د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

بلندغر يا بنوغر

منځپانگې

بلندغر يا بنوغر بازار دا بازار د لرغوني افغانستان د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې موقعيت لري چې نسبتاً يو متوسط بازارګۍ دی چې شاوخوا د زرو دوکانونو پورې دوکانونه لري چې ترڅنګ يې شاوخوا ځينې کلي هم اباد دي او د بازارګي په منځ کې هم ځينې کورونه او واړه کلي شته دی چې د شاوخوا منطقې او سيمې نفوس يې تقريباَ 30000 تنه اټکل کولای شو چې البته په دې نفوس کې به يوازې هغه اشخاص شامل وي چې د اته لس کلنۍ عمر يې بشپړ کړی وي د دې سيمې د نوم په اړه : د يادې سيمې د نوم په اړه بېلابېل خلک بېلابېأ اندونه لري : لومړی ډله خلک وايي چې ياده سيمه په اصل کې پلن غر دی چې د وخت په تېرېدو په بلندغر او بيا په بنوغر بلدل شوې ده، دليل وايي چې د دې سيمې جوړښت ته که وګوري نو داسې ښکاري چې دې سيمه کې پخوا غر و او لاندې ترې سيند بهېده چې د دواړه نښې اوس هم ښکاري. دوهمه ډله خلک دا وايي چې دې سيمه کې پخوا هزاره ګان اوسېدل او د هغوی مشر بلاغو نومېده چې د وخت په تېرېدو او د خلکو د لهجې په بدلېدو د يادې سيمې خلکو دې ځای ته د بلندغر نوم ور کړ. درېمه ډله خلک دا دليل وړاندې کوي چې ياده سيمه په اصل کې د بنو غر دی دوی چې بنو يوه پخوانۍ قبيله او غر د غر مانا ور کوي دوی دليل دا راوړي چې له يادې سيمې لږ مخکې يو بل کلی د بنو ګاه يا بني ګاه په نوم شتون لري که چېرته ياده سيمه بنوغر نه وي، نو دا دوهمه سيمه ولې بنوګاه بلل کيږي مطلب دا چې د بنوګاه په سيمه کې د بنو قبيله خواره واره اوسېدل او دا غونډۍ يا غر چې اوس کاملا له منځه تللی خو اثار يې ښکاري د بنوغر بلل کېده او زما له نظره راجح دليل هم دا دی. د دې سيمې د ويونکو ژبه : د يادې سيمې ډېری خلک په پښتو ژبه خبرې کوي او لږ و ډېر يې بيا په دري ژبه هم خبرې کوي، خو که چېرته څوک په پښتو ژبه وپوهيږي، نو ددې اړتيا به نه وي چې بيا د ستونزو سره مخ شي. ښوونځي : په همدې توګه دا بازار په خپله لمن کې څلور ښوونځي لري چې دوه يې دولتي او دوه يې خصوصي ښوونځي دي د دولتي ښوونځيو له ډلې يې لومړی د محمدي صاحبزاده عالي لېسه ده چې د بازار په زړه کې موقعيت لري او تقريباً تر لس زره زده کوونکو پورې زده کوونکي پکې خپلې زده کړې کوي دوهم يې د ملکه حميرا د نجونو لېسه ده چې نسبتاً د بازار يوه اړخ ته موقعيت لري چې ياد ښوونځی هم د شپږو زرو زده کوونکو د زده کړو چارې پرمخ بيايي په همدې شکل د خصوصي ښوونځيو له جملې يې د پيغام خصوصي ښوونځی دی چې تر دې دمه (1397 لمريز کال) پورې يو لومړنی ښوونځی دی چې دوه کاله دمخه يې په خپل فعاليت پيل کړی دی څلورم ښوونځی په دې سيمه کې د شهيد ملنګ جان خصوصي ښوونځی دی چې ياد ښوونځی هم په 1396 لمريز کال په دې سيمه کې په فعاليت پيل وکړ. مشهورې څېرې : ياده سيمه د مرحوم ملنګ جان ( امين جان ) اصلي او ار ټاټوبی دی ملنګ چې ټول لر او بر يې له نوم سره اشنا دی هغه ولسي او ملي شاعر و، چې د پښتونستان ارمان او د لوی افغانستان ارمانجن له دې دونيا لاړ، د هغه دا يوه ترانه خو به هر چا اورېدلې وي : دا زمونږ زېبا وطن دا زمونږ ليلا وطن دا وطن مو ځان دی دا افغانستان هېره دې نه وي چې په ياده سيمه کې د پښتو ژبې او ادب ستوري علامه صديق الله رېښتين مزار هم دی چې نسبتا د بنوغرو د بزار څخه په وتلې سيمه کې موقعيت لري. خوړنځايونه : د بنوغرو سيمه که څه هم کوم خاص خوړنځای چې په نړۍ واله سطحه وي يا دا چې يو لوی رستورانت اوسي نه لري، خو بيا هم واړه هوټلونه لري چې په هغې کې د رياض ساپي او برهان الدين هوټلونه ډېر مشهور دي په ياده سيمه کې د يو لوی هوټل د نه شتون ار عامل د جلال اباد ښار نږدې والی دی ځکه د جلال اباد ښار له يادې سيمې اووه يا اته کيلومتره لرې پروت دی چې يو شخص په اسانۍ سره کولای شي په لسو دقيقو کې ځان د جلال اباد ښار ته ورسوي. امنيت : په ننګرهار او په ځانګړې توګه په بهسودو ولسوالۍ کې له يادې سيمه بل امن او ارامه سيمه بله نشته دی، خلک يې ډېر مينه ناک، هوښيار، تعليم يافته او مېلمه پاله دي، له نويو راغلو او مېلمنو سره ډېره ښه رويه کوي.

سرچینې[سمول]