومان به د يوې مجسمې په لاسونو کې کيښودل شو. دا مجسمه به د دوي د عقيدې خداې و او لاندې به يې اور بليدو. له سوځيدو وروسته به يې د دوي ايرې په يو ځانګړي مرتبان کې ښخولې. خو دا هر څه د روم د ايمپراتورۍ هغه پروپاګنډ و چې په لوې لاس د دې خلکو د وحشي ښودلو لپاره وليکل شول.

شاتني ژوند[سمول]

د کرتاژ په کنډوالو چې ګرځيدم نو سوچ مې کوو چې څنګه يو څو سوو انسانانو دا ځاې اباد کړو. له شمال نه تر سويل پورې د دوي شمېره اوو لکو ته ورسيده. دوي د افريقه له شمالي برخو خبر وو او د سوسا، يوټيکا او بيروت ښارونو کې يې لا پخوا سوداګري مرکزونه جوړ کړي وو. دوي به له هسپانيې نه کوټ (برونز) اخيستل او نورو هېوادونو ته به يې پلورل. مصر ته بې له ستونزې ورتلې شول خو په تجارت کې د دوي لويه سيالي د يونان سره وه. د افريقه د شمال او سسلي ( صېقليه) تر منځ د ميديترانيا سمندر ايله اتيا ميله پلن دی چې دوي ډېر په اسانه د يونانيانو له سترګو پناه دا لاره وهلې شوه. کرتاژ تر ۵ ق م پېړۍ کې په لوېديځ ميډيټرينيا کې يو زوره ور سلطنت جوړ شو. په ۴۸۰ ق م کې فونيشيان دومره غښتلي شول چې روم ترې د خطر احساس کوو. د دوي يو قهرمان هېني بال ټول ژوند د روم سره جنګيدو. په دوېم ق م پېړۍ کې روم ځواکونو په کرتاژ حمله وکړه او تر دوو کالو دا ځاې کلابند و. فونيشيانو تر وروستي دمه خپله دفاع کوله او روم ته يې سرټيټ نکړو. په ۱۴۹ ق م کې کله چې محاصره ماته شوه نو بيا هم کوڅه په کوڅه جنګ کيدو. د روم پوځيانو دلته په لکونو خلک ووژل او يواځې ۵۰ زره خلک يې ژوندي پرېښودل چې زيات يې ښځې وې. تر دريو ورځو د کرتاژ په ښار کې اور بليدو او چې جګړه ختمه شوه نو روميانو امر وکړو چې په دې سيمه کې دې مالګه وشيندي چې هيڅ شين بوټې بيا دلته زرغون نشي. خو اوس د کنډوالو چاپېره واښه شنه شوي وو.

د تونس پلازمینه تونس ښار

د يونان ځينو تاريخ ليکونکو او په تېره بيا هېروډوټس د دوي په هکله يو څه ليکلي دي خو خبرې يې ډېرې منفي دي. د فونيشيانو به اړه پلوټارک ليکي، دا خلک دېر ترخه او خپلو حاکمانو ته ډېر سر ټيټوونکي دي، تر خپل لاس لاندې خلکو باندې ظالم وو، پخپلو ارادو ټينګ، هوډ من او دومره کلک زړي وو چې له خندا او زړه خوږي نه يې کرکه کوله. خو دوي ته ګوته نيونکي هم دا مني چې په تجارت او سوداګري کې دوي با اصوله خلک وو او د دوي د پرمختګ يو لوې دليل هم دا ټکې و. د برسا په غونډۍ باندې د هغه وخت د اوبو خوړ انتظام اوس هم په کنډوالو کې څرګند و. ځينې کورونه درې پوړيزه وويل ، د ناولو اوبو لپاره وړې وړې نالۍ جوړې شوې وې. خو دې پرمختللي ملت ځان ته دېر دښمنان هم پېدا کړل. د روم سره د دوي جګړه ډېره په سمندر کې وه او فونيشيانو ډېرې ښې او پرمخ تللې بېړۍ لرلې. کله چې روميانو د دوي يوه جنګي بېړۍ ونيوله نو هله خبر شول چې جنګي بېړۍ څه وي او خپل سمندري ځواک به څنګه جوړوي. خو روم نه يواځې د دې ځاې تمدن ورک کړو بلکه دومره پرپاګنډه يې پسې وکړه چې هغه د بښتو متل، چې ريښيتا راځي نو دروغو کلي وران کړي وي.