د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
د اټلانټيک پراډايس ټاپو ټاور هوټل

باهاماس د اتلانتيک سمندر يو هيواد دي. د باهاماس هيواد رسمي نوم د باهاماس کامنوېلټ دولت دی. باهاماس په کارابین سمندرګي کې د منځنۍ امریکا له ټاپویيزو هېوادونو يو دی چې د امریکا د فلوریډا ایالت ختیځې خوا ته د لویدیځ طول البلد له ۲۳ تر ۲۷ او د شمالي عرض البلد له ۲۳ تر ۷۹ درجو په منځ کې موقعیت لري. پراخوالی یې ۱۳۸۸۰ کيلومتره یا ۵۳۳۸ میله مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ ۱۶۱ م هېواد دی.

سيمه او خلګ[سمول]

زويدردام

باهاماس د اتلس سمندر او کارابین له اوبو سره د ګاونډیتوب له امله لنده او توده سمندري هوا لري. په باهاماس کې د صنعتي سیمو پراختیا، د شاوخوا اوبو تودوالي او بې ساري سمندري توپانونو د باهاماس په هوا ژور اغېز کړی. باهاماس د اورښت له ډېروالي سره سره د پام وړ سیندونه نه لري. پلازمېنه يې ناسو ښار دی. د دغه هېواد د وګړو شمېر څه کم ۴۰۰ زرو تنو ته رسېږي. په هر کيلومتر مربع خاوره کې يې ۲۴ تنه ژوند کوي، ۸۲ سلنه اوسېدونکي يې په ښاري او پاتې ۱۸ سلنه يې بيا په کليوالي سيمو کې ژوند کوي.
د دغه هېواد ۹۰ سلنه اوسېدونکي تور پوستي، ۴ سلنه یې سپين پوستي، ۲ سلنه يې ګډ او پاتې يې ناپېژاندي دي. له مذهبي پلوه يې نږدې ټول وګړي د عيسوي دين پيروان دي. باهاماس ۳۱ ولسوالۍ لري چې لوکایا، فریپورټ، کوپرسټاون، جورج ټاون، هایراک او انډورس ټاون يې لوی او مهم ښارونه دي.

ژبه او دولت[سمول]

انګليسي د باهاماس رسمي ژبه ده خو لږ شمېر وګړي يې په کرېولي ژبه هم خبرې کوي. ليک يې لاتين دی. د باهاماس د حکومت بڼه پارلماني ولسواکي ده. د دغه هېواد نوی اساسي قانون د ۱۹۷۳ زېږديز کال د جولای په لسمه نېټه نافذ شوی چې څو ځلې نوي بدلونونه پکښې راغلي دي. باهاماس پاچا هم لري، چې واک ورته په ميراثي توګه پاتې کېږي. پاچا بيا د اجرايي چارو لپاره ګورنر جنرال هم ګوماري. په باهاماس کې د هغه ګوند یا ګوندونو د ائتلاف مشر چې په ولسي جرګه کې ډېرې رایې وګټي د ګورنر جنرال له خوا د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېږي.

  • د باهاماس پارلمان دوې جرګې لري: مشرانو جرګه چې ۱۶ غړي یې د لومړي وزیر او مخالفو ګوندونو د مشرانو په مشوره د ګورنر جنرال له خوا ټاکل کېږي او پنځه کاله کار کوي.

دويمه يې ولسي جرګه ده چې ۳۸ غړي لري او ټول د خلکو په خوښه د ۵ کلونو لپاره غوره کېږي. د باهاماس دولت کولای سي چې هر وخت ولسي جرګه ړنګه او نوې ټاکنې اعلان کړي.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د باهاماس په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.