د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

برطانيه په رسمي توگه د اروپا په شمال لویدیځه څنډه کې د شمالي عرض البلد له ۵۰ تر ۶۰ درجو، د ختیځ طول البلد د دوو درجو او د لویدیځ طول البلد د اوو درجو په منځ کې موقعیت لري. پراخوالی یې ۹۳۶۹۶.۱۶ میله مربع دی او له دې پلوه د نړۍ اتیایم لوی هېواد بلل کيږي. د برېټانيا شمال ته د شمالي اتلانتیک سمندر، جنوب ته یې د انګلېش کانال او د کانال ټاپوګان، ختیځ ته یې د شمال سیند او لويديځ ته يې ايرلنډ موقعيت لري.

سوداګري[سمول]

د برېټانيا لوی سوداګريز شريکان د جرمني، فرانسې، هالنډ، ايرلنډ، امريکا، چين او بلجيم هېوادونه دي. پولي واحد يې برېټانوي پونډ دی، مالي کلونه يې د يو کال د اپرېل په لومړۍ نېټه پيل کيږي او د بل کال د مارچ په ۳۱ مه نېټه پای ته رسيږي. دغه هېواد د ۱۶۴۵۴ کيلو مترو په اوږدوالي سره د رېل پټلۍ، ۵۰۴ لويې سوداګريزې بېړۍ او ۴۶۰ هوايي ډګرونه لري. پر دې سربېره د برېټانيې په ترانسپورټي سيسټم کې ۳۶ ميليونه کوچني موټر، بسونه او بار وړونکې لارۍ هم فعاليت کوي. بي بي سي (د برېټانيې خپرنيزه اداره) په نړۍ کې تر ټولو لوی رسنيز ارګان دی. بي بي سي د کورنیو او نړيوالو ټلوېزیونونو او راډیويي خپرونو څو چينلونه لري. د دې تر څنګ برېټانيا ۹۹ ورځپاڼې لري. د دغه هېواد هر وګړی په يو کال کې په منځنۍ کچه ۱۱۲ کيلوګرامه کاغذ د ليکلو لپاره کاروي. په برېټانيا کې هر کال نږدې ۱۰۷۰۰۰ نوي علمي، ادبي، هنري او معلوماتي کتابونه خپرېږي.

کلني عوايد[سمول]

د دغه هېواد د کلنيو عوايدو کچه ۱،۲ ټرېليونه او د لګښتونو کچه يې بيا ۱.۱۱ ټرېليونه ډالره ده. هر کال د ۸۱۳ ميلياردو ډالرو په ارزښت توکي بهرنيو هېوادونو ته صادروي، په داسې حال کې چې د ۷۸۳ ميلياردو ډالرو په ارزښت توکي بيا خپل هېواد ته ورادوي. د برېټانيا ۲۵ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده. د دغه هېواد ۲۲ سلنه ځمکه دایمي څړځایونو، اووه سلنه ځنګلونو او پاتې ۴۴ سلنه غرونو، غونډیو، بېدیاوو، سیندونو، ښارونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. غنم، جغندر، کچالو، اوربشې، ګازرې، حبوبات، پنبه، مېوې، سابه، لبنیات، هګۍ او واښه د برېټانيا د کرنې او مالدارۍ مهم محصولات دي.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د برطانيه په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.