تڼي ولسوالۍ

تڼي ولسوالۍ د خوست ولايت يوه ولسوالي ده. دغه ولسوالي د خوست ښار سوېل ته په ۱۸ کيلومترۍ کې پرته ده، لوېديځ ته د پکتيکا له نکې ولسوالۍ او سوېل ته د پاکستان له سوېلي وزيرستان سره ګډه پوله لري، د کرومايټ ډبرو کانونه په کې ډېر دي او غرونه يې په ځنګلونو پوښلي دي.