د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

بېليز پخوانی هندوراس چې اوس يې بېليز بولي، د کارابین سمندرګي په لویدیځه څنډه کې د لویدیځ طول البلد د ۸۷ او ۸۹ درجو او د شمالي عرض البلد د ۱۶ او ۱۹ درجو په منځ کې پروت دي. د بېليز په کلنۍ بودجه کې ۴۵۵ ميلیونه ډالره عوايد او ۵۰۰ ميليونه ډالره لګښتونه شامل دي. د دغه هېواد ۳.۵ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده. ۲.۲ سلنه ځمکه یې څړځایونو، ۸۵ سلنه يې ځنګلونو او پاتې نوره يې بيا غرونو، غونډیو، سیندونو، ښارونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د بېليز ۱۰ سلنه خلک د کرنې په سکتور کې په کار بوخت دي.

موقعيت او جغرافیه[سمول]

فيير په بيلز کي

پراخوالی يې ۸۸۳۳ میله مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ ۱۵۲ هېواد ګڼل کېږي. د بېليز شمال ته مکسیکو، جنوب او لويديځ ته یې ګواتیمالا او ختیځ ته يې کارابین سمندرګی موقعيت لري. د بېليز کوچنی هېواد د ځانګړي جغرافیایي موقعیت له کبله څو ډوله هوا لري. د شمالي سیمو هوا يې ډېره توده او د کارابین په سواحلو کې د پرتو سیمو هوا یې په زړه پورې معتدله او لنده ده.

ښارونه[سمول]

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د بېليز په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.