د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
دولتي انځور د ارګ ماڼۍ

ارګ په لغت کې د یوې لویې کلاپه منځ کې کوچنۍ کلا ته وایي چې د برجونو درلودونکې وي او په اصطلاح کې د فرمان ورکوونکي داوسېدو ځای ته وایي له همدې کبله ارګ هغه ځای ته ویل کېږي چې په هغه کې دښار ، ولایت یا د هېواد مشر واوسېږي او له هغه ځایه څخه اړوندې چارې اداره کړي .

دلته ورسي[سمول]

ارګ د امير عبدالرحمن خان په وخت کې

پخوا دغه مفهموم په افغانستان کې د دوو ځایو نو لپاره کاریده ، یو یې دافغان اوانګلیس له دوهمې جګړې نه مخکې اوبل یی له دغې جګړې نه وروسته . په افغانستان کې دانګریزانو دپوځ دتیري یوه ناوړه پایله داوه چې دکابل دبالاحصار ودانې یا دافغان پاچاهانو کلکه کلا او دچهلستون لرغونې ماڼۍ دانګریزي واکمن رابرتس په حکم ورانې شوې، اوله دغو سترو اولرغونو ماڼیو نه چې دسدوزو په وخت کې دپاچا داوسیدو پرځای سربیره یو زر داوسېدو کورونه ، بازار اوڅو کلا ګانې په کې وې له خاورو پرته بل څه یې پاتې نه شول .

انګریزان[سمول]

دانګریزانو دپوځ حضور داځل اوږد شو اوکله چې دغو ځواکونو افغانستان پریښود او دچارو واګې یی عبدالرحمن خان ته وسپارلې نو دباچا داوسېدو یا د ارګ په نامه کوم ځای په کابل کې وجود نه درلود، له دې امله عبدالرحمن خان وروسته له دې چې په کابل کې میشت شو اوخپل ځای یی وټاکه نو کندهاري اوکابلي انجینران او معماران یې راوغوښتل چې دشیرپور ترڅنګ یعنی دهغه وخت دکابل په شمالی اوشما ل ختیزه برخه کې دارګ دجوړولو کار پیل کړي له همدې کبله عبدالرحمن خان په دغه سیمه کې دوه سوه جریبه ځمکه بېله کړه او امریې وکړ چې دبڼ په منځ کې دې دشاهی ارګ ماڼۍ ودانه شی د انجینرانو دغه ډله دسیدیاقوت شاه څرخي په مشرۍ چې دامیر نږدې او دباور وړ کس و او وروسته په قلعه بیګي هم مشهور شو، دهغې ورځې دمعمارۍ له فنونو سره سم دارګ کلا په کنګره اوتیر کش لرونکو دیوالونو سره سمبال او جوړه کړه . هغه ددیوالونو په شاوخوا کې داوبو لپاره یو خندق وویست ، دغه راز یی د ارګ دکلا ددیوالونو په څلورو کونجونو کې څلو ر برجونه چی دتوپونو اونورو دفاعی وسلو دکارولو لپاره یی تیرکشونه درلودل جوړ کړل دسلام خانې ماڼۍ چې په هغه کې دجشنونو او اخترونو مراسم ترسره کیدل هم دختیزو دروازو په خواکې جوړه شوه اوپه همدې ودانۍ کې دلومړي ځل لپاره دافغانستان د ملی شورا غونډه جوړه شوه .

نور[سمول]

د ارګ ماڼۍ)

دغه رازدسلطنتي کلا دځانګړې معمارۍ د اصولو پربنسټ دارګ په دننه کې نورې ودانې هم جوړې شوې چې دهغو له جملې نه دپاچا ددفتر لپاره ودانۍ ، ځانګړی ځای، دباچا دکورنۍ اومیرمنو لپاره چې حرم سرای به یی ورته ویل ، د ارګ دکارکونکو لپاره کوټې، دنقدوپیسو اوګران بیه توکو دساتنې لپاره دشاهی خزانې ځای ، کوټۍ باغچه ، دوسلو زیرمتون، دباچا دساتونکو ځای ، دزندانیانو دساتنې لپاره شاهی زندان، پخلنځی او دخوراکي توکو لپاره دزیرمه کولو ځای یادولی شو .

  • نورې ودانۍ :

دارګ د ودانۍ ترڅنګ چې دودانولو کاریې دعبدالرحمن خان په وخت کې بشپړ شو له هغې راوروسته موده کې هم ځېنې ودانۍ جوړې شوې چې په دې ډول دي :

  • ددلګشا ماڼۍ :

دغه ماڼۍ دامیر حبیب الله خان په وخت کې جوړشوه چې دارګ له ښکلو او دلیدلو وړ ماڼیو څخه ګڼل کېږي. دا ماڼۍ دارګ په سوېل ختیزه برخه کې دبڼ په منځ کې ولاړه ده .په دغه شانداره ماڼۍ کې به دپاچا پر دفتر سربیره دبهرنیو میلمنو هرکلی هم کیده .

  • دستوري ماڼۍ :

دغه ماڼۍ دارګ په لویدیزه څنډه کې ودانه شوې چې بیا وروسته دبهرنیو چارو وزارت ته و سپارل شوه چې اوس مهال ددغه وزارت یو شمېر څانګې په دغه ماڼۍ کې دفترونه لري .

  • لومړۍ نمبر ماڼۍ :

دغه ماڼۍ د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په وخت کې دشهزاده احمدشاه داوسېدو لپاره جوړه شو ه چې بیا وروسته دمحمد داود خان دولسمشرۍ په وخت کې دسیاسي میلمستون په توګه ترې کار اخیستل کیده

  • دمحمد داود خان دوره

دکمونست ګوند دمشرانو له نیول کیدو سره سم د ۱۳۵۷ کال دغوایي دمیاشتې په۷ نېټه دارګ دګل خانې په ماڼۍ کې دکابینې بیړنۍ غونډه جوړه شوه :

داهم ولولئ[سمول]

دسنګی قصر په لومړی پوړ کې یو لوی سالون جوړ شوی چې دولسمشر دوګړنیزو ملاقاتونو ، ډوډۍ خووړلو، مطبوعاتی کنفرانسونو لپاره کار ترې اخستل کېږي . سره له دی چې دجمهوری ریاست دودانیو جوړل دولسمشر په لومړیتوبونو کې نه ول او دی په دی اند وو چی دارګ بیا رغاول به دهیواد دنورو برخو تربیا رغاونې وروسته ترسره کړي خو ددی ځای ورانیو دولسمشر ددفتر کار کوونکي له ستونزو سره مخ کړي وو اوله بهرنیو مېلمنو اومشرانو نه چی هروخت ارګ ته راځی ښه هرکلی نه شو کیدلای اوتشریفاتی چارې له ستونزو سره مخ وی نو تصمیم ونیول شو چی دارګ دځینو برخو دبیارغاونې چارې دې ترسره شی . ددې پروژې په تطبیق سره اوس ارګ اودجمهور ریس دفتر دمیلمنو دهرکلی لپاره اوهم دتشریفاتی چارو لپاره په یوه مناسب ځای بدل شوی، سره له دې چې دنورو هیوادونو په پرتله لاهم کمۍ په کې لیدل کیږي .

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د ارګ په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.