د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

د چين ديوال د چين هيواد دنفوس په کچه دنړۍ ترټولو لوى هيواد سربېره د چين هيواد پيژندګلوى يوشميرنورې ځانګړتياوې هم لرې ، چې يو يې ديوال چين هم ياديږې او د نړۍ په ٦ عجائبوکې هم شيمرل کيږې د ٤٥٠٠ ميله څخه زيات اوږد دغه د انسانانو پرلاسونو جوړشوي ديوال چې پيل يې ٥ پيړۍ وړاندې قبل مسيح عليه السلام څخ د ١٦ پيړۍ پورې د بېلابېلو مرحلو څخه تيرشوې او اوسنى شکل يې اختيارکړې ، دديوال په چين په اړه داسې ويل کيده چې ، په کره يې زمکه واحد شئ دى ، چې انسانى سترګه يې بغيرد کومې آلې څخه اوآن ترسپوږمۍ څخه ليدل کيږې. مګر ساينسپوهانو دغه خبره ناسمه بللې او حقيقت دادى چې ، ياد ديوال يوازې هغه وخت ليدل کيږې کله چې ، دلمرسترګى رڼا په خاص ډول پرديوال پريوزې ، اوپه دغه وخت کې چې کره ارض موسم هم په يو خاص کيفيت کې وى ( هغه ځاى چې دزمکې دسطحې څخه ١٦٠ کيلوميترو نه تر ٢٠٠٠ کيلو ميترو پورې لوړدى ) وخت وى او په زړه پورې خبره داده ددې ديوال په مقابله کې يو ډيرغيراهم شيان ترستوګيږې ، دبيلګې په توګه په دښتوکې جوړشوې اوږده سرکونه دخلاء څخه ليدل کيږې . دديوال چين په اړه اول ځل بحث په ١٩٣٢ هغه وخت مخې ته راغى کله چې ، مشهور کارټون وايي باور لري یا نه کې داسې وانګيرل شوه چې ، د انسانانو په لاس جوړشوى ديوال د سپوږمۍ څخه ليدل کيږې وايي باور لري یا نه له امله ياده خبره ومنل شوه د خلايې دور په پېل کې هم د ديوال چين په دغه (اعزاز ) چاهم شکونه نه کول ، مګر ددې لوى ديوال په هکله شکونه اوشبهات هغه مهال پيداشو کله چې ، په ١٩٦٩ کال دسپوږ مۍ څخه راغلې نيل آرم سټروګ څخه بيابيا وپوښتل شول چې ، ددغې سيارى څخه ديوال چين څه ډول ښکاريده.

داهم وګورئ[سمول]

د چين لوي ديوال

نيل چې ، کوم ځواب ورکړ، کوم چې ، اوس مهال د ناساد جانسن سپيس سنټرپه تړاو يو پروګرام يوځل بيانشرکړاى شو ، نيل ويلې ؤ چې ، هغه د سپوږمۍ څخه ضرور براعظم ليدلې او داسې د اوبو حوضونه يې ليدلې ، مګرهغه د ٢٣٠٠٠٠ ميله څخه لري دانسانانوپه لاس جوړشوې کوم شي ليدلوباندې نه دې بريالې شوې ، سوال داپيداکيږې چې زمکې د سطحې څخه اوچتي خلاء څخه ديوال چين څه ډول او څنګه ښکاريږي. ددې سوال ځواب دناسا مخکنې خلاباز جيفرې هوفمين ورکړې کوم چې ، ١٩٨٥ نه تر ١٩٨٩ ع کلونوکې د خلاته تلونکيو پنځه واړه سپيس شټل ميشنونوکې يې برخه درلوده ، هغه ويلې پردغه مهال سپيس شټل څو وارې د ديوال چين د پاسه تللې مګر زما سترګو د ديوال چين د ليدلو څخه محرومه وې ، اصل مشکل دادې چې انسانې سترګو ته هغه شي په ښکاره ډول ليدل کيږې ، دکوم شيانو رنګونه چې د شاوخوا شيانوسره توپيرولرې په ديوال چين کې دسياحت کونکو لپاره څوځايونه بيارغول شوې ،مګر دهغې ډيرى برخې زړې شوې لدې سربيره دهغې په جوړلو کې ډيرې ډبرې کاريدلې چې له هغې وجې څخه د انسانې سترګې لپاره دخلا څخه ديوال اود هغې د شاوخوا څخه توپيرکول ډېر ستونزمن او ناشونې دې ، لدې وجې ، هوفمين چې اوس مهال د ميساچوسټس انسټيټيوټ آف تکنالوژې کې د ايرو سپيس انجينرنک پرفيسردې ويلې د ديوال چين په څيرد فراعنه مصرد اهرامونو دليدو څخه هم محروم شوې ، مګر هغه وايې چې، هوايې ميدانونوکې دالوتکولپاره سرکونه او نهرونه چې ، دهغې د شاوخوا ځايونوڅخه ،توپير ولرې په اسانۍ سره پيژندلى شې ، ځينو امريکايې خلابازانو په ځانګړې ايګ قبره او اډلو ويلې ، دې چې هغوې دخلا څخه ديوال چين ليدلې مګر داپه هغه وخت ترسترګوکيږې ، کله چې ، لمرسترګه راخيژې اوياهم ډوبيږې ولې چې دغه وخت درڼا له امله د ديوال چين سيورې ډير اوږد وې چې د شاه خوا څخه يې توپيرکيږې اودوى ديوال ليدلې . ٢٠٠٤ ع امريکايې خلاباز ليرويو چيوا دبين الاقوامې خلائې سټيشن بيجنګ څخه ٢٠٠ ميله لرې د شمالې منګوليادپراخې سيمې دهغه وخت يو انځور اخيستې کله چې ، د لمرسترګه د ديوال چين په حق کې وه ، او وروسته دناسا ځينوپوهانو ددې خبرې پخلې او تصديق کړې چې ، په انځورکې دديوال چين په څير يو خړانځورپه سترګوکيږې ، انسانې سترګې په پرتله ماشينونه ډيرښه کارکوې په خلاء کې تاويدونکى مصنوعې سيارو باندې داسې آلات نصب شويدې چې ، د خړوالې او وريځواخوا د ليدو صلاحيت لرې ، مګر دسترګو لپاره ددغو حايلوشيانو څخه اخوا کتل ناشونې خبره ده ، ځينې مصنوعې سيارې د بيلګې په توګه امريکايې جيولوجيکل د سروى سټيلائټ لاندسات کوم چې د زمکې څخه ٤٣٨ ميله لوړ په خلاکې دى ، يوازې په ځانګړې موسمې صورت حال کې انځورونه اخيستلاى شې ، امريکايې جيوجيګل سروى د(لينډ ريموټ سينسک پروګرام ) دانفارميشن اسپشليسټ رونالډ بيک ويلې ، له موږ سره داسې انځورونه دې چې په هغې د ديوال چين شاوخوا له واورى څخه ډک ښکارې چې ، له امله يې دغه په انسانې لاسونو جوړ ديوال ترسترګوکيږي .

داهم ولولئ[سمول]

د چين ديوال په ٢٠٠۶م کال کې

چينې وګړو ډيره زمانه پدې خبره فخرکاوه چې ، دخلاڅخه په سترګوکيدو يواځنۍ شي چې په انسانې لاسونو جوړ دې ديوال دهغوې په هيواد کې شتون لرې . په ٢٠٠٣ ع کال کې چې ، کله د چين اولنۍ خلاته تلونکى يحي ليوي دزمکې د مدار د چکر راستون شو هغه د ا انکشاف وکړچې ، دخلاڅخه د ديوال چين د ليدولو څخه محرومه دى ، نو په چينايانو کې د نااميدۍ خبرې رامنځته شوې ،په دغه وخت کې په چين هيواد کې د ديوال چين د خلاڅخه په نظرراتلو اونه راتلو په اړه بحثونه پيل شوچې ، تر ننه پورې دوام لرې . مګر چينې عوام لا څه کوې د چين اکيډمې آف سائنسز د انسټيټيوټ آف ريموټ سينسګ ايپلي کيشينز پروفيسر وی چینګی وايې موږ ته اوسمهال دلاډيرو تجربو کولو اود خلابازانو لپاره په نوې بڼه کارکولو ته اړتياده ، مګر ددې خبرې دامطلب نه دې چې د هغه خبره سل فيصده صحې ده اوداهم ويل کيږې چې سپيس شټل دومره په تيزۍ سره تګ کوې چې ، په کوم ځاى بآندې د سترګو د نظرودريدل ناشونې دى.

سرچينې[سمول]

دا ليکنه د د چين ديوال په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.