د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

بند امیر

منځپانگې

د بند امیر پارک

بند امیر د افغانستان په مرکز کې د هندوکش د غرونو واورې چې ويلي کېږي نو د کلکو تيږو په توږلو اوبو ته لاره وباسي. د ميلينونو کالو په اوږدو کې د اوبو مالگې چې کېلشيم کاربونېټ نومېږي د اوبو چاپېره دېوالونه جوړ کړي دي. اوس د هغو دېوالونو په منځ کې اوبه په پينځو لويو کاسو کې راټول دي چې بند امير نوميږي.

د پارک يو ښه انځور

د رڼو نيلا اوبو دا پينځه جهيلونه (ډنډونه) د سمندر نه درې زره ميټر(متره) لوړ دي او افغانستان ته تلونکې هر بهرنې غواړي چې يو وارې يې وگوري. د باميانو د ښار نه ۷۵ کلوميټر شمال لوېديځ کې بند امير د يکاولنگ په ولسوالۍ کې د طبعي ښکلا او د جوړښت يوه بې څارې بېلگه ده. ځاي خلکو دې ډنډونو ته نومونه ورکړي دي او د هر يو سره يوه کيسه هم تړلې ده. د امير نوم د اسلام د څلورم خليفه حضرت علي او د ده د ميړانې او سخاوت يوه نښه ده. د دې ډنډونو اوبه ټول کال يخې وي او ښايي ډېر منرالونه لري چې يوه چينه د شفا نوم لري او خلک يې اوبه د ځينو ناروغيو درمل گڼي. ورسره يو زيارت هم جوړ دې چې حضرت علي ته منسوب دې. د بند امیر لوی جهیل ( بند) ذوالفقار نومیږي، چې څلور ميله کې پروت دی او ۲۹۰۰ ( ميټر) متره ژور دی.

نور ولولئ[سمول]

بند امیر نړیوال پارک

د دې سره جوخت او لږ ورښکته تر ټولو وړوکې بند پنير ۱۵۰ ميټر اوږد دې. د هغې نه ښکته بند هېبت ۲ ميله اوږد او ۵۰۰ ميټر پلن دې. د بند هېبت نه چې کومې اوبه ۳۰ ميټر ښکته را توېږي ، د هغې نه يو بل جهيل جوړ شوې دې چې بند قمبر نوميږي. پينځم جهيل بيا نور هم ښکته او د داېرې په شکل کې يې نيم کلوميټر زمکه نيولې ده. دا بند غلامان نوميږي. د دې جهيلونو په منځ کې لږې اوبه ډنډ شوي دي او پکې ځنگلي پودينه راشنه شوې ده. دا بند پودينه نوميږي او په تېرو شلو کالو کې يې دا نوم خلکو ورته ورکړې دې خو په اصل کې بند امير هم هغه د پينځو کاسو نوم دې.