د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

د شالمار میله

شالمار په کندهار کی هغه لویه دودیزه میله ده چې هر کال د توتو پخیدو سره سم پیلیږی او شاوخوا تر څلویښتو ورځو پوری دوام کوی. دا میله د تاریخ له پلوه خورا پخوانۍ او هغه مهال چې د افغانستان بنسټ اېښودونکی احمد شا بابا څخه اڅکزیو او بیا لرې پرتو سیمو خلکو د یو میله ځاى د جوړیدو غوښتنه و کړه نو ور سره سم د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې میله ځایونه جوړ سول. تر ډېره ددې میلې ګډونوال د کندهار د ختیځو ولسوالیو دامان، سپین بولدک، ریګستان، ښوراوک، شګی، ارغستان، معروف او نورو سیمو څخه وی. ددې میلې ګډونوال تر ډېره پر غیږ نیونو، اتڼونو، دریا او نورو سیمه ایزو لوبو بوخت وی. د شالمار میلی ګډونوال کولاى سی چې د ارغنداب په هره سیمه کې پرته له کومې ستونزی توت و خوری او په بېلا بېلو ځایونو کې اوسیږی. د شالمار ګډونوالو ته خورا کلک امنیتی تدبېرونه نیول سوی وی او هغوى د شپې او ورځې یو بل ته نارې کوی او هم سیمه ییزه لوبې.

تاريخ[سمول]

کله چی احمدشاه بابا کشمېر فتح کړ، نو له ده څخه د اڅګزو د قوم مشرانو غوښتنه وکړه چی موږ د رېګونو او صحراوو اوسېدونکی یو، نو موږ ته یو، باغ راجوړ که چې موږ مېلې پکښې کوو، نو بیا احمدشاه بابا د ارغنداب د دوراهی څخه تر مرنجان پورې دا ټوله سیمه د شالمار مېلې ته ځانګړې کړه او دا یې هم وویل چی دا دې یوازې د اڅګزو د قوم مشرانو غوښتنه نه، بلکې د ټولو خلکو وی.

سرچینې[سمول]