د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

البانیا په رسمي توگه د البانيا جمهوريت دی، خو په کور د ننه د اشکپيرس جمهوريت نوم هم ورته اخيستل کېږي. البانیا د بالکان ټاپو وزمې په لویدیځه او د اروپا په سوېل ختیځه برخه کې د ادریاتیک سيند په ختیځو څنډو او د ایونی سیند په شمال کې د ختیځ طول البلد د ۱۹ او ۲۰ درجو او د شمالي عرض البلد د ۴۳ او ۳۹ درجو په منځ کې موقعيت لري. پراخوالی يې ۲۸۷۴۸ کیلو متر مربع دی، د وګړو شمېر يې درې ميليونه، ۳۳۸ زره او ۵۹۴ تنو ته رسېږي. پلازمېنه یې تیرانا ښار دی. د البانيا شمال ته مونټینېګرو او کوسوو، سوېل ته يې يونان او ايوني سيند، ختیځ ته یې یونان او لويديځ ته يې د ادرياتيک سيند موقعيت لري.

نور ولولئ[سمول]

د وګړو د شمېر کلنۍ وده يې ۰،۳ سلنه اټکل شوې، اوسيدونکي يې په منځني ډول تر ۷۵ کلونو پورې عمر کوي، د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه پکې خوار کمه ده او په هرو سلو زرو ميندو کې يوازې ۲۷ هغه د زېږون پر مهال ژوند له لاسه ورکوي. د البانيا د خلکو لویه برخه يا ۹۵ سلنه د سپين البانيايي نژاد، ۳ سلنه يې د بلغاريايي او ۲ سلنه يې د روما نژاد درلودونکي دي. له مذهبي پلوه پکې مسلمانان په ډېره کيو کې راځي او ۷۰ سلنه اوسيدونکي يې سني مسلمانان دي. دغه راز يې ۲۰ سلنه اوسيدونکي د البانيايي ارتودوکس او ۱۰ سلنه يې بيا د رومن کاتوليک مذهب پيروان دي.

سياست[سمول]

د البانيا رسمي ژبه البانيايي او ليک يې لاتين دی. دوريس، الباسن، ولور، شکودر، کورس، بيرات او فير يې د لويو ښارونو نومونه دي. د دغه هېواد د حکومت ډول پارلماني جمهوريت دی او اساسي قانون يې د يوې ملي وثيقې په توګه د ۱۹۹۸ زېږديز کال د نومبر په ۲۸ نېټه د يوې ټولپوښتنې په پايله کې تصويب شوی دی. د البانيا ولسمشر د دوو ۵ کلنو دورو لپاره د ولسي جرګې له خوا ټاکل کېدای شي، خو لومړی وزير يې بيا د هغه ګوند یا ګوندونو د ائتلاف له خوا ټاکل کېږي چې د ولسي جرګې اکثريت څوکۍ يې ګټلې وي.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د البانیا په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.