د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

بلغاريا په رسمي توگه د بلغاريا جمهوريت دی او د اروپا د لويې وچې په سويل ختیځه برخه یا بالکان کې د ختیځ طول البلد د ۲۲ او ۲۸ درجو او د شمالي عرض البلد د ۴۱ او ۴۴ درجو تر مینځ موقعيت لري. شمال ته یې رومانیا، جنوب ته یې ترکیه او یونان، ختیځ ته يې تورسمندرګی، لویدیځ ته يې مقدونیه او صربیا هېوادونه پراته دي. د بلغاريا پراخوالی ۱۱۰ زره او ۸۷۹ کيلومتر مربعو ته رسيږي، چې له دې پلوه د نړۍ ۱۰۵ هېواد ګڼل کيږي.

نور ولولئ[سمول]

بلغاریا درې ډوله هوا لري: د شمالي سیمو ژمی يې ډېر سوړ او دوبی یې تود وي. د مارتیسا سیند د شاوخوا سیمو هوا يې هر وخت معتدله او لنده وي خو د جګو غرنیو برخو، په تېره د رودوپ غرونو، هوا يې ډېره سړه ده او ډېر اورښت لري. د بالکان سیمې د دغه کوچني هېواد ډېره خاوره د غرونو په لړیو پوښلې ده. د بلغاریا منځنۍ، سويلي او سويل لویدیځې سیمې ډېرې غرنۍ دي او د بالکان رودوپ او موسالا غرونه، چې لوړوالی يې په منځنۍ توګه له ۲۰۰۰ مترو څخه ډېر دی په دې سيمه کې پراته دي. د بلغاريا پلازمېنه صوفیه نوميږي. د دغه کوچني هېواد نفوس ۵،۸ ميليونه دی او په هر کيلو متر مربع ځمکه کې يې ۶۲۹۶ تنه ژوند کوي. د ټول نفوس ۷۳ سلنه برخه يې په ښارونو او پاتې ۲۷ سلنه يې په کليوالي سيمو کې ژوند کوي. په بلغاريا کې د نفوسو کلنۍ وده ۰،۸۳ سلنه ده او وګړي يې په منځني ډول له ۷۰ تر ۷۸ کلونو پورې عمر کوي. د بلغاريا ۵۲ سلنه وګړي ارتودوکس، ۱،۷ سلنه نور مسيحيان، ۷،۴ سلنه مسلمانان، ۰،۱ سلنه يهودان او پاتې ۳۸،۸ سلنه يې د مختلفو اديانو پيروان دي

خوب خوراک او څښاک[سمول]

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د بلغاريا په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.