د دې مقالې په اړه GPX دوتنې کښته کول

سيلاني توب په افغانستان کې يو خورا ښه او جالبه کړنه ده. که څه هم په وروستیو کې د افغان ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه تر پخوا لوړه سوې ده، خو پر سیلانیانو بریدونه ډېر کم رامنځ ته کېږي. ځینې پر دې اند دي چې افغانستان ته هر راز سیلانیان ورتلی سي، خو په لوېدیځ کې د سیاحت ځینې اړوند شرکتونه وايي، دغه هېواد ته، چې یوازې په ٢٠١٣ کال تر ۱۱ زرو ډېر ولسي وګړي وژل سوي دي، د سفرونو اعلان کړی دی.

د سيلانيانو شمېر[سمول]

د ملګرو ملتونو د سیاحت نړیوال سازمان ته د افغان حکومت له خوا هېڅ داسې شمېرې نه دي ورکړل سوې چې ایا دغه هېواد ته څومره سیلانیان ورځي، نو ګرانه ده چې سړی کره کړي دغه هېواد ته څومره سیلانیان ورځي. خو د کابل حکومت دغه سازمان ته یوازې د سیلانیانو د لګښت اړوندې شمېرې ورکوي.

د سيلانيانو لګښت[سمول]

په دې شمېرو کې ښکاري چې د ۲۰۱۲ کال په اوږدو کې د سیلانیانو د لګښت ۱۶۸ میلیون ډالرو کچه په ۲۰۱۴ کال کې ۹۱ میلیون ډالرو ته راټیټه سوې وه. په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالو له کبله د مرګ ژوبلې په لوړېدو سره د سیلانیانو شمېر هم کم سوی دی.

سفر وکړو که يا؟[سمول]

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته د افغانستان ډېری برخو ته د سفر نه کولو سپارښتنه کړې چې وايي: هلته جدي ترهګریز ګواښ سته .

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، افغانستان کې د تښتونې، پوځي عملیاتو، سړک غاړې ماینونو او د بېلابېلو سیاسي او قومي ډلو ترمنځ د شخړو او جګړې او بریدونه او ځانمرګو بریدونو ګواښ سته.

سرچینې[سمول]

ددې city travel guide to سيلاني توب په افغانستان کې is an outline and needs more content. It has a template, but there is not enough information present. Please plunge forward and help it grow!