د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

د ارجنټاين رسمي نوم د ارجنټاين جمهوريت دی چې د جنوبي امریکا په جنوبي برخه کې د جنوبي اتلس سمندر په غاړه د چیلي او یوروګوای په ګاونډ کې د جنوبي عرض البلد د ۵۵.۲۴ درجو او د لویدیځ طول البلد د ۷۳.۵۳ درجو په منځ کې موقعیت لري. د ارجنټاين پراخوالی (۱۰۶۹۳۸۵) میله مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ اتم لوی هېواد ګڼل کيږي. خو د امريکا په لويه وچه کې بيا د پراخوالي له پلوه تر متحدو ايالتونو، کاناډا او برازيل وروسته بل سيال نه لري.

نور ولولئ[سمول]

د ارجنټاين پلازمېنه د بونېس ايرس ښار دی. د دغه هېواد د وګړو شمېر ۴۳،۸ ميليونو تنو ته رسيږي. په هر کيلو متر مربع خاوره کې يې ۱۵۴ تنه ژوند کوي. د ټول نفوس ۹۲ سلنه يې په ښاري او پاتې اته سلنه يې بيا په کليوالو سيمو کې ژوند کوي. د ژوند تمه پکې په منځني ډول ۷۸ کاله ده. مندوزا، روزاریو، کوردوبا، نیوکن، سالټا، سانتافي او ماردل پلاټا يې د لويو ښارونو نومونه دي. د ارجنټاين د حکومت بڼه جمهوري ده. په دغه هېواد کې لومړنی اساسي قانون د ۱۸۵۳ کال د مې په لومړۍ نېټه نافذ شوی دی. دا قانون د امریکا متحدو ایالتونو اساسي قانون ته ورته دی او پر بنسټ يې دولتي واک په دریو (اجرائیه، مقننه او قضائیه) برخو وېشل شوی دی. د ارجنټاین پر دغه اساسي قانون د ۱۹۹۴ کال په اګسټ مياشت کې بيا کتنه وشوه او ځينې مواد يې اصلاح يا تعديل شول.

سياست[سمول]

د ارجنټاین ولسمشر د لومړي وزیر دنده هم په مخ بیايي. د دغه هېواد ولسمشر او د هغه مرستیال په یو وخت کې د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کیږي او دوې دورې کار کولای شي. د ارجنټاین ولسمشر د ټولو پوځونو اعلی قوماندان دی، د کابینې وزیران ټاکي، د هېواد د بهرني سیاست ممثل دی، په بهر کې سیاسي استازي ټاکي، د نورو هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه مني، له هغوی سره تړونونه لاسلیکوي او یا د وزیرانو له لوري لاسلیک شوي تړونونه توشېح کوي.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د ارجنټاین په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.