د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول
د کندهار په نامه د سکي غر د افغانستان د کندهار ولايت د ميوند د جنګ تر بايللو وروسته انګریزانو د کندهاريانو د غيرت په وياړ هلته جوړ کړ

سویس په رسمي توگه د سويس کنفدراسيون دی چې د اروپا په لویدیځه برخه کې د ختیځ طوال بلد له ۶ تر ۱۰ درجو او د شمالي عرض البلد له ۴۶ تر ۴۸ درجو په منځ کې پروت دی.

نور ولولئ[سمول]

جرمني، د امریکا متحد ايالتونه، ایټالیا، فرانسه، اتریش، برېټانیا او چين د سويس مهم سوداګريز شريکان دی. د دغه هېواد پولي واحد سويسي فرانک دی، مالي کلونه يې له عيسوي کال سره برابر دي، د ۴۸۷۶ کيلومترو مربعو په اوږدوالي سره د اورګاډي پټلۍ، ۲۸ کارګو بېړۍ او ۶۳ هوايي ډګرونه لري. پر دې ټولو سربېره د سويس په ترانسپورټي سيسټم کې پنځه ميليونه کوچني موټر، لارۍ، بسونه او نور نقليه وسایط هم فعاليت کوي. د سویس د رسنیو عامه شرکت اووه سراسري ټلوېزيوني او ۱۸ راډیويي چينلونه لري. پر دې سربېره په دغه هېواد کې ۳۰ خصوصي راډيو ټلوېزيونونه هم فعاليت کوي. په سويس کې ۸۵ ورځپاڼې او ۱۶۰ اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ مجلې هم خپرېږي. سویس د نړۍ په کچه خورا خوندي او هوسا هېواد دی. په دغه هېواد کې له ۶ تر ۱۴ کلنۍ پورې زده کړې جبرې دي. د سويس ۹۹ سلنه هغه خلک چې عمرونه يې له ۱۵ کلونو پورته دي لوړې زده کړې لري

لاره[سمول]

له افغانستانه تر سویس پورې د هوا له لارې ۵۱۲۰ کيلومتره واټن پروت دی. د کابل او برن تر منځ د وخت توپير هم دوه نيمو ساعتونو ته رسېږي.

سرچینې[سمول]

دا ليکنه د سویس په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.