پکتیکا ښار

پکتیکا ولایت لومړی د پکتیا ولایت یوه برخه وه او هغه دواړه یو وخت د کابل په ولایت پوری تړلی وو . او یو شمیر ولسوالی یی د غزنی په ولایت پوری مربوط وی ، مګر وروسته د خلکو د اسانتیا وو له پاره د افغانستان په اداری تشکیل کی د یو ځانګړی ولایت په حیث و پیژندل شو . اداری ویش : پکتیکا ولایت دا لاندی اداری ویش لری : ۱: ښرنه د ولایت مرکز ۲: کټواز ( زرغون ښار ) ولسوالی ۳: ډیله علاقه داری ۴: وازه خوا ولسوالی ۵: وړمی علاقه داری ۶: ګومل ولسوالی ۷: اومنی علاقه داری ۸:سروبی علاقه داری ۹: برمل علاقه داری ۱۰: ګیان علاقه داری ۱۱: ارګون ولسوالی ۱۲: زیړوک ولسوالی ۱۳: نیکه ولسوالی ۱۴: سرو ْی علاقه داری ۱۵: مټاخان علاقه داری

                          د پکتیکا ولایت نفوس 

دپکتیکا ولایت نفوس ۱۳۵۹ کال کی ۲۵۰۷۸۶ نفوس درلود ۲،۳ فیصدو ډیروالی له مخی په ۱۳۷۹ کال کی یی شمیره ۳۶۶۱۴۷ تنوته لوړه شوه مساحت یی ۱۹۳۳۶ کیلومتره مربع دی او په هر کیلو متره مربع کی یی ( ۱۸) تنه ژوند کوی .

اقلیم او آب و هوا

شرقی سرحدات یی چی سروضه ، ارګون ، او ګومل تشکیلوی د بارانونو په وجه لکه د پکتیا په څیر موسمی اقلیم لری ، د پسرلی ، اوړی او منی بارانونو ټوله ساحه شنه ښیرازه او په ځنګلونو پوښلی ده پاتی نوری ولسوالی یی چی د پکتیا لمر پریواته خواته واقع دی نیمه صحرایی او دکم باران لرونکی سیمی دی په شرقی برخه کی یی د اورښت اندازه د ۶۰۰ـ ۹۰۰ میلی مترو تر منځ ټاکل شوی ده چی کله کله ولاړو اوبو ته نزدی ۱۰۰ ملی متروته هم را ښکته کیږی

انام وزیری