د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

ارغنداب

Jump to navigation Jump to search

ارغنداب يا ارغنداب ولسوالۍ د افغانستان د کندهار ولايت يوه ولسوالۍ، چي د پنجوايي ولسوالۍ، کندهار ولسوالۍ، شاوليکوټ ولسوالۍ او خاکریز ولسوالۍ سره پوله لري، دا ولسوالي شاوخوا د ارغنداب پر پله چي باغ پل نوميږي نيم افغانستان سره نښلوي . دا يوه ډيره په زړه پورې او ښکلې سيمه ده، ددي ځاي خلګ په ميلمه پالنه کې د افغانستان تر هيڅ ځای کم نه دي. په دي ولسوالۍ کې ډير زيات خلګ بزګران دي او کسب يي بزګري ده.

هغه څه چی باید پرۍ وپوهیږو، اوسيمې ته ننوتل[سمول]

د ارغنداب د ولسوالۍ په سيمه کې د يوي ښځي او يو سپين ږيري انځور پر زرنج د ناستې په وخت کې

ارغنداب ته د ننوتلو په په وخت شاوخوا ٣ مهمي پوستې د امنیتي ځواکونو ځای راځي، چي زياتره شمېر يي په شخصي کالو کي وي، او قومندانان يي لوي ږري يا لوي بريتي وي کوم چې هغه خلګ يي زيات خوښوئ.

د ارغنداب د ولسوالۍ په سيمه کې د محلي پولیسو د يوي امنيتي پوستي غړي،  چي د کلي د خلګو په پيژندلو کي ډير مهارت لري


د الوتکۍ پوسیله: تاسو د الوتکې په وسيله کندهار ولايت ته راتلاي سي د جنوبي آسیا تر ټولو لوي هوايي ميدان په کندهار کي موجود دي، کوم چې تاسو ته د کندهار ولايت او وروسته د ارغنداب ولسوالۍ ته په راتګ کي اساني راوستلای سي.
د ټرین پوسیله: سراسر په کندهار ولایت کي وس مهال ريل ګاډي نسته. خو د هند سره د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو کي د کندهار چمن د ريل ګاډي سړک هم موجود دي، مطلب دلته هر وخت کيدای سي د ريل ګاډي امکانات برابر سي.
د موټر پوسیله:

ارغنداب د يوي سيمي خلګ د مسافرت په حال کې په کال ٢٠٠٧ کي

د کندهار کابل لويه لاره چي هلمند، کابل، هرات غزني، ميوند ولسوالۍ، او داسې نوري سيمي سره نښلوي، د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ پر رود باندې همدا نړیوال سړک تيريږي، کوم چې وس مهال سم جوړ نه دي.
د بس پوسیله: په ارغنداب ولسوالۍ کې دننه تر اوسه د بس سیسټم وجود نه لري، خو د ارغنداب په خوله کي مطلب د ارغنداب ولسوالۍ د سړک پر غاړه د کندهار د بسونو لويه اډه ده.
تاریخی سیمی بابا صاحب زيارت، ابراهيم خليفه بابا، خوجك بابا، کاکو بابا، کوټ بابا، خواجه ملک، او داسي نور زيارتونه په ارغنداب ولسوالۍ کې موجود دي.
د لیدو وړ ځایونه:

د ارغنداب رود غاړه ښکلې او صافه هوا لري، د باغ پل د کانونه د رود د غاړې څخه لږ لوړ، د ارغنداب د باغ پل پارک چي باغ وحش هم نوميږي، د بابا صاحب زيات چي ټول ارغنداب تري معلوميږي، د کوهک غرونه چي د ټول ارغنداب په منځ کي پراته دي او ټول ارغنداب تري ليدل کېږي، ددهلی بند چي د ماهيانو رانيولو او پلورلو ميلي او ډول سورنا ځاي دي. هره هفته په زرګونو خلګ د کندهار، هلمند، کوټې، او زابل څخه په چکر راځي څو د ښکلي اوبو سره سره پر ماهيانو هم خوند اخلي.
څه باید وکړو:

د ارغنداب ولسوالۍ په سيمه کې د کليوالو هلکانو او يوه امريکايي ګډ انځور

که موټر لري نو د نورو مسافرو په رسولو کي مرسته وکړي، هغه کولای سي ستاسي نور خدمتونه وکړي، ټول عمر د ډيرو اخلاقو څخه کار اخلي، په چا کار مه لري، د ښځو انځور مه کاږي.

تعلیم[سمول]

په ارغنداب ولسوالۍ کې د پوهنې او روغتيا د خدماتو په اړه وويل چې د دې ولسوالۍ په تشکيل کې ٢٢ ښوونځي دي، چې پرانيستي او شاوخوا ۴۵٠٠ زده کوونکي په کې زده کړې کوي. خو د پوهنې پر رياست نيوکه کيږي چې د پوهنې بهير له ستونزو ډک دى او هغوى ورته لازمه پاملرنه نه کوي. يادونه دي وي چې ډېرى ښوونځي ودانۍ او د احاطې دېوالونه نه لري، دغه راز د مسلکي ښوونکو او درسي لوازمو کمښت هم جدي ستونزې دي.

پیسۍ[سمول]

د افغانستان پيسي افغاني کلتوري پيسي دي، کلدارو ته په کتلو سره خلګ پوليسو ته زنګ وهي، او شايد محکمې ته مو وړاندې کړي، او يا سخته سزا درکړي.
رانیول: د ارغنداب په هره سيمه کي ډير دکانونه نسته که کولای سي د کندهار ښار څخه هر څه رانيسي، يا د شاآغا پر دوراهي چي د پنجوايي او خاکريز تر منځ لاره ده دلته يي رانيسي، او يا يي هم په ناګهان يا مناره کي رانيسي.

خوراک[سمول]

د افغانستان تر ټولو زیات انار د پنجوايي او ارغنداب په ولسوالۍ کي دي، د انارو سره سره انګور، ګيرينګيچ، شفتالو، الوچه، او داسې نور هم پيدا کيږي، په ډوډۍ کې بانجان، پټاټې، بينډئ، د پسه او چرګ غوښي هم پيدا کيږی. جیب خرڅ په کندهار کې د يوې ورځې معمولاً ۵٠٠ افغاني د يو بهرني مسافر خرڅ راځي، خو که څوک پيژني يا د چا کره اوسيږي بيا شاوخوا ۶٠ يا ٧٠ افغاني کيږي.

خوب[سمول]

د خوب لپاره د کندهار ښار ته بيرته تلاي سي، او يا د ارغنداب په ولسوالۍ کي شپه تيرولاي سي. خو پام مو وي که چيرې تاسې د خاکریز دښتو ته ورواوښتلاست، نو بيا مو د امنیتي ځواکونو مرسته پکاريږي، کني نو دا غلطي ستاسو د مرګ سبب هم کيداي سي.
ارتباطات: په ارغنداب ولسوالۍ کې هره شبکه چي د افغانستان په سيسټم پورې اړه لري کار کوي. نو ددي خبرې فکر بلکل مه کوي
اینټرنټ: په دي ولسوالۍ کې انټرنېټ تر ډيره حده چي په دي ولسوالۍ کي ياست سم کار کوي.

امنیتی کچه[سمول]

د ارغنداب ولسوالۍ په سيمه کې د افغان او امریکايي ځواکونو سره د کليوالو خلګو يو ګډ انځور

دا ولسوالۍ په ٢٠٠١ کي د طالبانو د مرکز په توګه يعنې د هغو د ارګ په توګه کاريده، ولي چي ملا محمد عمر شاوخوا په همدي سيمو کې پيداسوي وو، نو ځکه يي در بل هرځای په کندهار کې ډېر پلويان درلودل. دا مهال د ارغنداب ولسوالۍ امنيت د کندهار تر ډېرو ولسواليو ښه دى چې لامل يې د خلکو مرسته او همکاري ده. د سيمو اوسېدونکو نه يواځې خپل ځوانان د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې درولي، بلکې هيڅ پردي ته اجازه نه ورکوي چې د دوى سيمو ته راسي. خو د هوا په ګرمېدو سره ارغنداب ته څېرمه په شاوليکوټ او خاکرېز ولسواليو کې د وسله والو بريدونه او د ناامنۍ پېښې ډېرې دي چې د دې ولسوالۍ پر امنيتي وضعيت اغېز درلودلى سي. خو له ښه مرغه د ارغنداب ولسوالۍ مخور اوسېدونکي د حکومت تر شا ولاړ دي او اجازه نه ورکوي چې وسله وال مخالفين د هغوى په سيمو کې فعاليت وکړي.

دا هم وګورۍ[سمول]

سرچينې او وېشنيزي[سمول]

د ارغنداب په نوم دا ليکنه يو ښه ليکنه ده. په دي ليکنه کې د سيمي ګرځيدو ډيري لارښودنې موجودي دي. د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.