د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

زابل ولايت د شمالي عرض البلد په ۶۶ درجو او د ختيځ طول البلد د ۳۲ درجو او ۷ دقيقو ترمنځ د هېواد په سوېل لوېديځ كې پروت دى. زابل يا پخوانى زابلستان د پښتنو د لرغونو قبيلو زاوليانو ټاټوبى، د كابل ـ كندهار پر لويه لار پروت  دی، چې ۱۷۲۹۳کيلومتره مربع مساحت لري. زابل ۴۵ كاله وړاندې په رسمي ډول د مستقل ولايت په توګه ونومول سو. په ۱۳۹۰ کال کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري د سوې سروې له مخې، د زابل د نفوسو شمېر شاوخوا ۱۰۵۸۹۴۰ تنه ښودل سوې دى.

څلور خواوې[سمول]

د زابل ولايت ختيځ ته د غزني ناوه ، د پکتيکا تروه ولسوالۍ او د ډيورنډ پوله پرته ده ، شمال ته يې غزني، لوېديځ ته يې کندهار او اروزګان ځينې برخې او سوېل ته يې کندهار ولايت پروت دى.

ولسوالۍ[سمول]

د زابل ولایت د ترنک ولسوالۍ پول چي يو ماشوم، هم پري ولاړ دي.

زابل په مرکز کلات سربېره يوولس ولسوالۍ لري، چې شملزي، ارغنداب، خاكيران (خاك افغان، كاكړان) داى چوپان، ميزانه، شاجوى، شهرصفا، اټغر، شينكۍ، نوبهار او سيوري نومېږي. په دغه ولايت كې توخي، هوتك او د دې ترڅنګ، تركي، اندړ، سليمانخېل، ناصر، خروټي، كاكړ، احمدزي، پوپلزي، وردګ، يوسفزي، صافيان او شيراڼي استوګن دي. د زابل ټول وګړي  پښتانه دي.

کلتور[سمول]

زابل که څه هم چې پخوا يې فرهنګي او کولتوري وضعيت ډېر د پام وړ نه و او خلکو ورسره ډېره لېوالتيا نه درلوده، خو اوس په کې ګڼې کولتوري او فرهنګي هڅې روانې دي. فرهنګي ټولنې سته، فرهنګي خپرونې، غونډې او مشاعرې هغه څه دي ، چې په زابل کې ترسره کېږي. سورغر ادبي ټولنه او زابل ادبي بهير په کې فعالې فرهنګي ټولنې دي، چې هر کال د بادام ګل په نوم مشاعرې هم کوي.

رسنۍ[سمول]

دحامدکرزي په مشرۍ د نوي حکومت په راتلو سره په زابل کې هم يوشمېر خپلواکو رسنيو په فعاليت پيل وکړ. په دغو رسنيو کې د ترنک، ملي او زبل راډيوګانې، کلات غږ پنځلس ورځنۍ جريده، ترنک اونيزه، زبيده او شنه پاڼه مجله شامل دي، چې اوس شنه پاڼه مجله او ترنک مجله يې له چاپ څخه پاتې دي. په دې وروستيو کې د زابل په شهرصفا، شاه جوۍ او شينكۍ ولسواليو كې هم سيمه ييزي راډيوګانې د زابل د ولايتي بيارغوني ډلې (پي ار ټي) له خوا جوړې سوې دي، خو د هغوى نشرات تر ډېرو محدودو ساحو پورې دي.

تاريخي ابدې[سمول]

د سکند اعظم د وخت او ډول کورونه

غوړه مرغه او د غونډانو تاريخي غر(چې د پښتنو په ټولو تاريخي شجرو او كتابونو كې يې نوم مخې ته راځي) د كلات د بالا حصار غونډۍ، د شملزو په ولسوالۍ كې د كچرو تاريخي لاره، چې احمد شاه بابا لښكرې له همدې لارې هند ته تلې، د غشي منار همدا غشى احمد شاه بابا د كلات او جلدك ترمنځ هغه مهال جوړ كړ، كله چې هند ته د غزا په نيت ته او دلته يې د برې لپاره د فال په نيت غشى وار كړ. د سيوري ولسوالۍ د سره غره په لمنه كې د بولان په نوم د پښتنو تاريخي هديره، د بولان په سيمه كې پخوانۍ لرغونې سمڅه، د صاحب خان غونډۍ، سورتاك او سنګر جمال خېل سيمې، د كلات پر غونډۍ د شيخ متي عليمه الرحمه زيارت، په نوبهار ولسوالۍ كې د معافانو كلى، چې د احمد شابابا له خوا له عسكرۍ معاف سوې و، د شملزو په ولسوالۍ كې د ساوټ غره په لمنه كې د خڼكۍ زيارت، د شملزو ولسوالۍ ته په پنځه كيلومتره كې د خرښبون نيكه زيارت، د نوبهار ولسوالۍ د غونډانو غره ته نږدې دكټه بابا زيارت، په خپله د غونډانو تاريخي غر، په اټغر ولسوالۍ كې د ملكيار بابا د زوى حسين نيكه زيارت، د شينكۍ په ولسوالۍ كې سپيدار ته نږدې د ملكيار بابا د شهيدانو هديره، د شملزو د ولسوالۍ او نوبهار د ولسوالۍ ترمنځ د لواړګي سيمې، د غونډانو په لمنه كې د بابو كلي ته نږدې د مغلو او پښتنو شهيدانو هديره، د نوبهار ولسوالۍ او شاجوى ترمنځ د شوبهار تاريخي سيمه ، چې يو وخت د شابهار په نوم و، د شاجوى او كلات ترمنځ د كابل او كندهار د لويې لارې سوېل خوا د تازي سيمه او د نازو انا د پلار سلطان ملخي تاريخي كلا، د زابل ولايت د شملزو په ډګرو كې له ګرګينانو سره د پښتنو سرتېرو زيارتونه، د شملزو په ډګرو كې د سهاك خوندي مشهور تاريخي زيارت، د شملزو د ولسوالۍ د دروازګۍ په خوله كې د پښتنو د يوه پخواني ليكوال حسين نيكه او جانان صافي زيارتونه، د ګرمام بابا زيارت، د حسني متي بابا زيارت، د حسن نيكه زيارت، د محمد هوتك د پټې خزانې د ليكونكي مزار او داسې نور د زابل تاريخي ابدې دي.

مشاهير[سمول]

سلطان ملخي توخى، نازو انا، ملکيار بابا، بابا هوتک، شېخ متي بابا، شيخ کټه بابا، محمد هوتک ( د پټې خزانې ليکوال) د ميرويس نيکه پلار شاه علم خان هوتک، سيدال خان ناصر، ملا باز توخى، جانان هوتک. محمد عمر خان توخى، وکيل بسم الله خان هوتک، ملا عبدالقيوم شملزى، وکيل حبيب الله خان، ملا عبدالسلام راکټي، خان خنډي خان، حاجي عبدالباري خان، حاجي محمد هاشم خان هوتک، ډاکټر زلمى زابلى، حميدالله خان توخى، حاجي عزيز الله خان ناصر او نور يې مخکښ او نوميالي دي.

کرنه[سمول]

 ددې ولايت خلک زيات په كرنه او مالدرۍ بوخت دي ،چې عمده حاصلات يې، بادام، غنم، اوربشې جوار، مۍ او نورې غلې دانې دي، خو د تازه مېو په برخه كې هم دغه ولايت ډېرې مېوې لكه خټكي، هندواڼې، انار، انګور، انځر ، بادام او توت لري.

ښوونه او روزنه[سمول]

په زابل ولايت کي د انګريزي ژبي کتابونه چي امرياکايانو افغان ماشومانو ته ورکړي

زابل ولايت د نورو ولايتونو په پرتله د ښوونې او روزنې له مخې لږ ټكنى دى، دغه ولايت چې په تېرو وچكالو كې خورا ځپلى سوې ، خلك يې مجبوره دي چې د خپلې كورنۍ لپاره نفقه لاس ته راوړي، دا چې په دغه ولايت كې د اوبو سطحه ټيټه ده، نو خلك مجبور دي، چې د هېواد د يو شمېر ولايتونو ترڅنګ، پاكستان، ايران او دوبۍ ته د مزدوريو لپاره ولاړ سي، همدغې چارې تر ډېره ښوونه او روزنه هم له ګواښ سره مخ كړې ده او بله دا چې دغه ولايت غرنى دى. په ځينو سيمو كې يې د ناامنۍ له كبله هم ښوونځي نسته او ماشومان يې له كورنيو سره په مال څرولو او د کرنې په چارو بوخت دي. د دې ولايت د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې ، په دې ولايت کې ټول ٢٣٦ ښوونځي دي، چې ٩٥ يې پرانيستي او ٤٥ زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي او نور يې د نا امنيو له امله تړل سوې دي.

سوداګري[سمول]

د افغانستان پيسي افغاني د افغان دولتي ځواکونو ته د ورکولو لپاره

په زابل کې د سوداګرۍ چارې د پام وړ نه دي، خو بيا هم په دغه ولايت كې د بادامو، زردالو، انګورو، غنمو، وربشو او جوارو سوداګري کيږي ، چې يو شمېر خلک يې په کار بوخت کړي دي.
لوبې: په زابل كې اوس هم تر ډيره پخوانۍ لوبې د خلکو خوښيږي. خوسى، بيډۍ، مردكي ، سوخوټ( د تيږو لوبه)، غېږنيول، توپ ډنډه او نور يې په دوديزو لوبو کې راځي او دغه راز د شپې له خوا د فولكلوريكو كيسو اوږده داستانونه ويل هم په کې دود دي. په زابل کې يوشمېر نورې عصري لوبې هم سته لکه كركټ،فوټبال او واليبال، چې مينه وال يې مخ په زياتېدو دي.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د زابل په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.