د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
د ١٠٠٠٠ افغانو د لوټ پر شا باندي د بست د تاريخي کلا عکس .

د بست تاريخي د اوسني لښکرګا د بازار څخه مخ دجنوب پر خوا يو پنځلس شل دقيقې لار ده.

نور ولولئ[سمول]

١- شمس الدين عبدالله محمد بن احمد مقدسي البشارري په (۳۵۵و ۳۹۰هـ) شاوخوا كي د اسلامي دورې له كلاسيكو جغرافيه ليكونكو څخه په خپل كتاب احسن التقاسم كي د بست ښارونه داسي راښيي. ”بست“ يوه لويه او اباده سيمه ده چي يوولس سوه كلي لري او د بست سره تړلي ښارونه يې په دې ډول دي: جهالكان، قرمه، بوزاد(= اوسنى نوزاد، ارض داور ”=زينداور“، صروستان(= سروسان =سروان كلا)، رخود (رخج= كندهار) بكر آواز (=بكر آباد)، تكر آواز، بكيرا، بنجوى، ”پنجوايي“، كش ”=كشكنخود“، روذان، سفنجاوى، (سفنجار، اوسنى سنځرى)، طالقان ” دبست تلوكان.
٢-د كلاسيكو جغرافيه ليكونكو په ځانګړې توګه عرب (ابن حوقل) په (۳۶۶هـ) او اصطخري په (۳۲۲هـ) كي د بست اړوند ارزښتناکي څرګندوني لري او همدا ډول د پښتني كلاسيكو شفاهي حماسي ادبياتو له مخي داسي څرګندېږي چي بست په خپل وخت كي دوې دروازې درلودې چي يوه يې د هلمند سيند لوېديځي خواته او بله دروازه يې د کلا ختيځ خواکي وه.
٣-د هنديانو په مذهبي کتاب (بګبهت) کي هم ددې ښار يادونه سوې ده. چي دا ښار د هنديانو د پاره يو سوداګريز مرکز ؤ.

خوب خوراک او څښاک[سمول]

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د د بست تاريخي په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.