د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

بدخشان

Jump to navigation Jump to search
120627-A-LE308-128.jpg

بدخشان یا بدخشان ولايت دهېواد په شمال ختيځ زون کې موقعيت لري او د هېواد له شنو او غرنيو ولايتونو څخه يو دى، چې له تاجکستان، پاکستان اوچين سره ګډه پوله لري. په دې ولايت کې ګڼې سرشاره طبيعي منابع سته، چې له دې جملې څخه د لال او لاجوردو کانونه او تاريخي ابدات يادولى سو،  چې ددې ولايت تاريخي قدامت څرګندوي. د جغرافيوي موقعيت له اړخه دا ولايت د ختيځ طول البلد په ٧٠ درجو، څلورو دقيقو او ٣٦ ثانيو او د شمالي عرض البلد په ٣٦ درجو، ٥٠ دقيقو او ١٦ ثانيو کې واقع دى.

سيمه[سمول]

 دا ولايت د کابل په ٤٧٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري او د سوېلي اړخ نه له کونړ، لغمان او کاپيسا او د لوېديځ اړخ نه له تخار سره پوله لري. بدخشان يوه غرنۍ سيمه ده، چې له ګڼو اوچتو غرونو او واورينو څوکو څخه جوړ دى، تر ټولو اوچت غرونه يې واخان ، پامير او هندوکش غرونه دي. د بدخشان پراخوالى له ٤٧٠ زره کيلومتره مربع زيات او د وګړو شمېر يې ٤٠٠ زره ميليونه اټکل سوى دى.  دا ولايت په اوړي کې ګرم، خو په ژمي کې بيا خورا يخ وي او په ډېرو برخو کې يې نښلوونکې لارې د واورو له امله په کال کې شپږ مياشتې بندېږي. بدخشان ولايت د سمندر له سطحې ١٨٠٠ متره لوړوالى لري او مرکز يې دفيض اباد ښار دى، چې پخوا د( جوزګون) په نامه يادېده، ځکه چې د جوز ونې په کې زياتې وې.

ادارې[سمول]

د واخان داليز برخه

 بدخشان ولايت د مرکز په ګډون له ٢٩ اداري واحدونو څخه جوړ سوى دى، چې مرکز يې د فيض اباد ښار او ولسوالۍ يې له  واخان، کشم، بهارک، جُرم، يفتل پايين، يفتل بالا، راغ، ارګو، درايم، ارغنچخواه، نُسي، شُکي، ماهمي، اشکاشم، خاش، خواهان، کوفاب، کوهستان، کران و منجان، شهر بزرګ، شغنان، شهدا، تګاب، تيشکان، وردوج، يمګان، ياوان و زيباک، بهارک ،شهداء ،جُرم، خاش، راغ،كشم،ارګو  او درايم څخه عبارت دي.  ددې ولايت ډېرى استوګن تاجک دي او په فارسي ژبه خبرې کوي، خو ځينې نور يې په  شغني، پاميري او په سرحداتو کې په چيني ژبه هم خبرې کوي.   د بدخشان ډېرى اوسېدونکي د سني حنفي مذهب پيروان دي، خو وهابيان او اسماعليه شعيه ګان هم په کې سته دي.  

د اوبو بندونه[سمول]

کوکچه ، واخان، انجمن، وردوج، تګاب، تنګى شيوه، پامير، جرم، آغزده، غورى سنګ، درواز، راغ، زرقل او چقمقين ددې ولايت له مهمو بندونو څخه دي، په دې ولايت کې د کښت ډېرې اوبه دغرو له لمنو، کوکچې سيند او مرستيالانو څخه يې هم چمتو کېږي.   په اشکاشم، جرم، خواهان، راغ، کران و منجان او شغنان کې هم له ټولو دريابي  او مصنوعي کانالونو له اوبو څخه کار اخيستل کېږي.

کولتور:   د بدخشان د خلکو کولتور او دودونه له هغو ولسواليو سره توپير لري، چې د تاجکستان او چين سره په ګډه پوله پرتې دي.   په دې ولايت کې هڅه سوى، چې د ولسي فرهنګ او ادبياتو د ودې او پرمختګ لپاره ډېرې هڅې وسي او په ورځينو خبرو کې د پرديو لغتونو د کارونې مخنيوى وسي.    ددې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په دې  ولايت کې له فرهنګي او ادبي هڅو تل ملاتړ کړى او ددې ترڅنګ د سيمه ييز دود له مخې د بازار ورځې، چې ډېر ځله جمع يا پنجشنبه وي، د مالونو دتبادلې سبب ګرځېدلې دي.   بدخشان ددې ولايت يوه شاعر پاله سيمه ده، چې له دې جملې څخه يې د ځينو شاعرانو او ليکوالو نومونه په دې ډول دي: خسته، راغي، مغموم دروازي، مضمون  او په معاصرو شاعرانو کې يې د،  مير بهادر واصفي، پرتو نادري، ګلنور بهمن، شجاع خراساني، کمال الدين غبرا،ميراحمدشاه ذيغم،مخفي بدخشي، مجيب مهرداد  او لطيف پدرام نوم اخيستلى سو.   د هېواد پياوړي شاعر او فيلسوف حکيم ناصرخسرو بلخي هم د ژوند زياته برخه په دې ولايت کې تېره کړې ده او په خپلو شعرونو کې يې فلسفه او حکمت را نغاړلي دي. د همدې شاعر قبر هم د بدخشان په يمګان ولسوالۍ کې د ډېرو کسانو د زيارت وړ ګرځېدلى دى.   په دې ولايت کې ګڼ شمېر محلي سندرغاړي هم تېر سوى، چې له دې جملې يې د فولکلوريکو سندرو د ويونکي بازګل بدخشي نوم  اخيستلى سو، ددې ولايت سندرې بېل سبک لري، چې درمحمد کشمي، ميرمفتون، پهلوان منګل، استاد شاولي ولي ورته ګڼ خدمتونه کړي او ګنې ترانې يې خپله تصنيف  او کمپوز کړې دي.  

تاريځي ځايونه:[سمول]

 

د نوشاخ غر د اډې له کمپ څخه لیدل کیږي (عکس: لوئس میونیر)

 د بدخشان ولايت ٢١ تاريخي ابدې د اطلاعاتو او کولتور وزارت سره راجستر سوى، چې په فيض اباد او نورو اتو ولسواليو کې واقع دي او تر ټولو مشهورې يې د کوکچې د پلخشتي، خرقه مبارکه او د ميريارى بيګ، ميرغياث او حکيم ناصر خسرو د قبرونو څخه عبارت دي. له نورو ځايونو څخه يې کولى سو د ٥٧ تاريخي منارونو ، د بهارک ويرانو او زبياک ولسوالۍ له توپخانه  او اشکاشم او قلعه پنجه څخه نوم واخلو، چې تر ترميم لاندې دي.   بدخشان د اسمانڅکو غرونو درلودونکى دى، چې خواجه محمد، هزارچشمه، او سفيد خرس يې له نوماندو غرونو او دهندوکش تر ټولو لوړه څوکه( دوشاخه) په نامه يادېږي سته، پامير هم ددې ولايت له مهمو غرونو څخه دى، چې لوړه څوکه يې د دنيا دبام په نامه ياده سوې ده.    په بدخشان ولايت کې د مسو او وسپنې ګڼ شمېر کانونه هم سته او په ځينو ساحو کې يې خلک د خوړونو راوتو پرمهال داسې رېګ هم تر لاسه کوي، چې په سرو زرو لړلى وي، دوى بيا همدا ريګونه چاڼوي او سره زر ترې لاسته راوړي، چې د اقتصادي ودې لپاره يې يوه ښه سرچينه ده  موزيم : په بدخشان کې لا هم د تاريخي اثارو د ساتلو لپاره کوم ځانګړى موزيم نه سته، خو کله چې په ١٣٥٧لمريز کال ددې ولايت په دشت قرغ کې يو ډله ييز قبر وموندل سو، نو د شهيدانو موزيم په نامه يو مرکز هم ورسره رسما پرانېستل سو. په دې مرکز کې د سلګونو هغو کسانو دوجود نښې ساتل کېږي، چې په ١٣٥٧ لمريز کال کمونستانو وژلي وو.  ولسمشر کرزي هم ددې مړو له پيدا کېدو وروسته بدخشان ته سفر وکړ او د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پربنسټ ورته يو يادګاري څلى هم جوړ سو. په وروستيو کلونو کې ٧٠ مورې ، چې د بدخشان خلکو صنعت ٥٠٠ کلنه تاريخي مخينه څرګندوي، د قاچاق وړونکو څخه ونيول سوې، چې کابل ته اطلاعاتو او کولتور وزارت ته واستول سوې، خو تر بېرته ردېدو وروسته اوس  د بدخشان د دولتي امنيت په اداره کې ساتل کېږي.   په همدې ولايت کې د قرانکريم يوه نسخه هم د حکيم ناصر خسرو له قبر څخه تر لاسه سوې، چې اوس اطلاعاتو او کولتور وزارت ته د ساتنې په موخه استول سوې ده.      ==مشاهير:==  نوماندې علمي او فرهنګي څېرې:  مرزاعبدالقادر بيدل، ابوالحسن البدخش، مولانا شاه جي بدخشي، مولانا عبدالله بدخشي، جمشيد خان شعله، مولانا غياثي، صايب راغي، مصرع راغي، مولانا زيرک درايمي ،مولانا نايل کشمي، عبدالودود نايل لاجوردين شهري، سودا، يزدان يار، واصل لطيفي، غفران بدخشي، ډاکټر صبغت الله خاکساري او په سلګونو نور عالمان، چې په اسلامي علومو کې مخکښان وو.

 سياسي څېرې: شاه ولی خان دروازي مشاور و جانشين امان الله خان، طاهر بدخشي، استاد برهان الدين رباني او نورې سياسي څېرې...    همدرانګه د کرکټ لوبغاړى نصرت الله نصرت، ميرياربيک صاحب زاده، مير شاه، مير جاندار شاه، مير مزراب شاه، مير محمد شاه ،طاهر بدخشي ،محبوب الله کوشاني ،محمد ولي( دشاه امان الله خان د وخت لومړى وزير)، شاه ولي سندرغاړى او کمپوزر او د ولسمشرۍ لومړنۍ ښځينه کانديده مسعوده جلال هم ددې ولايت مشهورې څېرې دي.    اوسني ليکوال او سياستوال: استاد نعمت الله شهراني، استاد محمد موسي توانا، استاد بيان، ډاکټر قاري محمد اياز، استاد محمد نظيف شهراني، استاد محمد ميرويس غياثي، قاضي عبدالحق عتيد، استاد عبدالباري ابراهيمي ، استاد داد محمد خاشي او نور...    رسنۍ: اوسمهال په دې ولايت کې ٢٥ چاپي، انځوريزې او غږيزې رسنۍ سته، چې په سلګونو کسان په کې کار کوي او عبارت دي له :امو، کوکچه، بهارستان او صداى کشم سيمه ييزې راډيوګانې، ملي تلويزيون، بدخشان، سيماى بدخشان، سيماى شهروند ، روشنګري، صداى بدخشان، ابتهاج، سروش پامير، ارتقاى فرهنګي، لاجور، سرزمين من، صحت رواني، نواى اطراف  او صعود جريدې ، حکومتداري خوب، شاروالي فيض اباد مياشتنۍ.    ددې ترڅنګ د بيان، اريانا او بي بي سي اف ام راډيو ګانې او د ارزو، نور، اريانا او ملي تلويزيون خپرونې هم دې ولايت کې اورېدل  او کتل کېداى سي. په دې ولايت کې رسنيو ته دخلکو لاسرسى هم  زيات دى او اوسېدونکي يې په شمال ختيځ زون کې هغه کسان دي، چې ګڼ شمېر چاپي رسنۍ ورته رسېږي.     پوهنه:  په بدخشان ولايت کې ټول ټال ٦٥٠ ښوونځي سته، چې دنارينه او ښځينه زده کوونکو شمېر يې ٣٢٩ کسانو ته رسېږي او ٢٠ زره ښوونکي ورته ګومارل سوي دي، ددې ترڅنګ په کې ٣٢ ديني دارالعلومونه او درې دارالمعلمينونه هم فعال دي.   بدخشان ولايت يو پوهنتون هم لري، چې له ١٥٠٠ زيات ښځينه او نارينه زده کوونکي لري او په ښوونه او روزنه، ادبياتو او کرنې پوهنځي کې زده کړه کوي.   د سوي سروې له مخې ،ددې ولايت ٢٥ سلنه وګړي لوستي دي او پاتې نورو ته يې دسواد او روزنې په موخه د پوهنې وزارت او نورو ښوونيزو موسسو د سواد زده کړې کورسونه جوړ کړي دي.    صنعت:   الچه، کرباس، ټغر، چکمن او قاقمه ګنډنه، زرګري، اهنګري، مسګري، موزه او بوټ ګنډنه، کلالي ، ګلدوزي ، خامک دوزي او ترکاڼي ددې ولايت له لاسي صنايعو څخه دي، چې ډېره برخه يې ښځې سمبالوي. ددې ترڅنګ نخي ټوټې او لمڅي هم په کورنو کې جوړېږي. په وروستيو کلونو کې د کورنيو لاسي صنايعو کورني توليد کچه لوړه سوي او اوسمهال په سلګونو مېرمنې په ښځينه حرفوي پروژو کې په کار بوختې دي.   په کلنيو نندارتونونو کې د بدخشان دخلکو لاسي صنايعو د دولت ترڅنګ د کورنيو او بهرنيو موسسو پاملرنه هم ځانته ور اړولې او بازار يې موندلى، خو ددې ولايت اوسېدونکي د لاسي صنايعو تر څنګ په کرنه او د  پسونو، اسونو او غواګانو په روزنه هم بوخت او خپلې اقتصادي اړتياوې له همدې لارې پوره کوي.    د بدخشان دکران ونمجان ولسوالۍ لاجورد هم اېستل کېږي او په دې وروستيو کې د سترامبي کان ،چې کوکچې په لوېديځ کې واقع دى، هم ګټې اخيستنې ته سپارل سوي دى. د کوکچې سيند له زرشويان  حصې څخه هم په زياته اندازه سره ژر تر لاسه کېږي.   کرنه: د بدخشان ډېرى خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، چې غلې دانې، لکه وريجې، غنم، جوار، جودر( تورغنم) جوار، ارزن او باقلي يې له مهمو کرنيزو محصولاتو دي . په دې ولايت کې له ٣٩٠ زره هکتارو زياته ځمکه اوبيزه او تر ٦٠٠ زره هکتارو پورې للمه ده.   غوزان، زردالو، الوبالو او مڼې يې نوم لري، خو د بهارک مڼې او دسرغيلان غوزانو بيا ښه نوم ګټلى ، ددې ترڅنګ غوزان، غرني بادام، خنجک ارچه او شمشاد هم ددې ولايت په غرنيو سيمو کې موندل کېږي.   ددې ولايت مهم حيوانات له اسونو، وزو، پسونو او غويانو څخه عبارت دي، خو په ځنګلونو کې يې د خرس او لېوه په څېر حيوانات هم سته ، ددې ترخنګ د ګېدړو او خفک پوستونو خرڅلاو په کې ښه تجارت ګرځېدلى. ددې ولايت مارکوپولو هوسۍ د مشهورو او بې جوړې حيواناتو څخه دي.   ځنګلونه: د بدخشان په لوړو سيمو کې د صنوبر، سوزني برګ، بلوط، پستې او ناجو ګڼ ځنګلونه سته، چې په څنګ کې يې د چنار، کج بيد او د غوزانو، بادامو، توتو او سنځلو ميوه لرونکې ونې هم پيدا کېږي.   ددې ولايت ناک خورا نازک  او بې ساري دي. په ټوله کې د بدخشان ٤٥٠ جريبه ځمکه ځنګلونو نيولې ده.   ورزش : ورزش هم په دې ولايت کې دنورو ولايتونو په څېر له پخوا نه دود دى. د غرسي، توپ ډنډه، پهلوانۍ او ډبره اچونې لوبې له پخوا نه دود وې، خو اوسمهال يو څه پيکه سوي او ځاى يې عصري لوبو نيولى ، چې له واليبال، فوټبال، پينګ پانګ، بسکټبال، کرکټ، تکواندو، جودو، کورش، سطرنج ، دغړو ښکلا او نورو لوبو څخه عبارت دي. اوسمهال د بدخشان په اولمپيک رياست کې ٢٤ ورزشي فدراسيونونه ثبت سوي، چې په زرګونو هلکان او نجونې په کې سپورټ کوي. په دې وروستيو کې په دې ولايت کې نجونو  دکرکټ او واليبال لوبې ته پام اړولى او په مناسبتي ورځو کې د نجونو ښوونځيو په انګړ کې يو له بل سره سيالۍ کوي. ددې ولايت ځوانانو هم په دې وروستيو کې له کورنيو او بهرنيو لوبو ښې لاسته راوړنې او وياړونه درلودل، چې ځايي چارواکو يې هر کلى کړى دى.

وروستۍ ځای[سمول]

دا ليکنه د بدخشان په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.