د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
باغ بابر

د بابر باغ چې په (دري:باغ بابر) نوميږي او د باغ بابر په نوم سره ئي وس ډېر شهرت موندلی، د بابر باغ اوس د کابل په ښار کي په يو لوي تاريخي پارک باندي بدل سويدي

سيلانيتوب[سمول]

د کابل ښار د ١٩٨٠ کال نقشه
د بابر بڼ منځ کابل، افغانستان.

دلته د ورځې په زرگونو ليدونکي د چکر وهلو لپاره ورځې نوموړي باغ د مغلو د اولي ديکتاتو بابر په وختونو کي په ۱۵۲۸ ع کال کي د هغه په امر جوړ سويدي، دغه د بابر د استراحت کولو اخيري ځاي هم ؤ د بابر هغه امر کوم چې ددي باغ د جوړولو لپاره ئي خپلو همکارانو ته ورکړي وه د دي امر پوري اړونده اسناد د بابر په ياد راوړنې د يادښتونو په کتاب کي اوس هم پيداکولائي سو، بابر د مړنې څخه وروسته په همدغه باغ کې خاورو ته و سپارل سو

تاریخ[سمول]

د مغلو د شهزادگانو دا رواج ؤ کله به چې دوئي په کوم ځاي کې اوسيدل هغې سيمې ته به ئي ترقي ورکوله چې ددي جملې څخه يوهم بابر ؤ، بابر د خپل استراحت او خوښې لپاره د غه باغ اخيري ځاي ؤ د بابر باغ د بابر د ځاي ناستې لپاره ډير په زړه پوري ځاي ؤ. جهانگير په ۱۶۰۷ غ کال کې له دغه ځاي څخه کوم چې بابر پکې ښخ سويدي د يوه زيارت په شکل جوړ کړ او په همدي توگه جهانگير امر صادير کړ چې د کابل باغونه بايد د ديوالونو په زريعه سطر سې که چيري مونږ او تاسو ښه زير سو د کابل د اکثرو باغونو څخه ديوالونو را تاو کړيدي چي دغه هم د پوخانيو وختونو څخه د يوه رواج په توگه پاتې دې، د بابر قبر د ديوالونو په زريغه سطر سوي دې او د بابر د قبره سرخوا ته په يوه لويه تيگه باندي د هغه لنډه پيژندنه ليکل سويده. په ۱۶۳۸ کال کې د مغلو د ديکتاتور شاه جهان له دغه ځاي گوټي څخه ليدنه او کتنه کړيده او په همدغه وخت کې د دغه ځاي مسؤلينو ته يي امر وکړ چې د دي ساحې د ټولو قبرونو گردچاپير ځمکه د مرمرو په تيگو باندي فرش کړې، د بابر د قبره څخه ټيټ په يوه تيراس باندي جامعه (جومات) جوړ سويدي، ددي باغ په لويه دروازه کي يوه غرفه د کنټرول او د ټيکټ د پلورلو په خاطر جوړه سويده چې د شاجهانگير په وختونو کي د همدغه مطلب په خاطر ور څخه کار اخيستل کيده، يوه وياله (لښتي) چې په ډبر باندي فرش سوي دي د يوي لاري او تيراس تر منځ قرار لري او د ويالي په مختليفو ځايونو کې د لامبلو ډنډونه هم جوړ سويدي نوموړي لښتي د هغه تيراس لاندي کوم چي جومات ورباندي جوړ سوي تيريږي.

سرچينې[سمول]

دا ليکنه د بابر باغ په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.