منځپانگې ته ورتلل

کارن:لبيب الرحمن شينواری

دشینوارو قوم او شجري یي وپیژنۍ!

شینواری دپښتنو یوه مشهوره قبیله ده چی دسړبن په ټولنیز ګروپ پوري اړه لری ،شینواری په دین اسلام،اوهیواد مین خلک دی، دوی دتاریخ په اوږدو کی دهیواد دهر غلیم او یر غلګر په وړاندي په میړانه جنګیدلي دی او دخپل ګران هیواد افغانستان ددفاع لپاره یی خپل هیوادني رسالت سر ته رسولی دی ..

استوګنې ځایونه :

دننګر هار ولایت دشینواري؛ دسپین غره په شمالی لمنو او دننګرهار په جنوب ختیځ کی مېشته دی . شمال لویدیځ ته یی دخوګیاڼیو قبیله ،شمال ته یی دکابل سیند اودمومندو قبیله ،ختیځ ته یی دډیورنډ کرښه تر لواړګی پوری امتداد لری اوداپریدیو دقبیلی سره پوله لری اوجنوب خواته یی سپین غر موقعیت لری، دننګرهار ولایت  په (۸) ولسوالیو کی هسکې مېنې (ده بالا)، مومنددری،نازیانو،اچین،دور بابا،غنی خیلو،سپین غر،روداتواوچپرهارکی استوګنه لری .

دننګرهار ولایت دشینوارو سربیره یوډیرشمیر شینواری په نوروسیمو اومنطقو کی لکه دپښتونخوا ایالت په لواړګی ،څه په کوهاټ ،پیښور،دکونړ ولایت په سره کمر،دپروان ولایت دشینوارو په ولسوالی، کشمیر کی ،دخیبر دتاریخی دری شاوخوا کی ، ،یو شمېر شینواری دکندز ولایت په مرکز ،دشت ارچی ،امام صاحب اوخان اباد په ولسوالیو کی میشته دی ،همدارنګه دغزنی ولایت په قره باغ ولسوالۍ کی هم یو شمیر شینواری استوګنه لری ،دکابل په سمټ خانه ،کلای زمانخان،ششدرک او ده خدایداد کی هم ډیر شمیر شینواری استوګنه لری . همدا راز دباجوړو په الینګار،چمر کنډ،څاوګی،شیخ بابااوسره کمره کی هم شینواری استوګنه لری،ګڼ شمیر یی په شیګل کی دشیګل شینواری تقریباٌ دری سوه کاله پخوا هلته تللی وه اوهلته یی دشیګل ځمکه دنورو قومونو څخه چی په هغه وخت کی کافران وه به ډیره میړانه نیولی وه چی تاریخ دهغی ګواهی ورکوی .

دشینواروقبیلې قومونه اوخېلونه :

په لومړی سر کی په دوو پلارو وېشله کیږی یو ته یی   سه پای  چی مشر ورور بلل کیږی اوبل ته یي عبدالرحیم خیل چی کشر ورور بلل کیږی .  

مشر ورور په خپل منځ کی په اووه تپی دی : حسن خیل ،حمزه خیل ،الیاس خیل (لیاخیل )،ریندادخیل ،حیدرخیل ،بابر خېل،سلیمانخېل ، اوکشر ورور یی په دری تپو ویشل شوی دی : اوهغه علی شېر خېل ،عدل خېل اوسنګوخېل دی . پورته خېلونه اوقومونه په خپل منځ کی په ډیرو پراخه خېلونو اوشجرو ویشل شوی دی چی دافغانستان اوپاکستان په مختلفو سیمو کی استوګنې لري .

نامتو شخصیات : ۱ـ مشهور عالم دین ارواښاد شیخ الحدیث مولوی فضل هادي شینواری،سابقه شیخ الحدیث وخطیب نجم المدارس دارالعلوم و دره ادم خیل دارالعلوم، او دافغانستان دستري محکمي قاضی القضات . ۲ـ دپښتو ژبی نامتو شاعر ښاغلی ارواښاد امیر حمزه خان شینواری چی پښتانه ورته درناوی له کبله حمزه بابا وایی . ۳ـ ارواښاد ښاغلی سر محقق دوست شینواری چی دپښتو ژبی دادبیاتو ګرامر او ژبپوهنې په برخه کی یی ستر خدمتونه کړی دی . ۴ ـ ارواښاد ښاغلی سر محقق محمد اکبر معتمد شینواری چی نامتو محقق او متر جم و. ۵ـ ارواښاد ښاغلی ډاکټر جګړ شینواری چی یو علمی شخصیت وه اوډیر اثار یی لیکلی دی . ۶ـ ارواښاد شهیدغلام مصطفی مندیزی چی دانقلاب وړاندی یی دکابل ملی راډیو کی اسلامی د.رس ورکولو. ۷ ـ ښاغلی قاری استاد برکت الله سلیم چی په افغانستان کی دسپیڅلی قران نامتو قاري دی . ۸ـ ارواښاد ماما زرغون شاه شینواری چی مجرب عسکری صاحب منصب و. ۹ـ ارواښاد محقق شهزاده زیارنچی په پښتو فولکلوریکه برخه او په بیره بیا دشینوارو دقبیلی په اړه یی ډیری مقالی لیکلی دی . همداسی نور ډیر زیات نامتو شخصیات پکی تیر شوی دی چی دټولو یادونه په دی ځای کی ممکن نه ده .

ترتيب او ټولوونکي : لبيب الرحمن (شينواري). ماخذونه :پښتنی قبیلی وپیژنی د دکتور لطیف یاد،پښتانه دتاریخ په پاڼه کی