د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

د امو سيند

د امو سيند

د امو سيند په اريايي ژبه کې وکشو نومېدو چې خپله سرچينه نه لري بلکې د دوو نورو سيندونو وخش او پنج د اوبو په يوځاې کېدو جوړېږي. هغه دواړه سيندونه د پاميرترټولو لوړې څوکې نه راوځي. د اباسين په شان آموسيند هم څو نومونه لري. يو وخت به ورته گوزان وېل کېده.

تاريخ[سمول]

د امو سيند بيروني ولسوالۍ

ساسانيانو به ويهرود يانې ښه اوبه بللې. په لا طين کې اوکسس شو چې ټولو اروپايي ژبو کې رواج شو. عربانوورته د جېحون نوم ورکړو چې ويل کېږي په تورات او انجيل کې د جنت په څلورو سيندونو کې د يو سيند نوم دی. درې نور سيندونه يې فرات، نيل اوسېحون دي. ددې سيند اوبه د ترکمانستان نه هم تېرېږي او هلته امول يو زوړ ښار و چې د هغې په نوم امو شو. په لرغوني تاريخ کې دا سيند د اريانه او د توران په منځ کې يو قدرتي سرحد وچې اوبه يې د ۲۴۰۰ کلومټر مزل وهي. دوه زره کاله پخوا د امو سيند اوبه د کسپين بحيرې پورې تلې او په يوناني دوره کې د باختر سيمه ډېره شنه او سمسوره وه. خو اوس دا سيند ترارال سمندرگي هم نه رسېږي بلکې د ترکمانستان د کزل کم په دشتو کې يې اوبه ختمې شي.

شاوخوا[سمول]

د امو سيند سيمه

آمو سيند د افغانستان د شمال وروستی سرحد دی چې بلې غاړې ته يې ۱۲۰۰ کلومټر په اوږدو کی د ازبکستان، تاجکستان او د ترکمانستان ملکونه دي. دا د مرکزي ايشيا تر ټولو لوی سيند دی چې اوبه يې درې لکه او نهه زره کلومټر ځمکه باندې بهېږي. د دې خپل اوږد والی ۲۵۴۰ کلومټره دی او د څلورو هېوادونونه تېرېږي چې افغانستان، تاجکستان، ترکمانستان او ازبکستان دي. د دې سيند زياتې اوبه تاجکستان ته ځي. په افغانستان کې د دې سيند نه نورې څانگې راوځي چې د واخان، کوکچې او د کندوز د بنگي سيندونه دي. د کوکچې سره د امو د اوبو زور ډېر وي او کله کله د واورې تيږي هم د ځان سره راوړي. هم دغسې د خلم، اندخوی او د قېصار واړه سيندونه د کرکرهڼې لپاره کارېږي خو اوبه يې هم هلته په شمال کې ختمېږي.

تجارت[سمول]

يو کښتۍ د امو په سيند کي

په امو سيند د تجارت لپاره څو ځايه بندرونه جوړ شوي دي چې شېرخان بندر، قلعه قزل او تاش گذر نومېږي. د بلخ ښار يو وخت د امو سيند سره جوخت و خو اوس ترې څو کلومټر لېرې شوی دی. دا ښاي چې امو د خپلې خاورې په خوړولو ژور شو او د ښار نه لېرې شو. په بلخ کې يو بل سيند بلخاب هم شته چې سرچينه يې بند امير کې ده او بره برخه يې رود بند امير نومېږي. دا سيند لوېديځ لوري ته بهېږي بيا يې مخ شمال ته شي او په مرغاب کې د امو سره يو ځاې کېږي. په لرغونو وختونو کې بلخاب په ترکمانستان کې د امو سيند وروستي ډنډ ته ځان رساوه خو سوونه کاله کېږي چې د نهرونو په جوړېدو اوس دا وړاندې نه ځي.