د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

د کوټې څخه کراچۍ ته


د کوټې څخه کراچۍ ته لاره په سويلي آسيا کي د لويو لارو څخه ده، چي د پاکستان هيواد د بلوچستان ولایت د سيند ولايت سره نښلوي، دا به کيدای سي د پاکستان د دوو يا درو لويو لارو څخه وي. دا لاره د افغان سوداګرو او د پښتنو او بلوڅو د تګ راتګ لپاره يو تر ټولو مهمه لاره ده. چي په لاره کې سبي او نور لوي ښارونه راځي کوم چې د ډيرو د کتلو لپاره يوه ښکلې نظاره ثابت کيدلاي سي، او يادونه دي چي د کراچۍ ښار د پاکستان تر ټولو لوی ښار دي چي د سند په ولایت کې موقعیت لري.

ښارونه[سمول]

  • کوټه — د بلوچستان تر ټولو لوی ښار، او ددي ولایت پلازمینه..
  • کراچۍ — د پاکستان تر ټولو لوی ښار، لومړی پلازمینه، د پاکستان د تجارت ۳۵ سلنه یې جوړوي
  • سيبي — د بلوچستان تر ټولو ګرمه سيمه، دا سيمه د پاکستان ٧٠ په سلو کې ګاز ورکوي.
  • جيکب اباد — د سند يو ښار، په پاکستان کې د امریکا تر ټولو لویه هوايي اډه ده

وروستۍ ځای[سمول]

دا ليکنه د د کوټې څخه کراچۍ ته په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.