د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

اقيانوسيه

اوقیانوسیه تراوسه هم زیاتره د استرالیا د لویی وچي په نامه پيژندل کیږی داوقیانوسیی ټاپوګان دطبعی، بشری، اوسیاسی پلوه دنړۍ دنورو وچو سره فرق لری حتی یو شمیر جغرافیه پوهان اوقیانوسیه وچه نه ګڼی بلکی داسترالیه هیواد او اوقیانوسیه په ارام سمندر کې د اسیا پوری تړلی ګڼی ځکه داسترالیا او نوی زیلند څخه پرته په نورو ټولو اوقیانوسیه ځمکوکې د تندرا منطقی جوړښتونه ،پراخه جلګی ، اولویی صحراګانی وجود نه لری داوقیانوسیه په بحث کې جالبه خبره داده چې زیاته برخه یی اوبو نیولی اوپه همدی خاطر دعه ټاپوګانوته اوقیانوسیه وایی داوقیانوسیه لوی اوکوچنی ټاپوګان په تیت اوپرک شکل پراته دی له همدی ټاپوګانو کله یوټاپو یو هیواد جوړوی او کله دڅوټاپوګانو ټولګه یو هیواد جوړوی نو ځکه د اوقیانوسیه هیوادونه هم په تیت او پرک شکل پراته دی
جغرافیایی موقعیت:

د ما آن شان ټاون مرکز هوایی ليدنه

اوقیانوسیه د امریکا دلوی وچی په شان د نړۍ له دوه نویو براعظمونوڅخه شمارل کیږی اوقیانوسیه دنړۍ دنورو څلورګونو وچو سره ورته نده اوقیانوسیه چې د جنوبی ارام سمندر په لویدیځه خواکې پرته ده ، د ډیرو داسی لویواو کوچنیو ټاپوګانو او دټاپوګانودټولګو څخه جوړه سوی ده چې یو له بل څخه ډیر لیری پراته دی د اوقیانوسیی لوی او ګوچنی ټاپوئیز هیوادونه ، دشمالی عرض البلد د۸ درجو او جنوبی عرض البلد د ۴۲ درجوترمنځ او دختیځ طول البلد د ۱۵۶ درجو او دلویدیځ طول البلد د ۱۱۳ درجو ترمنځ موقعیت لری . په بله وینا داوقیانوسیی ترټولو شمالی برخه دمارشال دټاپوګانو شمالی څنډی او ترټولوجنوبی برخه یی د استرالیا د هیواد د تاسمانیا د ټاپو د ( هوبارت) سیمه ده چې د جنوبی عرض البلد د۴۲ درجو سره برابره ده . اوقیانوسیه ترټولوختیځه برخه د نوی زیلند د کوک cook دټاپوګانو ختیځی څنډی او ترټولو لویدیځه برخه د استرالیا د هیواد په لویدیځه څنډه کې د کارنارون (carnaroon) سیمه ده چې د لویدیځ طول البلد ۱۱۳ درجوسره سمون لری . څلور خواوی داوقیانوسیی شمال طرف ته ارام سمندر، او اندونیزیا (اسیا) پراته دی جنوب ته یی ارام سمندر پروت دی ختیځ ته یی ارام سمندر او لویدیځ ته یی هند سمندر او بیا دافریقا لویه وچه پرته ده

سيمي[سمول]

په دې وچه کې، آسټرالیا، نیوزی لینډ، او پاپوا نیو ګینا د سيمي ترټولو ستر هیوادونه دي ، او پخوانۍ دوه هيوادونه اسټراليا او نيوزيلنډ يي د ډيرو سيلانيانو لرونکي هيوادونه وه. داوقیانوسیه ډیر کوچني ټاپویز هیوادونه غرونه نلری یوازی د استرالیا په ټاپو کې چې د نړۍ له لویو ټاپوګانو څخه شمیرل کیږی دا غرونه د یادولو وړ دی

  • دالیس اسپرینګ (ales spring)
  • د لویی لړۍ غرونه لکه موسګر Musgrave
  • مورچیسون (Murchison)
  • مک دونل (MacDonnell)
  • او جیمز (James)
  • د لوی دیوي دینګ غرونه (great daviding)
د لوي ډنګ غرو لوړه څوکه
  • د انګلیس (English) غرونه
  • د اورک (orak) غرونه
  • د هامسلی (Hamersley) غرونه.
  • د دارلینګ غرونه او دتاسمانی غرونه (Tasmania)

لوړی څوکي:
۱-: ماوناکې (Mauna kea) ( په هاوایی کې ) ۴۲۷ متره
۲-: ماونالو په هاوایی کې ده ۴۲۴۹ متره ده
۳-: ویکتوریا (victory) نوی زیلند کې ده ۴۱۴۲ متره ده
۴-: کوک نوی زیلند کې ده ۳۸۲۸ متره ده
۵-: ردهیل (red hill) هاوایی کې ۳۱۹۲ متره
۶-: کوشچوسکو (Kosciuszko) استرالیا کې ده ۲۲۲۹ متره ده
۷-: بن لوموند استرالیا کې ده ۱۶۰۰ متره ده
۸-: کرال (cradle) استرالیا کې ده ۱۵۷۰ متره ده
۹-: بروس استرالیا کې ده ۱۲۵۰ متره ده
۱۰ -: اسپرینګ نوی زیلند کې ده ۳۰۹۲ متره ده
۱۱-: روپی هو نوی زیلند کې ده ۲۸۴۴ متره ده
۱۲ -: اګونت نوی زیلند کې ده ۲۵۶۰ متره ده

سرچينې[سمول]

دا ليکنه د اقيانوسيه په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.