د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

ترټولو اوږده هوايي سفرونه

که څه هم په الوتکه کې سفرکول، کوم سخت کار نه دی، خو په پرلپسې توګه ۱۹ ساعته په يوه ساه سفر بيا ډېر مشکل دی، داسې اوږده سفرونه د مسافرو او پيلوټانو لپاره ډېر ستړي کوونکي وي، چې کېدای سي دا ستړيا کله کله ډېره خطرناکه هم ثابته سي. په نړۍ کې تر ټولو اوږد هوايي پرواز د سنګاپورنيوجرسي تر منځ دی چې ۱۵ زره کيلومتره او او په ۱۹ ساعته کې يې الوتکه طی کوي. ټولې څوکۍ یې بېزنيس کلاس څوکۍ دي، دا څوکۍ ډېرې راحته او اسوده دي، تاسې په دې الوتنه کې ۲۴۳ ډوله بېلابېلو فلمونو ته لاسرسی لرئ، هر کس ته ۱۵ اينچه تلويزيون مخې ته لګېدلی، چې ۲۵۸ تلويزوني خپرونو کتلای سئ، ۸۰۰ سي ډيانو څخه هم ګټه اخيستلی سئ، او ۲۲ راډيوګانې هم درته فعالې دي، او که مو دا هم نه خوښېږي، ۸۰ بېلابېل ويډيو ګېمونه هم کولای سئ. چې کېدای سي په دې اوږده پرواز کې مو سات پرې تېر وي. دا پروازونه د سينګاپور هوايي شرکت د ايربس (اې ۳۴۰) الوتکې په مټ اجرا کېږي، چې د ۴ سترو انجنونو درلودنکې ده.

خوراک[سمول]

په دې الوتنه کې مسافرينو ته دری وخته ډوډۍ ورکول کېږي، او بايد چې مخکې له الوتکې ته ختلو یې د ځان لپاره د خوړو ډول وټاکي. دا چې دومره اوږد پرواز د سينګاپور هوايي شرکت ته اقتصادي نه تمامېږي، نو دې شرکت تصميم نيولی چې دا اوږده پروازونه لغوه کړي او له بلې خوا مسافر هم د يوې ساه الوتنې پرځای دوه پروازه الوتنې ته ترجيح ورکوي. خو تر اوسه پورې تر ټولو اوږد ريکارډ د بويينګ شرکت دی، چې له لندن نه تر هانګ کانګ پورې یې ۲۲ ساعته مزل چې ۲۱ زره کيلومتره کېږي په يوه ساه وهلی دی.

ترټولو اوږدي هوايي الوتنې[سمول]

په نړۍ کې نورې اوږدې هوايي الوتنې:
۱ـ سيډني (استراليا) ــــــ ډالاس (تکزاس) ۸۵۷۸ ميله
۲ـ جهانسبرګ (سويلي افريقا) ـــــ اټلانټا ( جورجیا) ۸۴۳۹ ميله
۳ـ دوبی (متحده عربي امارات)ــــــ لاس انجلېس (کليفورنیا) ۸۳۳۹ ميله
۴ ـ ډالاس (تکزاس) ـــــ بريسبن (استراليا) ۸۳۰۳ ميله
۵ـ دوبی (متحده عربي امارات) هسټن (تکزاس) ۸۱۶۸ میله
۶ــ دوبی (متحده عربي امارات) – سانفرانسيسکو (کليفورنيا) ۸۱۰۳ ميله
۷ـ نيويارک ـــــــ هانګ کانګ ۸۰۷۲ ميله
۸ ـ نيورک (نيوجرسي) ــــ هانګ کانګ ۸۰۶۵ میله
۹ ـ دوحه (قطر) ـــ هسټن (تکزاس) ۸۰۴۷ ميله
۱۰ـ دوبی ــــ ډالاس (تکزاس) ۸۰۴۰ ميله

سرچینې[سمول]

ددې city travel guide to ترټولو اوږده هوايي سفرونه is an outline and needs more content. It has a template, but there is not enough information present. Please plunge forward and help it grow!