د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

ایسلنډ اروپايي هېواد دی چې د جغرافیایي موقعیت له پلوه د اروپا په شمال لوېديځ کې د لوېدیځ طول البلد د ۱۳ او ۲۲ درجو او د شمال عرض البلد د ۲۴ او ۳۰ درجو په منځ کې پروت دی. د دغه هېواد مساحت ۳۹۶۱۵ میله مربع دی او د نړۍ ۱۰۸ لوی هېواد دی، نفوس یې ۳،۴ میلیونه دی او پلازمېنه یې ریکجاویک نومېږي.

څلور خواوې[سمول]

د ایسلنډ شمال او لوېدیځ ته ګرینلنډ، سوېل ته یې برېټانیا او ختیځ ته یې ناروې هېوادونه دي. د یادونې ده چې دغه هېواد له اوبو سره ۴۹۸۸ متره پوله لري. دغه هېواد له دې امله چې ځانګړی جغرافیایي موقعیت لري او د قطبي سړې هوا د څپو او د سمندري معتدلې هوا په منځنۍ برخه کې پروت دی، ځانګړې هوا لري. د ایسلنډ شمالي سیمې د شمالي کنګل سمندر د سړې هوا د څپو له امله سړې دي او ډېر کم خلک ژوند په کې کوي خو د ګلف سټریم د تودو اوبو د اغېزو له امله دا سيمې تل کنګل نه وي او هوا یې له صفره پورته کېږي. دغه راز د ایسلنډ د سوېل او لوېدیځو برخو هوا نسبتاً ښه ده، د پلازمېنې ریکجاویک ښار هوا یې د اوړي په موسم کې په منځنۍ توګه د سانتي ګراد تر ۱۰ درجې توده او د ژمي په موسم کې تر منفي ۱۷ درجو ثبت شوې ده.

نور ولولئ[سمول]

د ایسلنډ د حکومت بڼه جمهوري ده، ولسمشر یې د خلکو له خوا د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د ولسمشر دنده یې تره ډېره تشریفاتي ده او څو ځلې کار کولی شي. دغه راز د دغه هېواد لومړی وزیر د ولسمشر په غوښتنه او د ولسي جرګې په تایید ټاکل کېږي او معمولاً هغه څوک لومړی وزیر کېږي چې په ولسي جرګه کې یې د ګوند څوکۍ ډېرې وي. د ایسلنډ ولسي جرګه ۶۳ غړي لري چې ټول د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي. دلته د یادونې وړ بولم چې د ایسلنډ ولسي جرګه د اروپا له ډېرو پخوانیو ولسي جرګو څخه ده چې مخینه یې ۹۳۵ کلونو ته رسېږي. د دغه هېواد بیرغ شین اسماني رنګ لري، سره او سپین عمودي او افقي خطونه په کې تېر دي.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د ایسلنډ په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.