Appearance
خوست د افغانستان په جنوب ختيځو کې پروت دی ، ۴٠٢٩كيلومتره مربع مساحت پراخوالی لري ، نفوس يې د يو ميليون څخه زيات وگړي دي. ١٢ ولسوالۍ او دښاروالۍ ٣ ناحيې او دکوچيانو ٣٠٠٠٠ کورنۍ لري.
ولايت پيژند ليک
[سمول]- دخوست ولايت ډېر زيات وگړي د خپل وطن څخه بيديا کارکوي چې ددوی مياشتيني عوايد ۶ -٧ ميليونو امريکايي ډالرو پوري دي او خپل ټاټوبي ته يې راليږي .
- دمرگ وميركچه دپنځوكلنوڅخه په ښكته عمرلرونكي ماشومانو كې : ۲۴۰
- په لوړه پيمانه داقتصادي پرمختگ دپاره جوگه دی، چې په منتطقه كې د صنعتي پارک او دسوداگريز مركز دجوړيدلوجوگه كيدای شي.
- په خوست ښار کې دوكانونه: ١١٠٠٠
- دښاروالي ورځني عوايد: ٩٠،٠٠٠افغانی
- په خوست ولايت کې د ټولو موټرونو کچه ٨٠،٠٠٠ دانې
- په خوست ولايت کې دگمرك مياشتني عوائيد: په منځني ډول ٣٣ ميليونه افغانی.
- د خوست او گرديز د لوی لارې ټرانزيټ به ددې ښار عوائيد نوره هم زيات کړي
- په خوست ولايت کې ټيليفون لرونکي وگړي ٧٣،٠٠٠
- ترانسپورت : مياشتني عوائيد په اوسط ډول ، دوه ٢ ميليونه افغانی
- دټيكسي موټرو شميره:٣٢٠٠
- دلاريو(باربري موټرو)شميره :٣٢٠٠
- بانكي مياشتني راكړه وركړه :٣٠٠ ميليونه افغانی تخمين شوي.
د خوست ولایت ولسوالۍ
[سمول]۱:موسی خیل
۲:قلندر
۳:باک
۴:سپیره
۵:نادرشاہ کوټ
۶:صبری
۷:علیشیر
۸:مندوزي
۹:جاجی میدان
۱۰:گربز
۱۱:دوہ منده
۱۲:تنی