بریکوټ

د بريکوټ د غونډې يو انځور

بريکوټ د سوات مینګورې نه ۲۰ کلومیټرجنوب کې پخواني چي ۲۵۰۰ کاله پخوا يي بازیره نوم درلود. اوس دلته د ۲۵ زرو خوا سا خلک مېشت دي. په ۱۹۸۴ م کې څو اطالوي لرغون پوهانود بریکوټ غونډۍ ته پام سو نو یوه سروې يې وکړه. بیا په یو هیکټار زمکې کې کنستون پېل سو چې د پخوانۍ بازیرې ۱۲ برخه وه. په دې کیندنو کې د ۱۰ پېړیو ( ۷ ق م نه تر ۳ میلاد پېړیو) توکي رابرسیره سول. د زمکې په تل کې دې تر ټولو پخوانۍ خاوره کې د ۳ ق م پېړۍ کورونه جوړ وو او د هند د موریه واکمنۍ حال يې ویئلو. په ۳۲۸ ق م کې کله چې اسکندر دلته د خپل پوځ سره راغلو نو بازیره کې اساکیني خلک اوسېدل. د هغوی د کورونو کنډوالې اوس هم پاتې دي. په ۲ ق م پېړۍ کې دغه ښار چاپېره یو دېوال راتاو و. یوناني جوړښت ښایي چې د دیوال لپاره هغه ټولې ودانۍ په لوی لاس وران کړې سول چې د اوسپنې د زمانې ( ۷ ق م پېړۍ) انسانانو نه پاتې وې. دلته د هندي یوناني دورې سکې وموندل سوې.

تاریخی سیمی[سمول]

په بازیره کې د دریمې میلادي پېړۍ د کشان وختونو یو لوی عبادتځای هم رابرسیره سو چې څلور ستنې يې روغې وې. دا د کورونو څنګ کې و او د هغه وخت د بوداي جوړښتونو یاني سټوپو او ویهارا سره څه تړاو نه لري. ددې عبادت ځای جوړښت د مرکزي ایشیا سټایل لري. په بازیره کې د کشان دورې بې شمېره توکي د لرغون پوهانو لپاره د ټیکسلا نه زیات د پام وړ سول. د دیوال نه بهر د ۷ او ۸ میلادي پيړیو د ګندهارا تمدن نښې هم وې. په ټول ایشیا کې د بازیره په شان د هندي یوناني ښار بله داسې بیلګه نسته. په جنوبي ایشیا کې دا د کوشان دورې یو مکمل ښار دی چې په ساینسي اصولو کنستل کېږي. تر اوسه په دې پلټنو ۳۰ کاله اوړېدلي دي ځکه په سیمه کې په روانو شخړو، کار څو وارې وځنډيدو. د بازیره زیات ارزښتمن توکي د روم او ټورین میوزم ته یوړل سول. د بريکوټ تاريخي منډي يي د کتلو او انځورونو لپاره ښه ځاي دي. دلته پاکستان روپۍ استعماليږي.

اینټرنټ[سمول]

دلته د يو فون انټرنيټي شبکه تر ډېره حده پورې فعالیت کوي.
امنیتی کچه: ددي سيمي امنیتي کچه ډيره ښه نه ده.

سرچينې او وېشنيزي[سمول]

دا ليکنه د بریکوټ په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.