د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

اتريش په رسمي توگه د اتريش جمهوريت او نړيوال نوم يې اتريش دی. دغه هېواد د اروپا په منځنۍ برخه کې د ختيځ طول البلد د ۱۰ او ۲۲ درجو او د شمالي عرض البلد د ۴۵ او ۵۱ درجو په منځ کې پروت دی. پراخوالی یې ۸۳ زره او ۸۷۱ کیلو متره مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ ۱۱۴مه درجه لوی هېواد ګڼل کېږي. د اتريش شمال ته د چک جمهوريت او جرمني، سوېل ته يې ايټاليا او سلوانيا، ختيځ ته يې هنګري او سلواکيا او لویديځ ته يې سویس او لیختن شتاین هېوادونه موقعيت لري.

نور ولولئ[سمول]

د اتريش ۷۹ سلنه خلک د رومن کاتو لیک، ۶،۷۳ سلنه يې د پروتستانت، ۴.۷ سلنه يې مسلمانان او پاتې يې د نورو مذهبونو پيروان دي. دغه راز، ۸۸،۶ سلنه خلک يې په رسمي (جرمني)، ۲،۳ سلنه يې په ترکي، ۱،۶ سلنه يې په سلواکي او پاتې يې په ځينو نورو ژبو خبرې کوي. اتریش ۹ ايالتونه لري چې د بورګنلنډ، کارنتین، پاسني، اتریش سالزبورګ، ستیرمارک، تیرول، ورلبرګ او وین یا ویانا په نومونو سره يادېږي. لینز، سېنټ پولټن، ګراز، کلاګنفورټ، ویلز او سالزبورګ يې لوی ښارونه دي. د دولت بڼه يې فدرالي جمهوریت ده. اساسي قانون يې په ۱۹۲۰ زېږديز کال کې تصويب شوی او په ۱۹۲۹ زېږديز کال کې د ځينو نيمګړتيا د رفع کولو په موخه پرې له سره کتنه شوې ده.
سياست: د اتریش فدرالي شورا يا پارلمان دوې جرګې لري چې د ولسي جرګې او فدرالي جرګې په نومونو سره يادېږي. د اتريش ولسي جرګه ۱۸۳ غړي لري چې د خلکو په مستقيمو رايو د پنځه کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي. ولسي جرګه په اتريش کې وزيرانو ته د رايې ورکولو او يا له دندې د هغوی د ليرې کولو واک لري. د اتریش فدرالي جرګه بيا ۶۲ غړي لري چې د ۹ ايالتونو د خلکو له خوا د نفوس په تناسب د ۶ کلونو لپاره ټاکل کېږي. په دغه جرګه کې د ايالتونو د استازو کم شمېر ۳ او ډېر يې بيا تر ۱۳ پورې رسېږي. د اتریش ټول ايالتونه په داخل کې جلا قوانین او مقررات لري. د هر ايالت په رأس کې يو والي شتون لري چې د همغه ايالت د پارلمان له لوري ټاکل کېږي او د ايالت د ټولو چارو د سمبالولو مسووليت لري.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د اتريش په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.