دسورة الحشر اخري ايتونه

د سورة الحشر اخيري ايتونه په حديث شريف کي راغلي دي چي کوم څوک د سهار په وخت کي درې ځله ( اعوذ بالله سميع العليم من الشيطان الرجيم ) ووايي او بيا وروسته يو ځل دغه آيتونه مبارکان ووايي ، نو الله تعالی اويا زره ملايکه د دې لپاره مقرره کوي چي ترماښامه د دغه کس لپاره مغفرت وغواړي او کوم شخص چي يې ماښام ووايي ، نو ترسهارپوري ( دمغفرت دعاء ورته کوي ) . هُوَ اللَّهُ الَّذِى لَآ إِلٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ عٰلِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهٰدَةِ ۖ هُوَ الرَّحْمٰنُ الرَّحِيمُ الله هغه ذات دي چي له هغه پرته بل هیڅ څوک د عبادت وړ نسته. په پټه او په ښكاره هر څه باندي پوهېدونكى دی. همغه ډېر زیات مهربان او پوره رحم کوونکی دى. هُوَ اللَّهُ الَّذِى لَآ إِلٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلٰمُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ ۚ سُبْحٰنَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ الله هغه ذات دى چي له هغه پرته كوم هیڅ معبود بر حق نسته. هغه باچا، ډېر پاک، له ټولو عيبونو څخه سالم، امان وركوونكى، ساتونكى، په ټولو برلاسى، په زوره د خپل حُكم نافذوونكى، د لويۍ څښتن او لويي كوونكى دی؛ الله (ج) له هغه شرك څخه پاك دى چي خلك یې كوي. هُوَ اللَّهُ الْخٰلِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ ۖ لَهُ الْأَسْمَآءُ الْحُسْنٰى ۚ يُسَبِّحُ لَهُۥ مَا فِى السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ الله هغه ذات دى چي د هستوني پلان جوړوونكى او د هغه نافذوونكى او د هغه سره سم صورت جوړوونكى دى. د هغه ډېر غوره نومونه دى. هر څه چي په اسمانونو او ځمکه کښي دي، د هغه په پاكۍ سره ستاينه كوي او هغه برلاسى او د حكمت څښتن دى. ماخذ : شفآء السقيم  : ص ۵۹