د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

سلوینیا په رسمي توگه د سلوینیا جمهوریت دی چې پخوا د سلوينيا د سوسيالېستي جمهوريت په نوم يادېده. دغه هېواد د اروپا په جنوبي برخه کې د اتريش او کروشیا تر منځ د شمالي عرض البلد د ۴۷ او ۴۵ او د ختیځ طول البلد د ۱۷ او ۲۰ درجو په منځ کې موقعيت لري.

نور ولولئ[سمول]

موټروي اي ٢

پراخوالی يې ۷۷۹۷ میله مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ ۱۵۵ مه درجه لوی هېواد ګڼل کيږي. د سلوينيا شمال ته اتریش، شمال ختیځ ته یي هنګري، جنوب او ختیځ ته یې کروشیا او لویديځ ته یې اېټالیا موقعيت لري. د سلوینیا هوا په عمومي توګه مدیترانه یي او معتدله ده. په دغه هېواد کې د دوبي پرمهال د تودوخې کچه د سانتيګراد ۲۱ درجو ته او په ژمي کې بيا صفر درجې ته رسيږي. د سلوینیا د لویدیځو برخو هوا له ادریاتیک سمندرګي سره د ګاونډیتوب له امله لنده ده او ډېر اورښت لري. د دغه هېواد پلازمېنه لوبلیانا ښار دی. نفوس يې ټولټال ۲،۶ ميليونو ته رسيږي. په هر کيلومتر مربع سيمه کې يې ۹۹ تنه ژوند کوي. ۴۹ سلنه اوسيدونکي يې په ښاري او پاتې ۵۱ سلنه يې بيا په کليوالي سيمو کې مېشت دي. د ژوند تمه پکې په منځنۍ توګه د ۷۷ او ۸۱ کلونو تر منځ ده.

لاره[سمول]

له کابل څخه تر سلوینیا پورې د هوا له لارې ۴۶۰۷ کيلو متره واټن پروت دی. د دواړو هېوادونو تر منځ د وخت توپير دوه نيم ساعته دی.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د سلوینیا په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.