د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
بارباډوس ته په شاوخوا کې د بریج په ټاون هاربر کي

بارباډوس په لويديځه او شمالي نيمه کره کې، د لويديځ طول البلد له ۵۹ تر ۵۹،۵ درجو او د شمالي عرض البلد له ۱۳ تر ۱۳.۵ درجو په منځ کې موقعیت لري. پراخوالی یې ۴۳۰ کيلومتره مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ ۲۰۲يم هېواد ګڼل کېږي.

نفوس، سياست او جغرافیه[سمول]

د بارباډوس د ويزۍ پاليسي

بارباډوس په وچه کې له کوم هېواد سره پوله نه لري او څلورو خواوو ته یې د اتلس سمندر اوبه ولاړې دي. د بارباډوس لویدیځ لور ته لرې سنټ کېټس او نویس او جنوبي لوري ته يې بيا کواډلوپ ټاپوګان او فرانسه پراته دي. بارباډوس د سمندر له اوبو سره د ګاونډویتوب او او حاره سیمې ته د نږدېوالي له کبله توده هوا او ډېر اورښت لري. بارباډوس اور غوځوونکی جوړښت لري او ځمکه یې ښه حاصل ورکوي. په بارباډوس کې د اور غورځوونکو غونډیو د شته والي له کبله د تودو اوبو ګڼ شمېر چینې بهيږي. د بارباډوس پلازمېنه د برېج ټاون ښار دی. د دغه کوچني هېواد د وګړو شمېر ۳۰۰ زرو تنو ته رسيږي.

په هر کيلو متر مربع خاور کې يې ۶۷۴ تنه ژوند کوي. ۳۱ سلنه خلک يې په ښاري او پاتې ۶۹ سلنه يې بيا په کليوالي سيمو کې ژوند کوي. د ژوند تمه پکې په منځنۍ توګه ۷۴ کاله ده. د بارباډوس ۹۳ سلنه وګړي تور پوستي، ۳ سلنه ګډ نژاد لرونکي او ۴ سلنه نور يې بيا ختيځ هنديان دي. له مذهبي پلوه يې ۶۷ سلنه خلک پروتستانت، ۶ سلنه يې ناپېژندل شوي او پاتې نور يې بيا بې عقيدې دي. ژبه يې انګليسي او ليک يې لاتيني دی.

اداري واحدونه[سمول]

بارباډوس ۱۱ اداري واحدونه لري:

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د بارباډوس په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.