د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

د سپين بولدک جنګي کلا

د سپين بولدک جنګي کلا چي د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ په شاوخوا کي سړک ته نږدې يوه لويه پخوانی جنګي جنګي کلا ده، چي د افغانستان له مهمو او تاريخي کلاوو څخه ګنل کېږي. ددې کلا پخوا ئې نوم کلای جديد وو. دغه کلا چي سل کاله وړاندي د امير حبيب الله په امر پراخه او د کلا په هرکونج کي يو برج او پر شاوخوا ئې خندق وکښل سو. د کلا دېوالونه تيرکښان لري چي جګوالی ئې له ۲۶ څخه تر۳۰ فوټو پوري وو. کلا دمستطيل په شکل ده چي مساحت ئې دوه پنځوس مربع مټره کېږي .

د کلا اړوند نور هم ولولئ[سمول]

په دغه ګارنيزيون کي د برجانو په ګډون نږدې شپږ سوه تنه منظم پلی پوځ پروت وو. او د کلا شاته د ميوو د ونو باغچه، وړوکۍ مسجد او د هغو افغانانو قبرونه دي چي د انګريزي يرغل پر مهال په جنګ کې شهيدان سوي دي. د خپلواکۍ په جګړه کي په ۱۹۱۹ع کي د انګرېزانو زرګونو فوځيانو پر دغه کلا د چمن له لوري يرغل وکړ او پکښي۳۰۰ افغان عسکرو ته ئې تلفات واړول خو د قبايلو لښکر په مټو انګرېزان مات سول او افغانستان خپلواکي واخيستل، او ټولۍ مشر محمديوسف خان هم په دې جګړه کي ټپي سو. په دې يرغل کي د انګرېزانو څخه يو FT 17 ټانګ هم پاته سو چي ورسته ددې کلا مخ ته پروت وو او په ۲۰۰۴ع کال کي د امريکايانو تر راتګ وروسته د نامالومو خلګو لخوا د افغانستان څخه يوړل سو. په دې کلا کي اوس د ملي اردو کنډک اوسي او تاریخي ارزښت کرار- کرار له لاسه ورکوي.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د د سپين بولدک جنګي کلا په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.