Jump to content

اچين ولسوالۍ

افغان ملی اردو په اچین ولسوالي کي
Travel Warning خبرداری : د امریکا د ۲۰۱۷ کال د ننگرهار هوايي برید په همدي ولسوالي کی تر سره سو امریکا په هغه برید سره خپل تر ټولو لوی میزایل وازمایه چی هغه ازموینی ته یی دداعش سره د جګړۍ نوم ورکړ .

اچين ولسوالۍ د ننگرهار ولايت په سوېل کې د شينوارو د لويې ولسوالۍ د سوېل لوېديځ په ۱۵ کيلومترۍ کې د ختيځ طول البلد په ۷۰ درجو ۴۱ دقيقو او ۵۷ ثانيو کې او د سهېلي عرض البلد په ۳۴ درجو ۴ دقيقو او ۵۶ ثانيو کې پرته ولسوالۍ ده. دا ولسوالۍ د سمندر له سطحې څخه ۱۰۰۰ متره لوړوالی لري او د دغې ولسوالۍ هواره ۴۶۳ کيلومتره مربع ده. د اچين ولسوالۍ ختيځ کې د شينوارو لويه ولسوالۍ، لوېديځ کې سپين غر، سهېل کې د کوټ ولسوالۍ او لوېديځ کې يې د نازيانو ولسوالۍ پرته ده.

نور ولولئ

[سمول]
يو سپين ږيري سړی افغان ځواکونو ته د کتلو په حال کې

د نومړې ولسوالۍ د کرنې مځکې لږې دي، خو ډېرې کرهڼيزې دي. د دغې ولسوالۍ په اهمو کښتونو کې جوار، غنم، اوربشې، کچالو او وريجې راځي. د ځينو سيمو هوا يې په ژمي کې سړه او په دوبي کې معتدله ده. خلک يې کچرېو آسونه، خره، غواوې، اوزې، مېږې او نور څاروي ساتي. په دغې ولسوالۍ کې يو شمېر اهم کانونه هم شته چې د ډبرو سکاره او شوکاڼې (تالک) دي. د دې ولسوالۍ اکثره غرونه په ځنگلونو پټ او د خلکو کاروبار يې د لرگيو سوداگري ده. د اچين ولسوالۍ درې روغتيايي مرکزونه، د هلکانو درې لېسې او لس لومړني ښوونځي لري چې په دغو ښوونځيو کې دوه د نجونو ښوونځي شامل دي.

د اچين کلي

[سمول]

دا ولسوالۍ د لاندينيو کلو نه جوړه شوې:

  1. وچ کوټ
  2. سروبي
  3. سنگوړۍ
  4. نرگس دره
  5. چينه
  6. گرگوخېل
  7. باغ دره
  8. دمگل رحيم دادخېل
  9. حيدرخېل
  10. پيخي خوړ
  11. ده سرک
  12. ميدانک
  13. هجوم کلا
  14. کوزه
  15. بره پيخه
  16. پيخه اچين
  17. کهی
  18. کوشتل
  19. باندر
  20. تريلی گردي
  21. بټن
  22. اسدخېل
  23. سره کلا
  24. لندی
  25. انځری
  26. چهل گزی
  27. صندوق
  28. لوخۍ
  29. بهرام خېل
  30. کنډر

سرچینې

[سمول]
دا ليکنه د اچين ولسوالۍ په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.