د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

سوات

Jump to navigation Jump to search
د سوات شنه سيمه

سوات د پاکستان د خيبر پښتونخوا يوه ولسوالۍ ده چي خپل نوم يي د هندوکش د غرونو نه راوتلي هغه سيند نه اخيستې دی چې په وېدي مناجاتو کې سواستو بلل کېږي. داسې باوردی چې اريايي خلکو دا وېدونه د ميلاد نه ۱۴۰۰ کاله پخوا ويلي و. د سوات دره د خېبر پښتونخوا په شمال کې ده چې د چترال او د گلگت بلتتستان غرونه يې په شمال کې، دير په لوېديځ کې او مردان يې په جنوب کې دي. په ختيځ کې دا د اباسين په اوبو د هزاره سيمې نه بېل شوی دی.

د سوات غرونه[سمول]

د سوات د دري غرونه

د سوات غرونه د هندو کش د سلسلې نه راوتلي دي او زيات يې شمال جنوب لوري ته دي. په دې غرونو کې د قيمتي ډبرو زېرمې دي او د سوات زمرد په نړۍ کې ساری نه لري. د سوات دره د مالاکنډ د لمنو نه پېل کېږي خو دا برخه يې لنډاکي او گبرال پورې ده چې اوسگل اباد نومېږي. د لنډاکي نه گبرال پورې دره ۹۱ ميله اوږده ده. دلته واړه واړه ميداني سيمې دي چې ځينو کې کورونه جوړ دي او په نورو کې کرکرونده کېږي. د مدين نه وراخوا د سوات کوهستان سيمه ده. د هوارې زمکې سيمې اوسط پلن والې ۵ ميله وي. ترټولو پلنه د زمکې برخه د بريکوټ او د خوازه خېلو په منځ کې ده. خو نورې وړې وړې درې هم شته چې د غرونو اوبه پکې بهېږي. په دې سيمه کې اوس د وگړو شميره اتو لکو شاو خوا ده چې د سواتيانو نه علاوه يوسفزي او کوهستاني پکې ډېر دي. اريايانو غرونه او سيندونه سپېڅلي گڼل او د سوات ايلم، سيگۍ، بسيگرام او د درال غرونه يې په ويدونو کې ستايلي دي. دا هغه غرونه دي چې خلک به پکې د نمانځنو لپاره راټولېدل او د يوې قبيلې د مشر استوگنځاې به يې لرلو. په وېدونو کې د سوما بوټي نه د شرابو جوړولو او څښلو زکرشوی دی او دا بوتی اوس هم د سوات په لوړو غرونو کې موندل کېږي. دوي به د هغه بوتي نه شراب جوړ کړل او بيا به يې خپلو اسطورو ته په خاصو نمانځنو کې د اور د لارې وړاندې کوو. دا دستورې به په خاصو ورځو کيدې او خلکو به دا شراب څښل او د اور چاپېره گډېدل.

تاريخ[سمول]

د سوات شنه سيمه

په معلوم تاريخ کې په سوات لومړې يرغل کوونکې اسکندر مقدوني و چې په ۳۲۸ ق م کې د کونړ د لارې په غرونو واوړېدو. هغه وخت د ده پوځ د اوډيگرام او د بريکوټ په کلاگانو حمله وکړه، چې ځان له خپلواکه باچهۍ وې. د دې ځاې خلکو ورسره جنگ وکړو خو اخر يې ماتې وخوړه. د اسکندر په تاريخ کې دا دواړه سيمې د اوره او بازيره په نومونو ياد شول. د هند موريه سلطنت چې د ۳۲۴ ق م نه تر ۱۸۵ ق م پورې په واک کې و، په ټول سوات کې بوداي دين خپور شو. د دې سلطنت نامتو باچا اشوکا په امر د بودا ايرې او هډونه په اوو ولايتونو وېشل شوې و چې په هرې يوې يې سټوپا جوړه شوې وه. په سوات کې د جمال گړۍ سټوپا د هغه وخت نه پاتې ده او خلکو ډېره سپېڅلې گڼله.

بودايي[سمول]

هغو بودايانو به د نيک عمل تبليغ کوو او بت پرستي پکې نه وه. داسې ښکاري چې د بوداي سمبولونو او د نښو رواج د ميلاد لومړيو کلونو کې د سوات نه پېل شو. دلته د څرخ او د پيپل د ونې نقشونه په تيږو کې جوړ وموندل شول. په سوات کې د بودا د پښې يوه نښه اوس په ميوزيم کې ايښې ده چې يو وخت زايرينو يې نمانځنه کوله. د ميلاد نه وروستو په دوو پېړيو کې سوات د بودايانو د فعاليت لوې مرکز شو. د بوداي عقيدې خلک باور لري چې بودا پخپل دويم ژوند (جنم) کې په سوات کې اوسيدو او دلته يې خلکو ته د سمې کړنې تبليغ کوو. د سوات تر ټولو مشهور ځايونه د بودا د قدم نښه، هغه تيږه چې بودا ورباندې خپلې جامې وچې کړې وې او هغه ځاې چې دې پکې په مار بدل شوې و. هم دا وه چې سوات د ټولې نړۍ د بودايانو لپاره يو سپېڅلې سيمه شوه. دلته هر کال په زرگونو خلک د مذهبي نمانځنو او د مېلې لپاره ورتلل. ښاي هغه وخت سانسکرت د دې ځاې عامه ژبه وه او خلکو خپلې سيمه ايزې ژبې هم ورسره ويلې. د بوداي دين لپاره سوات په دې هم سپېڅلې و چې د دوي دوه مذهبي فرقي دهرماگپتکا او کاسياپيا په سوات کې جوړې شوې. دا دواړه د مهايانه فرقې وړې برخې وې. بله دا چې دلته د وجايا رانه درسونو يا د منترونو پېل وشو او د نورو ځايونو بوداي راهبان به د زدکړې لپاره سوات ته تلل. دلته ۵۰۰ ستهاويره يا داسې سرايونه وو چې مساپر راهبان به پکې تر دريو ورځو ايسارېدل او مفته ډوډۍ او د استوگنې اسانتياوې به يې لرلې. يو وخت په دې ټوله سيمه کې ۱۴۰۰ ستوپې او خانقاهونه جوړ و چې پکې د ۶۰۰۰ د سرو زرو تبرکات ايښې و. يواځې په اوسني سوات د ښار په ۱۶۰ کلوميټر کې لرغون پوهانو ۴۰۰ داسې ځايونه موندلي دي چې پکې د بوداي دين نښې وې. دا ځائ اوس ” بتکړه” نومېږي او کنډوالې يې پاتې دي. په بتکړه کې د کنستون پر وخت د بوداي دين دوه نيم زره کاله پخواني تبرکات وموندل شول. د غاليگي په کلي کې د بودا د ډبرې ولاړه مجسمه او په شنگرډار دره کې سټوپا د هغه وخت د زايرينو لپاره مهم ځايونه وو. د اسلام د راتگ پر وخت د سوات زيات خلک هندوان و. په ۱۰۲۳ م کې محمود غزنوي په وخت په سوات هم يرغل وشو او د دې وروستې هندو راجه گيرا ته يې ماتې ورکړه. ښاي د گبري قام خلک هغه وخت مسلمانان شول. د افغانستان د جنوب ختيځ (کندهار) نه دلزاک پښتانه سوات ته ورکډه او څه موده د گبريانو سره مېشت و خو وروستو د دوي تر منځ اختلاف پېدا شو او دلزاک يې وشړل. د پينځلسمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې د کابل حاکم الغ بيگ د يوسفزو ۶۰۰ ملکان يې په يوه ورځ ووژل نو د دوي د ټبر پاتې ټولو پښتونخوا ته کډه وکړه او د اباسين په څنډو يې ژوند پېل کړو. دا مهاجر يوسفزي په دير او سوات کې د گبريو تر منځ مېشت شول.