د بټي کوټ ولسوالۍ د غازي آباد کلی

د (غازي آباد) کلی د ننګرهار ولایت په بټې کوټ ولسوالۍ کې موقیعت لري، چې د بټي ګوټ شمال ته په نږدې شپږ کیلومترۍ کې پروت دی. شمال ته یې د چهاردهي کلی پروت دی، ختیځ ته یې د ګړۍ او تکیا سیمي پرتي دي، جنوب ته یې د ګوندیانو کلی موقیعت لري، لویدیځ ته ببریانو(بابریانو) سیمه پرته ده. ددې سیمي خلک، تر ډیره په زراعت بوخت دي او جوار او غنم موسمي فصلونه دي، چې کرل کیږي، هندواڼې، خټکي، ګني، د ستروس د کورنۍ بوټي پکې هم کرل کیږي او خلک یې ددې نباتاتو په کرکیله بوخت دي. امنیت یې پخوا خورا خراب وو، خو اوس د نږدې یوې میاشتې راهیسي د د سیمې د خلکو له لورې وسلوال پاڅون شوی، چې دا سیمه اوس بیخي باثباته ده. د غازي اباد په سیمه کې د غازي اباد ــ چهاردهي بازار موجود دی، چې لوی هوټلونه او ریسټورانټونه نه لري، مګر واړه او د مسافرو د ضرورت وړ خواړه له دې وړو هوټلونو ترلاسه کیدای شي، مګر د شپي لپاره هوټلونه ځای نه لري. د سیمي خلک میلمه پال دي، چې مسافرو ته په خپلو میلمستونو، مسجدونو او عامه ځایونو کې د شپې او خوړو ځای مساعدوي. په دې نوم، په کنړ ولایت کې یوه ولسوالۍ موجوده ده، چې ډیری وخت، خلک یې په توپیر کې سهوه کیږي، هغه یوه ولسوالۍ ده او دا د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو کلی دی.