د ګردېز ښار

دګردېز ښار د پکتیا مرکزي ښار دی چې امنیت یې نسبت ولسوالیو ته ښه دی او دغه ښار د پکتیا په ولایت کې قرار لري دغه ولایت پوره څوارلس ولسوالی لري چې په ټولو کې یې احمد ابا او شواک امنه دي او نورې یې د امنیت له اړخه کمزوري دي دغه د ګردېز ښار د طبعی ښکلا له مخې ډېر ښایسته او یوه لویه دښته لري چې په خوږو اوبو مشتمله ده دلته ځينې داسې تاریخي اثار شته چې د یادولو دي لکه: د ګردېز باالحصار او د شیرعلي صیب چینه د مارانو چینه او نورې... په دغه ښارکې د ډېرو زیاتو علما کرامو او پیرانو مزارونه هم شتو ن لري دغه ښار د خوست او کابل په لویه لاره پروت دی چې سوداګریز ارزښت یې هم نسبت ښه دی، ددغه ښار اوسیدونکي ګردیزي ، منګل ، ځدارڼ، ځاځي او احمدزي دي چې زیاتره یې ګردېزي او ځاځي دي، په دغه ښار کې د زیاتو صنعتي نمایندګیو ددغه ښار تجارتي ارزښت له پسې زیات کړی دی او هم یې لویه فایده ورته کړیده، په ګردېز ښار کې لویه ښېګڼه داده چې د پکتیا پوهنتون هم دلته شتون لري او دغه پوهنتون تقریبا د ښار په منځ کې دی او د تلو راتلو لاره یې هم نسبت پکتیکا ته امنه او پخه ده.