د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

سپینه ماڼۍ د امريکا هيواد يوه ماڼي ده، چې د امريکا هيواد په نيويارک سيمه کې موقعیت لري.

د سپينې ماڼۍ اړوند[سمول]

د سپينې ماڼۍ انځور

سپینه ماڼۍ په ۱۷۹۰ میلادي کال کې جوړه شوې، دا هغه ځای دی چې د امریکا متحد ایالاتو ولسمشر پکې د ۵۰ ایالاتو او ۳۰۴ میلونو خلکو نماینده ګي کوي.په دوهم او دریم منزل کې ولسمشر د خپلې کورنۍ سره یوځای ژوند کوي. په دې منزلونو کې ۱۶ د خوب کوټې، یوه د اوسیدو کوټه، یو پکې پخلنځی او یو هم پکې د خوراک کوټه ځای په ځای شوې ده. خاص میلمانه د لومړۍ میرمنې د اوسیدو په کوټه کې پاتې کیږي. ددې بلډنګ څخه یو جلا تعمیر کې د ولسمشر د دفتر کارکوونکي اوسیږي او همدارنګه د ولسمشر شخصي دفتر چې په (oval office) بیضوي شکل باندې شهرت لري، هم شتون لري. د ولسمشر په دې شخصي دفتر کې د ولسمشر د میز تر شاه درې کړکۍ شتون لري او همدارنګه د اور لپاره ځای یې د کوټې په وروستۍ برخه کې دي. هر نوی ولسمشر د خپل شوق او ذوق مطابق پردې، فرنیچر او همدارنګه خاصه نوې قالینه اخلي. ددې دفتر په دیوالونو باندې د ټولو پخوانیو ولسمشرانو عکسونه لږیدلي دي، او د ۱۸۸۰ کال د برتانې د ملکې څخه ډالۍ شوی میز اوس هم په همدې دفتر کې شتون لري.سپینه ماڼې د ورځې په جریان کې: سپینه ماڼۍ د عوامو پرمخ خلاصه ده. تقریباُ د ورځې ۶۰۰۰ کسان ترې لیدنه کوي. ډیر ځلې ولسمشر د خاصو میلمنو سره په ختیځه کوټه کې لیدنې کوي، همدارنګه د خبریالانو سره د مطبوعاتو په کوټه کې خبرې اترې کوي.تقریبآ ۱۵۰ نوکران د ولسمشر لپاره د سپینې ماڼۍ په ختیځه برخه (د سپینې ماڼۍ څخه جلا شوي تعمیر چې د ولسمشر ځانګړی دفتر پکې هم شتون لري) کې او د لومړۍ میرمنې لپاره په لویدیځه برخه کې په خدمت مصروف دي. د سپینې ماڼۍ د ساتنې لپاره ۱۰۰ روزل شوي او با اعتماده عسکر په نوبتي شکل شپه او ورځ ګمارل شوي دي.په شپږ منزل کې ۱۳۲ کوټې دي، ۳۵ تشنابونه دي، او ۵ پخلنځي هم پکې شتون لري. پدې ماڼۍ کې په مجموع کې درې برقي زینې شتون لري. د خوراک عمومي کوټه د ۱۴۰ میلمنو د ناستې ظرفیت لري. د دفتر څخه بیرون د ټینس میدان، د منډې لپاره منظمه ساحه، او د لامبو حوض هم پکې جوړ شوی دی. د دفتر دننه یوه کتابخانه او د بیلیارد د لوبې تخته هم شتون لري.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د سپینه ماڼۍ په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.