د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
کولو سيام په رڼا کې

روم د ايټاليا ترټولو لوی ښار او ددي هيواد پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار دي. خو د روم نوم په اصل کې د يو سلطنت نوم و چې اوس د ايټاليا ښار د لوې ميوزيم په څېر دی چې د هر يو تمدن او د تهذيب نښې پکښې ليدل کېږي.

نوم ايښودل[سمول]

د روم د بنسټ په اړه درې کيسې مشهورې دي. يوه پکې ډرامايي ده. د دوي ليکلې تاريخ وايي چې په ۷۵۳ ق م کې د روم يو باچا رومولس نوميدو او ولسي داستان وايي چې د رومولس مور د يو معبد راهبه وه. هغې ته اجازه نه وه چې له نارينه سره وويني . خو يوه ورځ مريخ سياره پرې مئينه سوه او دواړو به يو بل سره پټ ليدل. بيا د هغې راهبې غبرګ زامن وزيږېدل. مشر راهب چې خبر سو نو هغه راهبه يې ووژله او دواړه ماشومان يې په يوې ټوکرۍ کې سيند ته لاهو کړل. ټوکرۍ د اينځر د ونې په څانگو کې ونښته چې هلته يوې ليوگۍ خپلو ماشومانو ته شيدې ورکولې. دې دواړو وروڼو چې يو يې رومولس او بل يې روموس نوميدل د هغې ليوگۍ شيدې وڅښلې. وروستو چې لوې سول نو د ښکار ځايونه يې پخپلو کې وويشل خو يوه ورځ روموس د رومولس په زمکه ښکار وکړو، جنگ ووسو او رومولس خپل ورور ووژلو. بيا رومولس دا ټول ښار اباد کړو. تاريخي شواهد وايي چې د روم ښار د ټايبر نومې سيند پر غاړه اباد دی. د دې سيند پر غاړه دوه نيم زره کاله پخوا خلک په وړو وړو قبيلو کې اوسيدل. د هر يو کلي خپل خان و او کله نا کله به يې پخپلو کې سرونه ماتول او وروستو به يې جرگې کولې. په کال کې يو وارې، د اپريل په ۲۹ نېته به د سپرلي يوه لويه ميله کيده.

د روم زاړه ديوالونه

د هر يو کلي مشر به ټاکل سوي ځاې ته ورتلو او نورو ته به يې د ټول کال پيښې او حال وئيلو. بيا دوي د يو بل سره د مرستې او تجارت اصول او د سرغړونې لپاره يې سزا وټاکله. د ميلاد نه اوو سوه کاله پخوا هم دا نظام چليدو خو هغه وخت يو مشر رومولس برلاسې سو او نورو ټولو خپل باچا ومنلو. له دې وروستو تر دوو سوو کالو پرله پسې نورو باچاهانو په دې سيمه حکومت وکړو خو په ۵۳۴ ق م کې دا شاهي نظام ختم سو او پخوانې د خانانونظام بيا راغلو چې د مشرانو هغه غونډه يې د فورم يا د جرگې په نوم ياد کړو. د وخت په تيرېدو دوي د مشرانو فورم ته د سينيټ يا سنات نوم ورکړو چې اوس په ډېرو ملکونو کې شته. د روم د هغه وخت د فورم سمبول څلور ستنې د دې ښار تر ټولو پخوانۍ کنډوالې دي. روم په ۴۰۰ کالو کې د هسپانيې نه واخلې تر مصر او فلسطين پورې خاوره په زور ونيوله. دوي به په هرې سيمې کې خپل د خوښې مشر ټاکلو او له هغوي به يې باج اخيستو. په ۹۸ عيسوي کال کې د سينېټ يو تن بيا ځان باچا اعلان کړو چې ورسره د روم سلطنت په رژيدو سو. ورپسې څلورو سوو کلونو کې باچاهي نظام روان و او اخر يې لمنه راټوله سوه او د روم سلطنت پاې ته ورسيدو.

پخواني مشهورتوب[سمول]

د روم حمامونه ډېر مشهور و او دا يواځې د لمبا ځايونه نه و بلکه په دې کې خلکو يو بل سره د زړه خواله هم کوله. له جنگه ستړې پوځيانو به پکې دمه او جنرالانو به پکې سازشونه کول. د حمام د اوبو د تودولو لپاره د فرش لاندې بټۍ جوړې وې. د زمکې لاندې لارې د غلامانو د تگ راتگ لپاره وې چې زيات يې د نورو ملکونو جنګي بنديان وو، او دوي ته اجازه نه وه چې د زمکې په سر وگرځي. د هغوي د اوسيدو ځايونه هم د لويو دېوالونو په بېخ کې جوړيدل ځکه چې د هغوي په وجود د ماڼۍ ښکلې مرمرين دالانونه بيا بدرنگه ښکاريدل. د دې پر ضد څو کسانو به بغاوت کړي وي خو يو نوم په تاريخ کې پاتې سو چې سپارټي کس وو.

د زاړه روم سټاټو

روم د خپلو روزل سويو پوځيانو او د هغه وخت د پرمخ تللي وسلې په زور خپل سلطنت دومره پراخه کړو چې له هغې وړاندې يې څارې نه ليدل کېږي. د دوي په پوځ کې ځوانان د بېلا بېلو کنډکونو او ځانگړې جنگي مهارت لپاره روزل کيده. پلي، سپاره، غشي ويشتونکي او د تورې ډال خاوندان، د يو نسل يا د قام خلک نه بلکه مسلکي جنگيالي وو. يو وخت روم د جنگ د غنيمت مال او د نورو ملکونو د شاهانو په خزانو دومره شته من سو چې کروندگرو خپلې کروندې ورته پرېښودې او پوځ کې ورگډ سول. پوځي جنرالانو د دوي زمکې واخيستې او بيا هر چا پخپل توان په دې زمکو ماڼۍ جوړې کړې چې پکې عبادت ځاې، باغونه او حمامونه وو. د روم دېرې ښکلې ودانۍ د ختيځ د لويو تمدنونو په ويجاړولو جوړې سوې چې اوس لبنان، سوريا او ټيونس په نوم يادېږي.

د روم ورانيدل[سمول]

پوروم روم ورانه تاريخي ودانۍ

د روم زوال خو د دويمې ميلادي پېړۍ کې هغه وخت پېل سو چې د دې واکمن پخپلو کې ونښتل. د روم اېمپراتوري له وړاندې په دوو برخو وېشلې وه چې يوه يې ختيځ او بله په لوېديځ کې وه. د روم شا و خوا نورو اروپاي ملکونو لکه جرمني، فرانس او شمال لوري ته د ناروې او سويډن په شان ملکونو کې مېشتو قبايلو وار په وار دلته حملې پېل کړې. په دوي کې يوه ډله خلک گال او بله وېنډل نوميدل. دوي په روم داسې ناتار جوړ کړو چې د دې ښکلې باغونه يې ويجاړ، مجسمې يې ماتې کړې او کورونو ته يې اور ورته کړو. په اروپايي ژبو کې د وېنډلزم تورې هغه وخت کارېږي چې څوک يوه ملي ودانۍ چور کړي او يا مجسمه ماته کړي.

هغه څه چې باید پرې پوه سو[سمول]

روم د هوا څخه

هلته ماښام هم هغسې د ماځيگر په شان ښکاري. او د ځينو په وينا د روم څلور ميليونه وگړي د شپې تر ناوخته ويښ وي او د ډېرو روزگار په سېلانيانو ولاړ وي. په وړو کوڅو کې ځاې ځاې د افريقا او آسيا سوداگرو پر زمکه څادر غوړولې وي او د مشقڼو، مريو، امېلونو، سيگرټ، کمربند او نور توکي خرڅوي چې د بيې په سر ورسره بحث کولې شې، ياني چنې وهلې شې.

سياست[سمول]

په روم کې د پارلمان او د سينېټ ودانۍ د شپاړسمې او اوولسمې پېړيو کې جوړې سوې. او په اوس وخت کې هم ددې ودانيو مخې ته نه پوليس ولاړ يي او نه پوځ. د روم واکمن د لوبو د سياليو ډېر شوقيان وو او خپل خلک به يې په دې لوبو بوخت ساتل چې څوک بغاوت ونکړي. هغه پخوانی ميدان اوس هم شته چې اسونه او د اسونو گاډو به پکې ځغستل، د انسان او د وحشي ځناورو د جنگ نه به ولس خوند اخيستو. اوس دا يواځې د سېلانيانو د کتلو لپاره دی. د روم ښار د پخوانۍ دروازې په څنگ کې د مصر په شان يو اهرام ولاړ و چې د شلمې پېړۍ اېمپراتور بونيتو مسوليني پکې خښ دی. ده د پخوانو باچاهانو سره په سيالۍ کې د ښار له کلا سره نږدې د اور گاډي سټېشتن جوړ کړو.

ودانۍ او اوسمهال ژوند[سمول]

په ۷۲ ميلادي کال کې واسپاسېن نومې باچا د دې لوبغالي د بنست تيږه کېښوده او اته کاله وروستو د ده زوې تېليتس د ده ارمان تر سره کړو.

د روم نامتو گومبده پېنتيان د روم د سلطنت د ورانيدو نه وروستو هم پخپل ځاې پاتې سوه او دومره زيان ورته نه و رسيدلې. خو لومړيو مسيحيانو دلته د خپل پېغمبر او د بزرگانو انځورونه کښلي وو. د نامتو انځورگر رافئيل قبر هم دلته د يو دېوال په بېخ کې جوړ دی. روم د خپل تمدن لويه برخه د يونان نه اخيستې ده. خو د روم باچاهانو د خپل قدرت او د پوځي پياوړتيا له کبله خدايان گنل کيده چې اثار يې په مجسمو کې ليدل کېږي. دوي چې به په اېشيا او افريقه کې هر يو ملک ونيولو نو د هغوي خزانې به يې لوټ کړې، مقاومت کوونکي به يې ووژل او ځوانان سړي او ښځې به يې په زنځيرونو تړلې روم ته ورواستول. دلته د انسانانو تجارت به کيدو او د ودانيو د جوړولو لپاره به يې له دوي کار اخيستو. د داسې انسانانو په لاس جوړسوې هغه د دايرې په شکل لوې لوبغالې د هر سېلاني لپاره د فکر او د عبرت مقام دی. دا ځاې کولوسيام نومېږي چې مانا يې دېر لوې کېږي. د دې د جوړښت په اړه بې شمېره کتابونه ليکل سوي دي. دلته د روم د نامتو باچا نيرو يو لويه مجسمه ولاړه وه او د هغه عېش کده پکې جوړه وه.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د روم په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.