د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
د روهتاس عمومی دروازه

روهتاس د شېر شاه سوري د جوړښت هغه بېلگه ده چې مغلو ترې الهام واخستو. هر کال په زرگونو سېلانيان د هند اگرې ښار ته ورځي او د تاج محل سره سره د اکبر باچا د شاهي کلا جوړښت ته هم گوته په خله شي. لږ به پکی خبر وي چې د اگرې کلا د شېر شاه سوري د روهتاس کلا په ډيزاين جوړه شوې ده. د دې کلا د بنسټ يوه يوه تيږه د سرو زرو د يوې اشرفۍ په بدل کې لگول شوې وه. خو د دې داستان هغه وخت پېل شو کله چې شېر شاه سوري په ۱۵۳۹ م کې د بهار د شاه اباد په ضلع کې د لرغونې روهتاس گړهه کلا ونيوله او دې جوگه شو چې بنگال ته لاس وغځوي. دا کلا د زمکې نه لوړه په يوې غونډۍ جوړه ده نو ځکه نقشه يې د لوړو او ژورو سره مناسب ساتل شوې ده. د دې ودانۍ په څلورو کلوميټرو(مترو) کې يو بل سره تړلي دي چې اوس يې ځينې دېوالونه ړنگ دي. په دې کې د دېرشو زرو عسکرو د ساتلو لپاره انتظام شوې و. لوې او پاخه دېوالونه ، د حمله کوونکو د نيولو لپاره لومې، د انسانانو او د څاروو لپاره د څښلو د اوبو او داسې نور د پلان له مخې پکې جوړ شول.

د کلا جوړښت[سمول]

د کلا دېوال د لس نيم ميټرو نه واخلې تر اتلس نيمو ميټرو پورې لوړ جوړ شوې دې چې شا په شا دوه يا درې نور دېوالونه لري چې ځينې يې دولس نيم ميټره پلن دې.

د کلا په منځ کې دوه دېوالونه د يو بل نه پورې راپورې جوړ شوي دي چې ۵۳ ميټر اوږد دې. دا دېوالونه هغه وړه کلا د نورې ودانۍ نه بېلوي چې کلا دار به پکې ميشت و. د هند په نورو کلاگانو کې هم د راجه يا د حاکم د استوگنې ځاې به لوړ او د دې په منځ کې جوړېدو. په روهتاس کې دا استوگنځاې په لوېديځې څنډې کې يوه حويلي ده چې يوه دروازه لري. د اوبو لپاره پکې يوه ښکلې باولۍ او يو جومات هم شته چې بادشاهي جومات نومېږي.

د سيکانو لپاره هم کلا ډير اهميت لري

د دې په بهرنيو محرابونو کې د نمر (شمسه) ډيزاين کې په يو ليکه د الله نوم ليکل شوې دې. دننه هم هغسې په شمسه کې کليمه او بسم الله په نسخ خط کې نقش شوي دي. دا شمسه لکه د سيکې ښکاري او بې څاري دي. په جومات کې دننه درې محرابونه دي او په هر يو نمر پرست گل نقش شوې دې چې شپږ پاڼې لري. دلته ونې او د لمر نښه هم شته چې د هندوانو په معبدونو کې به کارېدل. په منځ دېوال کې به عسکر ودرېدل چې دواړو غاړو نه خوندي وي. ټول دېوالونه د يو بل سره په پوڼيو او وړو پلچکونو تړلي دي. په دې دېوالونو کې دننه داسې وړې کوټې دي چې پوځيانو به پکې خپله وسله و نور شيان اېښودل. په دوي کې ځينې څلور گوتيزه او نور مستطيل دي او هر يو کې طاقچې هم شته.

دديوال بله برخه

په بهرني دېوال ۶۸ د څار برجونه دي چې په يو واټن نه دي جوړ. دا يو ميټر پلن او تر درې نيمو ميټرو لوړ دي. په هر برج کې د ټوپکو او توپو لپاره سوري او داسې ځايونه جوړ دي چې په حمله کوونکو اور، مرداري، سرې اوبه يا ويلي شوي فولاد به يې غورځول. په روهتاس کې د اوبو لپاره درې باولۍ دي چې يوه يې مرکزي کلا کې او نورې بهر دي. دلته يو کوهې او پينځه د اوبو زېرمه کولو ټانکۍ هم جوړې دي.

دا کلا دولس دروازې لري چې د هغه وخت په اړتيا ځايونو کې يې جوړ کړي و. د ځينو دروازو نومونه د وخت په تېرېدو خلکو اړولي خو څو يې د اصل نومونو سره پاتې دي. د دې لويه دروازه خواص خاني هغې لوې لارې ته خلاصېده چې د پېښور نه بنگال پورې تللې وه او اوس ورته جرنېلي سړک وايي. خواص خان نيازي د شېر شاه نامتو جنرال و. که حمله کوونکې په دې دروازه ورننوتلو نو مخامخ د غونډۍ نه به پرې حمله کېدې شوه. سويل دروازه جنوب لوري ته ده خو خلک ورته سهېل وايي او باور لري چې د يو بابا سهېل بخاري د قبر له امله ورته دا نوم ورکړې شو. دا د کلا تر ټولو ښکلې او غبرگه دروازه ده چې شاو خوا دولس ميټره لوړه او يويشتو ميټرو پورې پلنه ده. د دواړو دروازو تر منځ ۱۵ ميټر فاصله ده او په منځ کې يې محراب څه کم څلور ميټر ژور دې. ددې په محرابونو نمر پرست گل نقش شوې دې. د بهرني دروازې دواړو غاړو ته کړکۍ دي چې مخې ته يې گېلرۍ جوړې دي. ورباندې په څلورو محرابي ستنو نيم گومبده چتونه دي. د دروازې د پاسه د عسکري ډال په شکل اوو محرابي دېوالونه دي. کابلي دروازه د روهتاس لوېديځ لوري ته جوړه ده او په دې قراني ايتونه نقش و چې اوس هم ښکاري. دې ته نږدې باولۍ کې ۶۰ پوڼۍ دي او چاپېره ترې وړې کوټې دي چې يو وخت ممکن د غسل لپاره کارېدل. بلې باولۍ ته ۱۴۸ پوڼۍ جوړې دي چې يوه يوه يې ۲۰ سينټي ميټر لوړه ده.

سيلانيتوب[سمول]

د راني مهل ليدنه

د روهتاس د ليدو لپاره هره ورځ جوپې جوپې خلک ورځي او ټکټ هم ترېنه اخلي. ددې په يو تالار کې څو توکي د نندارې لپاره اېښي دي چې يوه يې د ۹۲ کلوگرام د مرمرو ليکلې ډبره ده. په دې د پارسي په يو بېت کې د کلا د جوړېدو نېټه ده. ز هجرت گزشته تواريخ سال – نود چهل وهشت امد جلال نصب شد دران وقت قلعه کبار – شهنشاه شير است عالم فرار ز بخت سعادت عيان است شانې – تمامش کنانېد شاهو سلطاني ژباړه – له هجرت ۹۴۸ کاله تیر شوي و چې د عظمت وخت راغې او دا لويه کلا جوړه شوه. د زمري شاهنشاه نه نړۍ تښتي چې بخت او سعادت يې څرگند دې. ډېر يې سلطان او شاهان کړل.