د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
د کندهار نقشه

ارغستان يا ارغستان ولسوالۍ د افغانستان د کندهار ولايت يوه ولسوالۍ ده. دا يوه ډيره په زړه پورې او ښکلې سيمه ده، ددي ځاي خلګ په ميلمه پالنه کې د افغانستان تر هيڅ ځای کم نه دي. په دي ولسوالۍ کې ډير زيات خلګ بزګران دي او کسب يي بزګري ده.

ننوتل[سمول]

دي ته د ننوتلو په په وخت ډيري مهمي پوستې د امنیتي ځواکونو ځايونه راځي، چي زياتره شمېر يي په شخصي کالو کي وي.
د الوتکۍ پوسیله: تاسو د الوتکې په وسيله کندهار ولايت ته راتلاي سي د جنوبي آسیا تر ټولو لوي هوايي ميدان په کندهار کي موجود دي، کوم چې تاسو ته د کندهار ولايت او وروسته ولسوالۍ ته په راتګ کي اساني راوستلای سي.
د ټرین پوسیله: سراسر په کندهار ولایت کي وس مهال ريل ګاډي نسته. خو د هند سره د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو کي د کندهار چمن د ريل ګاډي سړک هم موجود دي، مطلب دلته په ارغستان ولسوالۍ کي هر وخت کيدای سي د ريل ګاډي امکانات برابر سي.
د موټر پوسیله: د کندهار کابل لويه لاره چي هلمند، کابل، هرات غزني، ميوند ولسوالۍ، او داسې نوري سيمي سره نښلوي، وس مهال سم جوړ نه دي.
د بس پوسیله: په دي ولسوالۍ کي بس شتون لري ځکه چې د ولایت مقام په همدې سیمه کې دي.

د ادم خان تنګى يا په لنډو د تنګ خوله[سمول]

د تنګ خوله: چي د ارغسان د ابو د بند آخرنۍ برخه به وې د ارغسان د خلکو اولنی او آخرنی ارمان دي. د ارغسان د ابو د بند لومړنۍ سروې د داود خان مرحوم په ریاست جمهوري کي وه سوه ،چی ورسته حکومتونه يې هم صرف تر سرويګانو پوري محدوده وه. خو د ارغسان پربند عملي کار لا تر اوسه نه دي پیل سوي. د سيمي د غرونو جوږښت اومقيعت يې د بند ليا ره خورا مناسب او په زړه پوري دي، ځکه غرونه يې اکثره د سختو ‌ډبرو يعني ناري ډبرو څخه جوړدي او سختي ډبري د اوبو د بند لپاره اړيني وي .د دې سيمي خلک چي ۹۵٪ نفوس يې پرزراعت تکيه کوي د بند جوړه ولو ته سخته اړتيا لري. که چيري دا بند جوړ نه سي نو په ‌‏ډير نژدي راتلونکي به دارغسان خلک دهجرت سره مخامخ سي ځکه چي د ارغسان په اکثرو سيمو کي کاريزونه وچ او اوبه د مځکي تل ته لاندي ولاړي.

نور وګورئ[سمول]

تاریخي اثار: په دي ولسوالۍ کې ډير شمير زيارتونه موجود دي. چي ډير شمير نور يي بيا د جنګ په وخت کې له منځه وړل سوي دي
د لیدو وړ ځایونه: هره هفته په زرګونو خلګ د کندهار، هلمند، کوټې، او زابل څخه په چکر راځي څو د ښکلي اوبو سره سره نور ډير سه وويني.

  • د کندهار ښار او ارغستان اولسوالۍ ترمنځ د ارغستان پر رود د یوه لوی پله د اساسي جوړولو چاري بشپړي او ګټي اخیستني ته وړاندي سو. دغه پل د یوه خصوصي ساختماني شرکت لخوا جوړ سوی، چي لګښت يې نړیوال بانک او تخنیکي چاري يې UNOPS پر غاړه اخیستي وه. د ارغستان ولسوالۍ مربوط دغه پل ۲۶۰ متره اوږدوالی لري، چي د جوړولو چارو يې دوه کاله وخت ونيوئ.

څه باید وکړو[سمول]

وسمهال بشيراحمد د ارغستان ولسوالۍ نوی ولسوال معرفي سو. تر ده مخکي خواجه محمد طراح د دغه ولسوالۍ ولسوال و. او که موټر لري نو د نورو مسافرو په رسولو کي مرسته وکړي، هغه کولای سي ستاسي نور خدمتونه وکړي، ټول عمر د ډيرو اخلاقو څخه کار اخلي، په چا کار مه لري، د ښځو انځور مه کاږي.
تعلیم:

د ارغستان ولسوالي کوچنيانو ته د موسيسي لخوا کتابونه ورکول کيږي

د دي ولسوالۍ د سفر لپاره د تعليم ضرورت سته. ولي چي دا ولسوالۍ د کندهار مرکز تر ځان لاندې لري، او خلګ يي وس مهال ډير تعليم يافته دي.
پیسۍ: د افغانستان پيسي افغاني کلتوري پيسي دي، کلدارو ته په کتلو سره خلګ پوليسو ته زنګ وهي، او شايد محکمې ته مو وړاندې کړي، او يا سخته سزا درکړي.
رانیول: د کندهار په هره سيمه کي ډير دوکانونه نسته خو کولای سي د کندهار ښار څخه هر څه رانيسي.

خوراک[سمول]

د افغانستان تر ټولو زیات انار د پنجوايي او ارغنداب په ولسوالۍ کي دي، د انارو سره سره انګور، ګيرينګيچ، شفتالو، الوچه، او داسې نور هم پيدا کيږي، په ډوډۍ کې بانجان، پټاټې، بينډئ، د پسه او چرګ غوښي هم پيدا کيږی.

جیب خرڅ[سمول]

په کندهار کې د يوې ورځې معمولاً ۵۰۰ افغاني د يو بهرني مسافر خرڅ راځي، خو که څوک پيژني يا د چا کره اوسيږي بيا شاوخوا ۶۰ يا ٧٠ افغاني کيږي.
خوب: د خوب لپاره د کندهار ښار ته بيرته تلاي سي، او يا د ارغنداب په ولسوالۍ کي شپه تيرولاي سي. خو پام مو وي که چيرې تاسې د خاکریز دښتو ته ورواوښتلاست، نو بيا مو د امنیتي ځواکونو مرسته پکاريږي، کني نو دا غلطي ستاسو د مرګ سبب هم کيداي سي.

ارتباطات[سمول]

په کندهار ولسوالۍ کې هره شبکه چي د افغانستان په سيسټم پورې اړه لري کار کوي. نو ددي خبرې فکر بلکل مه کوي
اینټرنټ:

  • په دي ولسوالۍ کې انټرنېټ تر ډيره حده چي په دي ولسوالۍ کي ياست سم کار کوي.

د کندهار په ارغسان اولسوالی کي ۲۴ ساعته ټلیفوني خدمات د سلام مخابراتي کمپنۍ له خوا فعاله کړل سول.

سرچينې او وېشنيزي[سمول]