د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

سان مارینو

سان مارینو په رسمي توگه د سان مارينو جمهوريت نومېږي، د اروپا په جنوبي برخه کې د ادریاتیک سمندرګي له سواحلو څخه ۲۰ کیلومتره ليرې موقعیت لري. پراخوالی یې ۶۱ کيلومتره یا ۲۳.۵ میله مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ نهه ويشتمه درجه لوی هېواد ګڼل کېږي. د سان مارينو څلورو خواوو ته د اېټاليا هېواد پروت دی.

نور ولولئ[سمول]

د سان مارینو نقشه

د هر زېږديز کال د سپټمبر درېيمه په سان مارينو کې عمومي رخصتي وي او د دغه هېواد د جمهوريت د ورځې په توګه نمانځل کېږي. سان مارينو د ۱۹۹۲ زېږديز کال د مارچ په دويمه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي سازمان غړيتوب تر لاسه کړ، چې اوس پر دې سازمان سربېره په ګڼ شمېر نورو نړيوالو سازمانونو او ټولنو کې هم غړيتوب لري. سان مارینو د قلمرو د کوچنیوالي په سبب کوچنی اقتصاد لري. د ګرځندوی له صنعته لاس ته راغلي عوايد، د دغه هېواد د ناخالص کورني توليد ۴۰ سلنه برخه جوړوي. په ۲۰۱۱ کال کې څه باندې درې ميلیونو سیلانیانو له دغه هېواده ليدنه کړې وه. د اقتصاد پوهانو په اند، تر ګرځندوی وروسته، بانکي خدمات، جامې، ټوکران، فرنیچر، رنګونه او د سرامیکو جوړول او صادرول د سان مارینو د اقتصاد او ناخالص کورني تولید په جوړښت کې لویه ونډه لري. د دغه هېواد هر وګړي کلنی عايد په منځني ډول (۴۴۹۴۷) ډالره دی، چې د لوېدیځې اروپا تر سټندرد هم لوړ دی. دې عوایدو د سان مارینو خلکو ته د هوسا، خوندي او پرمختللي ژوند زمينه برابره کړې ده.

خلک[سمول]

د دغه هېواد پلازمېنه د سان مارينو ښار دی، نفوس يې (۳۳۵۶۲) تنو ته رسېږي. د دغه هېواد په هر کيلو متر مربع خاوره کې ۵۳۷ تنه ژوند کوي، ۹۴ سلنه خلک يې په ښاري او پاتې يوازې شپږ سلنه نور يې په کليوالي سيمو کې ژوند کوي. د سان مارينو خلک د خبرو پر مهال خورا ډېر متلونه کاروي. دلته یې د در ېيو مشهورو متلونو پښتو ژباړه را نقلوو: څو چې تنور سور وي، ډوډۍ پرې پخوه.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د سان مارینو په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.