بازل

بازل د سویس هیواد دریم لوی ښار دی چې د سویس هیواد یوه برخه پوله له المان او فرانسه سره جوړوی پدی ښار کې د راین سیند چې د غټو او وړو کشتی چلولو وړ دی بهیږی . بازل نړیوال هیوایی ډګر او بازل فوټبال لوبډله هم نړیوال شهرت لری. همدارنګه د بازل دوه برخه د راین سیند پر سر د شپږ پلو نو په وسیله له یوبل سره تړی شوی دی، ددي پلونو له سره د بازل ښار کتل ځانته ښکلا لری. په بازل کې ۴۰ موزیومه هم شتون لری د موزیومونو ترڅنګه ددی ښار هره ودانۍ له ښکلا ډکه ده.

په الماني ژبه د نورو معلوماتو لپاره وبسایټ.

www.bs.ch