د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
نوروز په ۲۰۱۱ کال کې د بلخ په پلازمینه مزار شریف کې

بلخ د افغانستان  د شمال له مهمو ولايتونو څخه دی، چې د هېواد په کچه په لومړۍ درجه ولايتونو کې حساب دی. د دغه ولايت مرکز، مزارشريف ښار د سوداګريز او سياسي ارزښت له مخې د شمال د مرکزي ښار حيثيت پيدا کړی دی، چې له کابل ښار څخه د شمال پر لويه لاره د ميمنې او پلخمري ښارونو تر منځ پروت دی.

سيلانيان او ځايونه[سمول]

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې له ناامنیو سره سره په بلخ ولایت کې د لسګونه میلیونه ډالرو په لګښت د کورنیو او ځوانانو لپاره عصري تفرېح ځایونه او رستورانونه جوړ سوي. انځورونه د بي بي سي خبریال عنایت شهیر اخیستي.

  1. اوس د افغانستان په ټولو لویو ښارونو کې عصري رستورانونه او تفریح ځایونه سته چې ورتګ ورته ورو، ورو په یوه فرهنګ بدل سوی
  2. د دغه جګړه ځپلي هېواد وګړي د لنډې مودې لپاره چې هم وي له دا ډول زړه راښکونکو محلونو خوند اخلي.
  3. دغو رستورانونو او تفرېح ځایونو ته ډېر کم شمېر کورنۍ ورځي، هغه چې مالي توان یې یو څه ښه دی.
  4. ځینې کسان چې دغو رستورانونو ته ورځي وایي؛ د ښار له ګڼې ګوڼې او غږونو ډک چاپیریال ستړي کړي او دلته د ارامتیا احساس کوي.
  5. د قشلاق رستوران د مزار شریف ښار په څنډه کې د څه دپاسه ۱۰ میلیون ډالرو په لګښت جوړ سوی او هره ورځ لسګونه کورنۍ ورځي.
  6. رستورانونو ته د کورنیو ورتګ که څه هم افغانستان کې نوی فرهنګ نه دی خو مخ پر ودې دی.
  7. دا ډول زړه راښکونکې منظرې او ارامه فضا د هغو په نصیب ده چې به بېوزلي افغانستان کې یې مالي توان یې لري.
  8. هغوی چې پیسې نه لري تفریح ځایونو او عصري رستورانونو ته د تګ ارمان لري، خو هغه چې ورځې تر ټولو لویه هیله یې دا ده چې هېواد کې امنیت راسي او د هېواد ټولو برخو ته په ډاډه زړه سفر وکړي.
  9. ددغه ډول تفریحې ځایونو شمېر په ډېرېدو دی.
  10. دغو مجللو رستورانونو کې ډېرو کسانو ته کار زمینه برابره سوې او ډېر ورته افغانستان کې د اقتصادي پیاوړتیا په سترګه ګوري.
  11. بلخ د افغانستان په شمال کې له نسبتا ارامو ولایتونو دی او سواګرو پکې په هره برخه کې پانګونه کړې ده.
  12. تفریح ځایونو کې هڅه سوې د ورزش لپاره هم اسانتیاوې برابرې سي په تېره بیا د فوټبال لپاره.
  13. په مزار شریف ښار کې دننه هم د نسبتا عصري رستورانونو شمېر کم نه دی.
  14. د مزار شریف ښار کې هم پر رستورانونو د سلګونه زره ډالرو په ارزښت پانګونه سوې ده.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د بلخ په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.