د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

د کابل ميوزيم

د کابل ميوزيم

د کابل ميوزيم د شلمې ميلادي پيړۍ په سر کې د باغ بالا يوه کوټه د افغانستان د لاس جوړ شوي شيانو لپاره بيله کړې شوې وه چې پکې خامک، زردوزي او څو قالينې ايښې وې. بيا هغه لرغوني توکي چې کله نا کله به د افغانستان په لرغونو ښارونو کې وموندل کيده، ددې نندارتون برخه شول. تر ۱۹۱۹ م هغه توکي د ارگ يو تالار ته يوړل شول اود يوې بيلې ودانۍ په جوړولو لاس پورې شو.

اړوند[سمول]

په ۱۹۲۲ م کې د دارلامان د ماڼۍ سره څنگ کې اوسنې ملي ميوزيم جوړشوچې دوه پوړه يې لرل.

د افغانستان د حکومت جوړيدو سره د ميوزيم بڼه

تر ۱۹۹۰ م په دې وړوکي ميوزيم کې د يو لکو نه زيات لرغوني شيان ايښي و چې د افغانستان د بيلا بيلووختونو او دسيموتاريخ يې په گوته کوو. خوهم په دې کال ددې د بربادۍ هغه داستان پيل شو چې د نړۍ بل يو ميوزيم ورسره نه ومخ شوې. په ۱۹۹۴ م د مارچ په مياشت د ميوزيم په ودانۍ يوتوغندي راپريوتو او يوې برخې يې اورواخستو. دلته شاو خوا اوياو کارکوونکو ته امروشو چې د ميوزيم نايابه اثار دې کابل هوټل ته يوسي. په دوو کالو کې ددې زيات توکي د ژغورنې لپاره وويستل شول خو هيڅوک خبرنه دي چې څومره ورک او يا په پټه خرڅ شول. خو څه نا څه اويا زره توکي يې بې درکه و. دويشت زره نورپه ارگ کې د ساتلو لپاره وړي و خوڅرگنده نه وه چې د هغه ځاې ساتونکو نيت ورته څه و. لس زره کاله پخواني د حيواناتو ډبرينې مجسمې، سيکې، د آج جوړ زينتي شيان، لرغونې صحيفې، د اسلامي دورې نقاشي، لوښي او داسې بې شميره توکي چې يوبل قام به ورباندې وياړيدلې وې، افغانانو پخپل لاس چوراو خرڅ کړل.

د شيانو بيرته راوړل[سمول]

د ميوزيم اړوند توکي

اوس هم د ميوزيم نيم نه زيات توکي په نورو ملکونو کې دي. زيات توکي هغه دي چې غير قانون کيندنو کې بهر وړل شوي دي. دا د افغانستان د مرکزي، شمالي ولايتونو نه و. غزني، خروار، مس اينک، پغمان، چار اسيا او پخپله د کابل شاوخوا سيمونه غيرقانوني کيندل شوي توکي بهر خرڅ شول. د ۲۰۰۲ م راهيسې پينځو سوونه زيات توکي د ولس له خوا ميوزيم ته ورکړې شول چې خلکو په خپلو زمکو په کيندنو کې موندلي و. دې خلکو ته د لسو زرو نه واخلې تر دوو لکو افغانيو پورې انعام هم ورکړې شو. د تپه فلول، د باگرام ، طلا تپې اود آې خانم د هغو توکو نندارتون چې په خينو اروپاي ښارونو ، اميرکه او کاناډا کې د ۲۰۰۳ م کال راهيسې جوړ شوي و، افغانستان ته ډيره گټه رسولې ده او په دريو کالو کې د ميوزيم په بيا جوړولو او د توکو د ساتنې لپاره درې نيم ميلينه ډالره کارول شوي دي. په دې ميوزيم کې ترټولو لرغوني توکي دولس زره پخواني د گچو او د خټو نه جوړځينې مجسمې دي خو ډير يې اوس هم د نندارې لپاره نه دي ايښودل شوي. ددې ودانۍ په اوسني پرمخ تللي وسايلو نه ده سمباله. په کوټو کې د تودوخۍ او د نمژنې هوا د کنټرول سيسټم نشته او ښاي له دې کبله د ليکلو صحيفو ځاې نه لري. دا ميوزيم اوس بيا جوړ شوې دې خو داسې مې انگيرله لکه چې مار خوړلې د پړي نه ويريږي. هغه توکي چې د فرانسې، جرمني، جاپان، بريطانيې او د امريکه لرغون پوهانو پرې درانه کتابونه ليکلي دي، وو مې نه ليدل. د هغې ننداره مې په لندن کې وکړه.