د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
د بريسټل ښار د منځ عکس د هوايي بوغکي څخه

بريسټل يو ښار او يو ولايت دي، چي په شمال لوېديځ انګلستان کي موقيعت لري. د بريسټل د خلګو شمير شاوخوا ۴٥٠٠٠٠ تنه شميرل شوي دي.

د بريسټل بندر او ښار[سمول]

يوه کښتۍ د بريسټل پر بندر
د بريسټل ښار يو چوک د شپي لخوا

د بريسټل بندر يو د نړیوالو او لويو ډيرو پخوانيو بندرونو څخه دي، چي د بريسټل د ټرانسپورټ (وړني راوړنې) لپاره په په پخوا وختونو کې تر ټولو ښه لار وه. د کال ١٧٠٠ او ١٨٠٧ تر منځ د بريسټل بندر د غلامانو د وړني راوړنې لپاره ډېر مهم رول درلود، ددې ځای خلګو به په خاصه توګه د افريقا څخه د غلامانو تر راوړلو وروسته بيا هغوي شمالي امریکا ته د کارونو لپاره وړل. په ١١مه پيړۍ کې ددي ځاي نوم Brycgstow وو (په پښتو ژبه معنی:ځای دپله سره).

اکانومي[سمول]

د بريسټل د ايفسکس په نامه کښتۍ د سيلانيانو لپاره

بريسټل يو لوي اوږد او پخواني کلتور لري، ددي سيمي توليدات لکه: پومبه، کبانو (ماهيان) توليدات، او واين (يو ډول شراب) وه. وروسته هغوي بيا د تمباکو توليد هم شروع کړ. د بريسټل اوسني اکانومي وس مهال پر ټيکنالوجۍ تجارت ولاړه ده، په ٢٠٠٩ کال کې بريسټل ددنیا د ١٠ هغه ښارونو په لړليک کي راوستل سو چي د ژوند کولو او ښار ته د سفر کولو هره زمينه پکښې تر ډيره برابره وه. مذهب په بريسټل کي دوه لوي مذهبونه موجود دي، چي د هغو څخه يي عيسويت پر لومړۍ ځای او مسلمانان پر دوهم ځاي دي، په بريسټل کي عيسويت او چندانې ډير پرمختګ نه کوي او کوم هغه کسان چې عيسويت دين لري کرار کرار ېې تر شا پريږدي خو ددي پر ځای د مسلمانانو شمير نور هم زياتيږي. او وسمهال په بريسټل کي ١١ مسجدونه موجود دي.