د بوليويا رسمي نوم د بوليويا دولت دی. دغه هېواد د جنوبي امریکا په لویديځه برخه کې د لویدیځ طول البلد له ۵۷ تر ۷۰ او د شمالي عرض البلد له ۱۰ تر ۲۳ درجو په منځ کې موقعیت لري. د بوليويا پراخوالی ۴۲۲۵۳۱ میله مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ ۲۸ م لوی هېواد ګڼل کيږي.
نور ولولئ
[سمول]د دغه هېواد پلاز مېنه لاپاز ښار دی او د وګړو شمېر يې ۱۱ ميليونو تنو ته رسيږي. په هر کيلومتر مربع خاوره کې يې ۱۰ تنه ژوند کوي. د ټولو وګړو ۶۸ سلنه برخه یې په ښاري او پاتې ۳۲ سلنه يې بيا په کليوالي سيمو کې ژوند کوي.
خوب خوراک او څښاک
[سمول]کوچابامبا، لاپاز، سوکر، اورو، ټرېنېډاډ، پوټوسي، مونيټر او ياکوبا د بوليويا لوی او مشهور ښارونه دي. د بوليويا د حکومت بڼه جمهوري ده. د دغه هېواد نوی اساسي قانون د ۲۰۰۹ کال د فبرورۍ په اوومه نېټه نافذ شوی دی. په بوليويا کې ولسمشر د لومړي وزير دنده هم پر مخ بيايي. د بولیویا ولسمشر او د هغه مرستیال په یوه وخت کې د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کيږي او دوې دورې کار کولای شي.